د سولې او جګړې انتخاب

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بشیر یوسفزوی

جمهور رئیس غني د خپلې واکمنۍ له پیله وسله والو مخالفانو ته دوه انتخابه وړاندې کړل. یو د سولې او بل د جګړې. ولسمشر غني وویل، سوله زموږ د ولس اساسي غوښتنه ده او حکومت کوښښ کوي چې د خپلو خلکو دغه غوښتنه پرځای کړي، خو که چېرې مخالفان له سولې په شا شي، نو دویم انتخاب مو جنګ دی.


په پلازمېنه کابل کې د افغانستان نظامي اکاډمي د اتمې دورې د ځوانو افسرانو د فراعت په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال  جمهور رئیس وویل، سوله پالو او سوله غوښتونکو ته مو د ورورۍ او مینې غېږې پرانیستې دي، خو د جنګ غوښتونکي او پلویان به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او قوت له برکته له دې پاکې خاورې نابود کړو.
ولسمشر په لومړي ګام کې دطالبانو په ګډون د حکومت ټول افغان وسله وال مخالفین سولې ته هڅوي او هغوی ته بلنه ورکوي چې د سولې لاره اختیار کړي، ځکه سوله هم د مخالفینو په خیر ده، هم د حکومت او هم د افغانستان په خیر ده. په سوله کې د ټولو خیر، سوکالي او نېکمرغي نغښتې ده، خو ستونزه په دې کې ده چې وسله وال مخالفان د ځان په ګډون د هیچا خیر هم نه غواړي، ځکه هغوی په افراطیت، تشدد، وژنو او دربدریو باور لري او د خپلو بادرانو له لوري همدغو بدرنګه کړنو ته هڅول کېږي. هغوی په حقیقت کې د ټول بشریت دښمنانان دي.
د ولسمشر دویم پیغام او دویم انتخاب د حکومت وسله والو مخالفانو ته د جنګ اعلان دی او هغوی ته وایي چې که سوله نه غواړئ، نو بیا جګړې ته راوړاندې شئ، ځکه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرتېري ستاسو د نابودۍ جګړې ته ملاتړلي ولاړ  دي.  دوی د دې هېواد او خپلو خلکو د دفاع او ساتنې لپاره ملاتړلې او هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي ګټو، ملي ارزښتونو او زموږ د وطنوالو پر خلاف عمل وکړي.
ولسمشر غني ولې د سولې او جګړې دوه جلا انتخابه وړاندې کړل؟ ځکه هغه پوهېده چې طالبان او وسله وال مخالفین په خپل واک کې نه دي، هغوی د پاکستان تر اغېز او نفوذ لاندې دي او پاکستان یې هیڅ وخت او په هیڅ قېمت هم د سولې لپاره نه پرېږدي،
اوس نو باید طالبان په ډاګه اعلان وکړي چې سوله دوی هم غواړي، خو پاکستان یې نه ورته پرېږدي یا د سولې واک او اختیار نه ورکول کېږي. یا دې په ډاګه ووایي چې سوله نه غواړي او جګړه کوي.
که چېرې ولسمشر له پیله یوازې د سولې انتخاب وړاندې کړی وای، نو بیا به ټولو ډلو ویل چې ولسمشر یا له مجبوریته د سولې نارې وهي. یا له سره د سولې اراده نه لري او د پخوانیو چارواکو په څېر یوازې شعار ورکوي، مګر داسې نه وو، ولسمشر سولې ته ژمن وو او ژمن دی، مګر باعزته سولې ته، داسې سولې ته چې زموږ د خلکو ازادۍ، حقونه ، سرښندنې او لاسته راوړنې په کې محدودې او کم رنګه نشي.