د اوسني حکومت لاس پاک

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه: امین پاچا
جګړه ځپلی افغانستان یو له یوې تاریخي کورنۍ جګړې وروسته د پرمختګ پر لور. پر نیویارک ښار تر خونړیو بریدونو وروسته، امریکا د یادې پېښې مسؤله القاعده ډله وبلله؛ که څه هم د یادې پېښې مسولیت رسما القاعدې په غاړه نه واخیست، خو امریکا د نړۍ لویو قدرتونو ته اعلان وکړ چې دا برید

پرته له القاعدې بل څوک نه شي کولی. کره نه ده چې دا برید چا، ولې او څنګه پلان کړی و، خو ویل کېږي چې دا برید خپله امریکا پلان کړی و؛ ځکه امریکا په دې لټه کې وه چې څنګه وکولی شي، افغانستان ته ځان ورسوي، نو بنا قربانۍ ته یې ځان چمتو کړ، قرباني یې ورکړه او خپلې موخې ته یې ځان ورساوه.
که په لنډه یې ووایم په هغه وخت کې د القاعدې فعالیت تر ډېره بریده په افغانستان کې تر سترګو کېده، نو امریکا پرېکړه وکړه چې د القاعدې د ځپلو په موخه، د ناټو په چوکاټ کې پر افغانستان برید وکړي؛ ځکه په هغه وخت کې د طالبانو اسلامي امارت حاکم و او دوی تر ټولو نږدې اړیکې له سعودي عربستان سره درلودې.
په جرمني کې د بن کنفرانس جوړ شو، د نړۍ د لویو قدرتونو په ګډون د افغانستان جهادي مشرانو برخه واخیسته، موقته اداره رامنځته شوه، په افغانستان برید وشو، د طالبانو حکومت را نسکورکړل شو، د موقتې ادارې مشري پخواني ولسمشر حامد کرزي ته وسپارل شوه. څه موده وروسته ټاکنې وشې، اساسي قانون جوړ شو او په ټوله کې یوه سالمه اداره رامنځته شوه.
دا به ومنو چې افغانستان یوه کنډواله وه او هر څه له صفر څخه پیل شول. دلته نه کومه ودانۍ روغه پاتې وه، نه کوم ښوونځی روغ پاتې و، نه سرک و، نه برېښنا، نه مخابرات، نه ترانسپورټ، نه روغتیایي خدمتونه، نه یوه سالمه اداره، خلاصه هېواد په یوه داسې حالت کې و چې کله به چا ولید، نو وحشت به یې ترې کېده.
د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې کومه اداره رامنځته شوه، هر څه ته یې له صفر څخه پیل وکړ، په هېواد کې د بیا رغونې چارې پیل شوې، روغتیایي خدمتونو وده وکړه، په هېواد کې هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه، ښوونې او روزنې خورا زیات پرمختګ وکړ، په ټوله کې یو مړ هېواد بېرته را ژوندی شو.
اوس د ملي یووالي تر نامه لاندې کوم حکومت چې د افغان ولس د غوښتنو خلاف او د پردیو په لاس رامنځته شوی، خپله ټوله ناکامي پر پخواني حکومت اچوي. د ملي یووالي حکومت ته خلک خورا زیات هیله من وو، خو خبر نه چې دا هیلې به یې له خاورو سره خاورې شي. د ملي یووالي حکومت په ولس کې نور محبوبیت له لاسه ورکړی او ولس د یوه مطلق ناکام حکومت په سترګه ورته ګوري؛ کله چې په یو څه کې پاتې راشي، نو لاس پاک یې پخوانی حکومت شي او وایي چې دا ستونزه خو له پخواني حکومته موږ ته په میراث پاتې ده.
تېره ورځ د ولسمشر مېرمن چې په افغانیت او اسلامیت کې یې هم تر ډېره بریده شک دی او د ملي یووالي حکومت ورته د هېواد د لومړۍ مېرمنې لقب هم ورکړی، امریکا ته تللې وه او هلته یې په یوه انستیتوت کې د وینا پر مهال ویلي چې فساد له پخواني حکومته موږ ته په میراث پاتې دی. زه فکر کوم د هېواد لومړۍ مېرمن د روڼتیا نړیوال سازمان له کلني راپور څخه نا خبره وه او سیاسي بصیرت یې هم د خاوند په شان دی.
پخوا افغانستان د نړۍ په کچه په فساد کې څلورم مقام درلود، خو د ملي یووالي د حکومت په راتګ سره د افغانستان د نړۍ درېیم فاسد هېواد معرفي شو، چې له دې څخه سترګې پټول ناشوني دي، د ملي یووالي حکومت نه یوازې په فساد، بلکې په هره برخه کې ناکام دی.
د هېواد لومړۍ مېرمنې تور پورې کړی و چې پخوا د پوهنې په وزارت کې پراخ فساد شوی، خو خبره نه ده چې دا یې هوایي اورېدلي، کنه بل چا په کیسه کې غلو ورته کړې. د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې تر ټولو زیات پرمختګ د پوهنې په وزارت کې شوی، کله چې اتمر د پوهنې له وزارت ګوښه شو، په هېواد کې پنځه زره ښوونځیو ودانۍ درلودې، خو د فاروق وردګ په راتګ سره نه یوازې چې د پوهنې په وزارت کې بنسټیز اصلاحات رامنځته شول، بلکې د ښوونځیو ودانۍ له پنځو زرو تر اوولسو زرو ورسېدې.
د پوهنې وزیر سره له دې چې د حکومت له لوري به بودجه ورته منظورېده، په شخصي اړیکو له نړیوالو مرستندویه موسسو څخه د یاد نظام د پرمختګ په موخه هېڅ راز هڅه ونه سپموه، دا چې په یوه اداره کې په دومره لویه کچه پرمختګ کېږي، طبعي خبره ده چې سالمې او پیاوړې ادارې ته اړتیا لري. یو شمېر مغرېزې کړۍ چې له ارګ څخه ملاتړ کېږي، هڅه کوي د پوهنې د پخواني وزیر په کړنو پرده واچوي او هغه د خلکو تر منځ یو بې کفایته کس معرفي کړي، که څه هم دوی ډېرې پاڼې سپانسر کړې، ډېره هڅه یې وکړه، د سیګار له راپور څخه یې ولس ته غلط تعبیر ورکړ، خو بیا هم بریالي نه شول.