لیکنه: امین پاچا
تېره ورځ د امریکا د بې پېلوټه الوتکي په برید کې د وسلوالو طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان په کوېټه ایالت کې ووژل شو. د ملا منصور د مړینې خبر لا هم بشپړ نه دی کره شوی، د افغانستان د ملي امنیت لوی
ریاست، ولسمشرۍ ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او تېر ماښام د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ملا اختر محمد منصور مړینه تایید کړه، خو پاکستاني چارواکو لا هم د ملا منصور د مړینې خبر نه دی تایید کړی. یوه بله د پام وړ نظریه دا ده چې ګواکې ملا منصور څو میاشتې وړاندې په پاکستان کې وژل شوی و.
د ده د مړینې په اړوند بېلابېلې ګنګوسې دي، یو شمېر خلک په دې اند دي چې په دې وروستیو کې ملا منصور له روسیې سره اړیکې ټینګې کړې وې. ویل کیږي ملا منصور په وروستیو کې ایران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره په یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړې وې او له را ګرځېدو سره سم د ډرون په برید کې ووژل شو.
داسې هم ویل کیږي چې دی ځکه د ډرون ښکار شو چې نور د امریکا او پاکستان د ګټو په زیان و، نه په ګټه. له روسیې سره اړیکې ټینګول او ایران ته سفر کول امریکایي چارواکو ته د منلو نه وو او همدا علت و چې دی یې له منځه یوړ. دا چې پاکستاني چارواکي تر دې دمه د ده مړینه نه ده تایید کړې، د دې خبرې تر شا هم کوم پټ راز پروت دی. افغانان د ده مړینه ځکه تاییدوي چې تر دې وړاندې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد او د وسلوالو طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر په کراچۍ په یوه روغتون کې ساه ورکړې وه، نو ځکه دوی د ملا منصور د مړینې خبر تاییدوي.
ولې ملا منصور ووژل شو؟ پوهېږئ امریکا او پاکستان په سیمه کې د خپلو ګټو په پار هرې قربانۍ او هر ډول اقدام ته چمتو دي. ملا منصور ځکه ووژل شو چې ده نور د امریکا او پاکستان په خوښه کار نه کاوه، روسیې ته د ده نږدې والی له امریکا او پاکستان سره ښکاره دښمني ده او دا په یاد ساتئ کومه جګړه چې په افغانستان کې روانه ده، د دې جګړې تر شا یوازې او یوازې امریکا او پاکستان لوی لاس لري. دا جګړه د افغانانو نه ده او نه هم د دوی په ګټه ده، دا پردۍ جګړه ده او پردۍ ګټې پکې خوندي دي.
راځم خپلې اصلي موضوع ته چې د ملا اختر محمد منصور مړینه د سولې پر پروسه څومره اغېز او له افغان سولې سره څومره مرسته کولی شي؟
پنځلس کاله کیږي چې په هېواد کې پردۍ جګړه روانه ده، پخواني ولسمشر حامد کرزي تل دا جګړه د نورو ګڼلې وه. کرزي د جګړه د پای په موخه د سولې عالي شورا رامنځته کړه او د دې شورا رهبري یې برهان الدین رباني ته وسپاره. ویل کیږي چې د سولې عالي شورا ۱۰۵ میلیونه ډالر مصرف کړل، خو هېڅ کومه لاسته راوړنه یې نه درلوده او بلاخره نړیوالې ټولنې هم د افغانستان د سولې په پروسې سره خپلې مرستې ودرولې او ټینګار یې کاوه، چې د سولې پروسې سره به تر هغه مرسته نه کېږي، څو چې لاسته راوړنه ونه لري.
د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د سولې د عالي شوار په رهبرۍ کې بدلون راغی. د یادې شورا غړو په کار پیل وکړ او تر ډېره په خپل کار کې بریالي هم برېښي. د حزب اسلامي له مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره یوې هوکړې ته رسېدل دا په تېرو پنځلسو کلونو کې د سولې د شوار لومړني لاسته راوړنه ده او له دې څوک سترګې هم نه شي پټولی.
داسې ویل کېدل چې د حزب اسلامي له راتګ سره وسلوالو طالبانو هم د سولې له پروسې سره لېوالتیا ښودلې او کېدای شي وسلوال طالبان هم له افغان حکومت سره سوله وکړي. اوس د ملا اختر محمد منصور مړینه او د وسلوالو طالبانو سره سوله څومره امکان لرلی شي؟ زه غواړم په دې هکله خپل نظر داسې وړاندې کړم:
وروسته د ملا عمر له مړینې د وسلوالو طالبانو تر منځ خپلمنځي اختلافات مخ پر زیاتېدو شول، ډلې ټپلې رامنځته شوې، خو ملا منصور د دوی یو له مخکښو کسانو څخه و چې په مقابل کې یې ملا رسول را پورته شو. ملا رسول، د ملا ختر محمد منصور په کچه د وسلوالو تر منځ دومره محبوبیت نه درلود، ډېری طالبان د ملا منصور ملاتړي وو. اوس دا چې له یوې خوا د حزب اسلامي له مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار سره سوله وشوه او له بلې خوا وسلوالو خپل رهبر له لاسه ورکړ، تر ډېره بریده امکان شته، خو بین الافغاني سوله، نه د پردیو په لاس. که چېرې وسلوال طالبان پرته د نورو په اشاره مستقیما له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني تر ډېره بریده دا امکان وینم چې یوې پایلې ته به ورسېږي، ځکه ویل کیږي چې د څلور اړخیزو ناستو تر ناکامېدو وروسته افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر غني هڅې پیل کړې، څو له وسلوالو سره یوه موافقې ته ورسېږي.
قطر ته د ولسمشر سفر هم په همدې اړه و، څو د وسلوالو طالبان له استازو سره مخامخ خبرې وکړي، دا چې دی توانېدلی مخامخ خبرې وکړي لا نه ده معلومه، خو زه په دې اند یم چې وسلوال طالبان به په قطر کې له هر افغان سره وګوري. که موږ د پګواش ناستو ته ځیر شوو، نو وسلوالو طالبانو تل له افغانانو سره کتلي.
دویمه خبره دا چې که د وسلوالو د مشرۍ په اړوند یو ځل بیا پرېکړه بهرنیو استخباراتو ته ورکړل شي، فکر نه کوم چې طالبان دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي. بهرنیان لکه څنګه چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، هېڅکله نه غواړي د خپلو ګټو په پار په افغانستان کې سوله راشي. پاکستان بیا غواړي د طالبانو مشرۍ ته یو داسې کس را مخکې کړي چې د دوی ګټو ته ژمن وي، هغه که سراج الدین حقاني وي او یا هم کوم بل څوک.
زه باور لرم هر هغه طالب چې د پاکستان ګټو ته ژمن پاتې نه شي، سل په سلو کې به له منځه ځي. دا جګړه استخباراتي جګړه ده چې نه یې سر او نه یې بېخ معلومېږي.
د یوه تلپاتې او سوله ییز افغانستان په هیله!!