سوله پال ولسمشر

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

سولې ته چې په تېر یو نیم کال ولسمشر خان کوم تمایل وښود تر اوسه به هیچا هم نه وي ښودلی. د ولسمشر تمایل یوازې عاطفي او شعاري نه وو، بلکې د یو پلان، طرحې، پروګرام، ملي او سیاسي ارادې له مخې وو.


ولسمشر غني بار بار په خپلو ویناو کې دا په زغرده وویل، چې سوله زموږ د خلکو اساسي غوښتنه ده او موږ باعزته، پایداره او قانوني سولې ته ژمن یوو. د ولسمشر ژمنتیا دا وه چې د دې لپاره یې هم خپله شخصي هلې ځلې وکړې او هم یې ځینې پلاوي وټاکل، تر څو د سولې مذاکرات او بهیر چټک کړي.
د څلور اړخیزو مذاکراتو چوکاټ هم د ولسمشر غني د هڅو، غوښتنې او پلان په اساس رامنځته شو. د دغه چوکاټ ګټه په دې کې وه چې د لومړي ځل لپاره یې رسماً په پاکستان دا ومنله چې طالبان په پاکستان کې دي، له هغه ځایه تمویلېږي، هلته روزنځایونه لري او د پاکستان تر نفوذ او اغېز لاندې فعالیت کوي.
د همدې لپاره ولسمشر غني پاکستان ته د خپل لومړي رسمي سفر پرمهال پاکستان ته په زغرده وویل چې د افغانستان پر ضد خپل نا اعلان شوی جنګ ودروئ. ولسمشر هغوی ته څرګنده کړه، چې افغان حکومت به په لومړي ګام کې له پاکستان او بیا له طالبانو او وسله والو مخالفاتو سره سوله کوي.
له هغه وروسته ولسمشر غني د سیمې او نړۍ هېوادونه په دې قانع کړل چې پاکستان له افغانستان سره په نااعلان شوي جنګ اخته دی، طالبان او ترهګر روزي او د ورانکاریو لپاره یې افغانستان ته استوي. د سیمې او نړۍ هېوادونو د جمهور رئیس غني د دغه برحقه دریځ ملاتړ وکړ او کرار کرار پاکستان انزوا ته لاړ.
مګر د دې برعکس افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د محراق مرکز وګرځېد، ځکه ولسمشر غني په قوي منطق، عقلانیت او استدلال نړۍ قانع کړه او له همدې امله یې د هغه له برحقه دریځ څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. نړیوالو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه ډېره کړه او همدارنګه له افغانستان سره نظامي همکارۍ هم زیاتې شوې او ډېرو هېوادونو په دې برخه کې تړونونه لاسلیک کړل.
د سولې د څلور اړخیزو مذاکراتو د جوړښت او چوکاټ ګټه دا هم وه چې نړیوالو څارونکو امریکا او چین په ډاګه ولیدل چې پاکستان د طالبانو او ترهګرو لپاره لابي کوله، د هغوی له دریځه غږېدل، د هغوی دفاع یې کوله چې دا په خپله د ترهګري پالنه او روزنه ده، مګر کله چې د عمل وخت راغی، پاکستان پر شا شو او هغوی خپل عذر وړاندې کړ چې موږ طالبانو مذاکراتو ته نشو حاضرولی.
طالبان که مذاکراتو ته تیار هم وي، نو پاکستان ورته اجازنه نه ورکوي، ځکه پاکستان هغوی د مذاکراتو نه، بلکې د جګړې او په افغانستان کې د ورانکارۍ لپاره روزلي دي، مګر ولسمشر غني به په ټول قوت سره پاکستان دېته اړ کړي چې یا د طالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي او یا هم له افغانستان سره جګړې ته تیار شي، مګر پاکستان دې یوه انتخاب ته هم په اسانه نه دی تیار .
مګر ولسمشر غني چې په هر قېمت وي، په افغانستان کې روانې تحمیلي او نیابتي جګړې ته د پای ټکی ږدي او غواړي چې د افغانانو اساسي غوښتنه چې د سولې او امنیت تامین دی پرځای کړي.