بې قیده او شرطه سوله

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی
که ولسمشر غني سولې ته ژمن نه وای او د تېرو مشرانو او حکومتونو په څېر یې یوازې د نړیوالو او خپلو خلکو د تېر اېستلو لپاره د سولې شعار ورکولی، نو د سولې لپاره به یې قیدونه او شرطونه وړاندې کړي وای، ترڅو وسله والو مخالفانو ته له سولې څخه د په شا تګ لپاره پلمه په لاس ورغلې

وای، مګر جمهور رئیس واقعاً د سولې لپاره ملي او سیاسي اراده لري او دغه اراده د دوی له هڅو، څرګندونو او ویناو څخه له ورایه څرګندېږي، ځکه دوی له همغه لومړي سره د سولې لپاره هیڅ ډول قید او شرط وړاندې نه کړ.
حتی ولسمشر د سولې په برخه کې دومره صادق وو، چې هغه د سولې د مذاکراتو لپاره پر واحد چوکاټ او مېتود هم ټینګار ونه کړ، نوموړي څو ځله په خپلو ویناو کې تکرار کړې ده چې له بېلابېلو وسله والو مخالفو ډلو سره به په بېلابېلو طریقو د سولې خبرې او مذاکرات وکړي چې دا په حقیقت کې سولې ته د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس زیات تمایل او په دې برخه کې نهایت نرمښت ښیي.
جمهور رئیس غني د سولې لپاره شرایط نه ږدي، خو د سولې د مذاکراتو لپاره پر اصولو ټینګار کوي. اصول یې دادي چې سوله به باعزته وي، سوله به پایداره وي، سوله به قانوني وي، سوله به معامله نه وي، سوله به امتیاز طلبي نه وي او سوله به تسلیمېدل هم نه وي.
جمهور رئیس غني سوله مجبوریت نه، بلکې ضرورت بولي، ځکه د تېرو څلوېښتو کالو اوږدو جګړو، ناامنیو او ناکراریو له امله ولس نور تر پوزې راغلی، هغوی غواړي چې نور ارام او سوله ییز ژوند وکړي.
ولسمشر که سوله مجبوریت بللی، نو بیا به یې د جګړې یادونه نه ورسره کولی. هغه وایي سوله زموږ د خلکو اساسي اړتیا او غوښتنه ده، نو له همدې امله وسله والو مخالفانو ته وایي چې سولې ته حاضر شي.
د سولې په برخه کې د ولسمشر دریځ په دې هم د ستاینې وړ دی چې هغه په بین الافغاني سوله ټینګار کوي. کوښښ یې دادی چې د سولې نوښت او ابتکار باید په خپله د افغانانو په لاس کې وي او د افغانستان دننه باید په عزت او شرافت دغه مذاکرات ترسره او یوې مثبت نتیجې ته ورسېږي. د همدې لپاره ولسمشر غني بار بار د افغانستان په قومي مشرانو، بانفوذه شخصیتونو، دیني علماو، مخورو ، مدني فعالانو او بېلابېلو اقشارو غږ کړی چې د سولې د ټینګښت په برخه کې دې خپلې هڅې، امکانات او تجربې نه درېغوي.
د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر ښاغلي غني دغه برحقه دریځ چې څومره پاکستان منزوي او وسله وال مخالفان بې ارادې کړي، نو همدومره یې برعکس د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته زیات قوت، روحیه او مورال ورکړی دی او د همدې پیاوړې روحیې له برکته زموږ ملي امنیتي ځواکونه د دښمن پر وړاندې مبارزه کوي.
نن زموږ ټول ولس د خپلو اتلو او مېړنیو ځواکونو ملاتړ کوي، ځکه هغوی د خپل سر او ژوند په بیه په پوره مېړانه او زړورتیا د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې جنګېږي.