اېمل پیاوړی
د افغانستان دښمنان په بېلابېلو طریقو د افغان واحد ولس د کمزوري کولو هڅې کوي، ځینې یې پر وړاندې جنګېږي. ځینې یې د ژوند اسانتیاوې او امکانات ورڅخه اخلي. ځینې یې ځوروي، ځینې یې هېواد، ملي ګټې او ملي ارزښتونه
غواړي ورڅخه واخلي او یا یې کم رنګه او پیکه کړي او ځینې یې د وېشلو او د دوی تر منځ د نفاق خورولو هڅې کوي.
مګر افغان واحد او متحد ولس دی. په دې کې شک نشته چې دوی به په خپل منځ لویې او وړې ستونزې، ګیلې او شخړې سره لري، خو دا په دې مانا نه ده چې د افغانستان دښمنان دې له دې څخه ګټه پورته کړي او افغان واحد ولس دې په ډلو او ټپلو ووېشي او د دوی تر منځ دې نفاق او بې باوري خپره کړي.
د کابل د سه شنبې له برید سملاسي وروسته زموږ خلکو خپل ملي یووالی او وحدت عملاً ثابت کړ او افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله پرونۍ وینا کې د افغانانو دغه یووالي ته په اشارې وویل، په کابل کې د ترهګریزې پېښې ټپیانو ته د وینې ورکولو په خاطر د هېواد په لر و بر او په ځانګړي ډول په پلازمېنه کابل کې په همغو غمجنو او باراني شیبو کې زموږ ګڼ هېوادوال چې اکثریت یې ځوانان او پېغلې وو روغتونونو ته لاړل او هلته یې د خپل تن او رګونو وینې خپلو ټپي شویو هېوادوالو ته ورکړې.
زموږ د خلکو دغه نذرانه او قرباني زموږ د ټینګ یووالي او ملي وحدت لویه بېلګه ده. دښمن داسې فکر کاوه چې د دغه برید په ترسره کولو سره به خلک ووېروي او هغوی به له وېرې خپلو کورونو څخه را ونه وځي، مګر خلکو نه د دوی د برید پروا ولرله، نه د هغوی له ظلم او وحشت څخه ووېرېدل، بلکې د دوی د ظلم او وحشت له امله ټپي شویو هېوادوالو ته یې د لاس ورکولو او د هغوی د ژوند د ژغورنې په موخه خپلې وینې په ډېر اخلاص او مینه ورکړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مشرانو جرګې سناتورانو او د ولسي جرګې استازو ته په خپله پرونۍ وینا کې د کابل برید ته په اشارې وویل، زموږ د ملت دښمنانو غوښتل چې د وېرې او وحشت په خپرولو سره د افغانستان دولت مجبور کړي چې اضطراري حالت اعلام کړي، خو په دې نه پوهېدل او نه پوهېږي چې افغانان د وارخطا کېدو او مضطرب کېدلو خلک نه دي. د افغان روح اضطرار نه مني او مونږ به هېڅ وخت هغه ازادۍ محدودې نه کړو چې خپل اساسي قانون راکړې دي.
د افغانستان دښمنان دې له دې عبرت واخلي او پوه دې شي چې افغانان د وېرې او ډار خلک نه دي او نه هم د چا د ظلم ، وحشت او دهشت پروا لري، ځکه زموږ هېوادوال د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د لویو لویو قوتونو، یرغلګرو او زبرځواکونو پر وړاندې په مېړانه ودرېدلي او د هغوی جنګي ځواکونه یې له ټولو امکاناتو او تجهیزاتو سره په ګونډو کړي دي.
پاکستان او وسله والو طالبانو ته ښایي چې د افغانانو له تېر تاریخ څخه عبرت واخلي. په افغانستان کې ترهګریزو فعالیتونو، بریدونو او ورانکاریو ته خاتمه ورکړي، ځکه چی دوی به هیڅ وخت په دې ونه توانېږي چې د زور له لارې په افغان حکومت او ولس خپلې ناروا غوښتنې تحمیل کړي، ځکه افغانانو نه دتاریخ په اوږدو کې د زور او فشار پر وړاندې سرونه ټیټ کړي او نه به په راتلونکي کې د چا زور او فشار ته تسلیم شي. دغه مېړنی او واحد ولس د خدای تعالی د ارشاداتو له مخې د یاغیانو، باغیانو، ظالمانو او یرغلګرو پر وړاندې مقاومت او مبارزه د ځان حق بولي او له دغه حق څخه په مېړانه ساتنه او پالنه کوي.