عبداللطیف کاکړ
د سالنګ له مسیر څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد موضوع هغه مهال جنجالي او ناندریزه شوه، چې د کریم خلیلي، سرور دانش، محمد محقق په ګډون ټولو هزاره ګانو له کوم منطق او استدلال پرته په اعتراضونو لاس پورې کړ او د دوی غوښتنه دا وه چې دغه برېښنا دې د سالنګ پرځای د بامیانو له لارې تېره شي.
جمهور رئیس او د ملي وحدت حکومت مشرتابه په تېرو دوه اونیو کې څو ځله هغوی ته بلنه ورکړه، چې د خبرو، مشورو او مذاکراتو له لارې دغې ستونزې ته مناسبه حل لاره ولټوي، مګر هغوی نه خبرو ته حاضر شول او نه یې هم مذاکرات ومنل، دلیل یې دا وو چې دوی د خپلې ادعا لپاره هیڅ منطق او عقلانیت نه درلود.
د دې تر څنګ داشک هم بې ځایه نه ده چې د برېښنا مسیر د دوی لپاره مازې یوه پلمه ده، بلکې دوی د بهرنیو استخباراتو او د افغانستان د دښمنانو له لارې دې ته هڅول شوي دي چې حکومت ته څنګه سرخوږی او مزاحمت پیدا کړي او د دغې ملي پروژې د تطبیق پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، تر څو د یادې پروژې مالي تمویلونکي پښېمانه او د هغې د تطبیق مخه ونیسي.
جمهور رئیس غني پرون د برېښنا د مسیر او د یادې پروژې د ټولو اسنادو د څېړنې په موخه په زیربنایي چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي په مشري یو ګډ پلاوی وټاکه او یاد پلاوي ته یې د اړوندو اسنادو د څېړنې بشپړ صلاحیت ورکړ. یاد پلاوی باید په لسو ورځو کې خپل کار بشپړ کړي او د خپل کار د پایلو او پرېکړو راپور ترتیب او جمهوري ریاست ته وړاندې کړي.
مګر اندېښنه داده چې ګوندې معترضین د یاد کمیسیون پرېکړې ونه مني، نو د همدې لپاره عام هېوادوال پوښتي چې که چېرې معترضین د یاد کمیسیون پرېکړه ونه مني، نو بیا به د حکومت دریځ څه وي؟
د همدې لپاره حکومت ته ښایي چې یا سر له اوسه د معترضینو له باصلاحیته استازو څخه مخکې له مخکې لیکلې ژمنه واخلي چې د یاد کمیسیون پرېکړې ته به درناوی کوي او یا دې حکومت دا ځل له هر ډول مصلحت پرته د کمیسیون د پرېکړې د تطبیق لپاره جدي اقدام وکړي، ځکه د ملي پروژو پر وړاندې دغه ډول غیر عقلاني تقابل د یادو پروژو د رکود لامل کېدلی شي.
جمهور رئیس غني پرون په سلام خانه ماڼۍ کې د ملي شورا استازو ګډې مشورتي ناستې ته د وینا پرمهال یادو استازو ته وویل، د دې پروژې ټول اسناد سبا ملي شورا ته سپارل کېږي. تاسو چې د څارنې صلاحیت لرئ، ټول اسناد وګورئ، ترڅو ګام پر ګام واضح شي چې چا، څه وخت او د کومو دلایلو په اساس کومه پرېکړه کړې ده.
د افغانستان ملي شورا (ولسي جرګه او مشرانو جرګه) د برېښنا د لېږد د مسیر په برخه کې واحد او ملي دریځ لري، دوی تینګار کوي چې حکومت دې برېښنا پر ټاکلي مسیر ولېږدوي او همدارنګه دې بامیان ولایت ته هم د اړتیا وړ برېښنا ورکړي.