اېمل پیاوړی
د سولې په برخه کې د پخواني ولسمشرکرزي صاحب د حکومت په هکله دوه نظرونه موجود دي، چې یا خو په خپله سولې ته صادق او لېواله نه وو او یا د بهرینو هېوادونو د فشار له امله سولې ته نه پرېښودل کېده. پښتو متل دی وایي چې لوګری لو نه کوي، نو لور په لوټه تېره کوي.
کرزي صاحب هم چې سوله نه غوښتله، نو د کورنیو جګړو تر ټولو بدنام جګړه مار، جنګسالاران، قومي ټېکه داران، افغان ضد څېرې، مافیایي غړي، مفسد اشخاص او نور غیر فعال او غیرموثر اشخاص او افراد یې د سولې د عالي شورا په ترکیب کې راټول کړل او د دغې شورا له برکته هم د طالب او وسله والو مخالفو شمېر ورځ تر بلې زیات شو، هم ناامني او جنګونه زیات شول.
لامل یې دا وو چې د سولې عالي شورا د سولې د تامین بهیر نه تعقیباوه، بلکې د سولې په برخه کې یې پروژه یي چلندکاوه. ټول د خپلو امکاناتو او امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره لګیا وو. د وسله والو مخالفینو د پخلاینې لپاره ځانګړې شوې پیسې او امتیازات د سولې د عالي شورا یو څو افرادو په خپلو شخصي جیبونو کې اچولې.
د طالبانو کومې مخالفې ډلې به چې سولې ته تمایل وښود او له حکومت سره د یو ځای کېدو تصمیم به یې ونیوه، نو د سولې عالي شورا ځینو غړو به ورته ویل: تاسو خدای وهلي یئ چې تسلیمېږئ، جهاد ته ادامه ورکړئ، موږ خو بې له هغې ایسار یوو تاسو خو ازاد یئ. یو څو پیسې به یې په جیب کې ورواچولې او هغوی به یې لا د حکومت او نظام خلاف ورانکارو فعالیتونو ترسره کولو ته وهڅول، ځکه هغوی وېرېدل که طالبان له مخالفته واوړي او له حکومت سره یو ځای شي، نو بیا به د سولې عالي شورا ړنګه او هغه امتیازات چې دوی یې د دغې شورا د غړو په نوم ترلاسه کوي د هغوی له لاسونو څخه ووځي.
مګر ولسمشر غني چې د حامد کرزي برعکس په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن وو، نو چې کله واک ته ورسېد وار له واره یې پخوانۍ د سولې عالي شورا بې واکه کړه، ځکه هغه پوهېده چې د سولې عالي شورا د سولې د تامین په برخه کې د ګټې پر ځای زیان اړوي. یوازې په خپلو شخصي ګټو، لوټ او تالان اخته دي. ولسمشر له همدې امله د سولې د تامین په موخه اساسي هڅې پیل کړې او د چارو مشري یې په خپله واخیستله.
جمهور رئیس غني په همدې موخه لومړنی سفر عربستان ته وکړ، په دې برخه کې یې د هغوی ملاتړ جلب کړ، عرب شېخان یې دېته وهڅول چې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبولي او هغوی بالاخره همدغسې یوه فتوا صادره کړه. بیا یې چین او د امریکا متحده ایالات په دې قانع کړل چې په افغانستان کې د سولې د تامین په برخه کې صادقانه هڅې وکړي او د سولې د بهیر ملاتړ وکړي او همدارنګه ولسمشر په دې لړ کې پاکستان ته هم ولاړ او هلته یې له پاکستانیو مقاماتو سره پرېکنده او واضح خبرې وکړې.
لنډه دا چې ولسمشر غني سوله له پروژې څخه په پروسې بدله کړه او ځکه خو یې مثبت نتیجه هم ورکړه، ځکه چې دا ده له حکمتیار صاحب سره د سولې خبرو رنګ راوړ او مثبت نتیجه یې ورکړه، طالب وسله وال مخالفین هم په خپل منځ کې په ډلو ټپلو ووېشل شول او ځینې ډلو له حکومت سره یو ځایوالي ته تمایل ښودلی، خو د پاکستان له وېرې عملي ګام نشي پورته کولی، بلکې مناسب فرصت ته انتظار باسي.