رحمت اله روان
طالبانو نن خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده دخپل مشر په توګه وټاکي ، هیبت الله ته وروسته له دې د مشرۍ لاره هواره شوه چې پرون د ملا عمر زوی ملا یعقوب او د حقاني
زوی سراج الدین حقاني له مشرتابه انکار وکړ, یاده دي وي چې څو ورځي وړاندي د امریکا د بي پیلوټه الوتکي د برید په پایله کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په نښه شو . چې نن یې طالبانو رسمًا وژنه تائید او شیخ مولوی هیبت الله اخندزاده یې د نوي امیر په توګه غوره کړ . طالبانو سراج الدین حقاني او د طالبانو د پخواني امیر او مؤسس ملا محمد عمر زوی مولوی محمد یعقوب یې مرستیالان وټاکل شول.
د طالبانو نوی مشر چې شاوخوا ۴۷ کاله عمر لري، د مولوی عبد الستار اخندزاده صاحب زوی، د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ اوسیدونکی دی او په قوم نورزی دی. هبت الله اخندزاده د ژوند اکثره برخه په کندهار ښار کې تیره کړې ده.
هغه د هیواد دننه په مختلفو مدارسو کې دیني درسونه لوستي. د دې ترڅنګ یې په ګاونډي هیواد پاکستان په افغان مهاجرکیمپونو کې پر ځینو افغاني علماؤ سبقونه ویلي دي ..
د روسانو د تیري پر مهال یې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور سره یو ځای په یوه جبهه کې، چې مشري یې د طالبانو د اسلامي امارت پر مهال د سرپرستې شوری مرستیال ملا محمد حسن اخند کوله ؛ د روسانو په مقابل کې وسلهوال جګړه کړی.
شیخ مولوي هیبت الله اخندزاده تنظیمي اړیکه د مولوي محمد یونس خالص له اسلامي حزب سره لرله.
نوموړي د طالبانو د امارت پرمهال د نظامي محاکمو د عمومي رئیس په توګه دنده اجراء کړې، او ۲۰۰۱ز کال د امریکا تر راتګ وروسته چې د طالبانو امارت سقوط شو نو د طالبانو د نوي تشکیلاتو په ترڅ کې بیا هم د محاکمو عمومي رئیس وټاکل شو.
هغه د طالبانو د ملا محمد عمر م تر وفات وروسته د ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو.
نن چهارشنبه، غبرګولي ۵مه د طالبانو رهبري شوری د یوې غونډي په ترڅ کې نوموړی د طالبانو د نوي امیر په توګه غوره کړ.
هبت الله په پاکستان او افغانستان کې دیني زده کړې کړي دي.د طالبانو د واکمنۍ د نهي عن المنکر د ادارې مشر مولوي قلم الدین وايي، د ده په باور هبت الله ډېر سختدریځی نه دی«مولوي هبت الله معقول سړی دی، دیني علوم یې تدریس کړي، افراطي نه دی ځکه فکر کوم چې د سولې په اړه به منفي نظر ونه لري.»
ویل کېږي چې ممکن هبت الله د طالبانو سره وېشل شوې ډلې هم یوځای کړي. تېر کال د ده په هڅو ملا عبدالقیوم ذاکر، چې د منصور مشري یې نه منله، پخلا شو,
خو ژورنالیست او خبریال سمیع یوسفزی وايي چې هبت الله یو وچ ملا دی او د مشر په توګه د ده له ټاکلو داسي ښکاري چې طالبان بیا د حجر عصر ته ستانه شول، او د روغې جوړې پر امکان د تل لپاره غټه تیږه کېښودل شوه ځکه چې ملا هبت الله یو عام کلیوال ملا دی چې تل یې طالبانو ته د جګړې فتواوې ورکولې .پای رحت اله روان.