بشیر یوسفزوی
ولسمشر غني د افغانستان په یوه معتبره کورنۍ کې زېږېدلی او را لوی شوی، د نړۍ ګڼ هېوادونه یې لیدلي، په داخل او بهر کې یې زرګونه شاګردان روزلي، د نړۍ په مهمو پوهنتونونو کې یې تدریس کړی، د نړۍ په مهمو نړیوالو ادارو کې یې دندې ترسره کړي او د نړۍ له وتلیو او لویو شخصیتونو سره اړیکې، ملګرتیا او پېژندګلوي لري، مګر د دې ټولو باوجود د ملنګۍ خوی او دروند کلیوالي چلند لري.
د همدغه ملنګۍ خوی او دروند چلند له برکته په رسمي او نارسمي غونډو کې تل ځانته د ولس د خادم خطاب کوي او هغوی ته وایي چې ستاسو د رایو او ارادې په اساس دغه د خدمت ستر امانت او مسوولیت ماته را سپارل شوی دی.
جمهور رئیس غني د کب په لومړۍ نېټه په سلام خانه ماڼۍ کې د کرنې وزارت د جوړې شوې غونډې پرمهال د غونډې ګډونوالو ته وویل، کرنې او مالدارۍ وزارت د بزګرو خادم دی بادار نه دی. د باداري اصل له منځه تللی او مردود دی، ماته قطعاً د منلو وړ نه دی، کرنې وزارت باید د اسانتیاو برابرونکی او د خدماتو وړاندې کوونکی وي. هغه زیاته کړه، زه مو لومړی خادم یم او کرنې وزارت مو دویم خادم دی.
ولسمشر وایي حکومت او چارواکي باید د بادارۍ پر ځای د خدمتګارۍ روحیه په ځان کې ورزوي، ځکه بادار ولس دی او موږ خادمان یوو. زموږ اصلي مسوولیت دادی چې د ولس د هوساینې، سوکالۍ او ارامتیا په خاطر د قانون په چوکاټ کې راسپارل شوې دندې او مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړو، د ولس ارادې ته درناوی ولرو او سپارښتنې یې عملي کړو.
د خدمتګاري په روحیه د حکومت او چارواکود چلېدلو ګټه داده چې یو عام ولس خپلو مسوولینو ته لاسرسی پیدا کوي. کله چې لاسرسی پیدا شي، نو ستونزې او د حکومت او ولس تر منځ پیدا شوي واټنونه ختمېږي. کله چې حکومتي مقام او چارواکی د خدمتګار په توګه ولس ته مخاطب وي، نو ولس ورسره د ترسره شویو او ناترسره شویو چارو په اړه حساب او کتاب کولی شي. له چارواکو سره د حساب کولو له برکته فساد په خپله کمېږي او ورکېږي، ځکه ځای یې شفافیت نیسي. له همدې امله ولسمشر غني کوښښ کوي چې د حکومت رول له باداري څخه خدمتګاري او خدمتګذاري ته بدل کړي. په مراتبو یې په خپلو ویناو او څرګندونو کې ویلي دي، چې حکومتي چارواکي باید تر نورو ځانونه لوړ ونه بولي او نه هم ځانته د خلکو د بادارۍ خطاب وکړي.
جمهور رئیس غني د چارواکو د بادارۍ د طلسم ماتول له خپله ځانه پیل کړل هغه تل ولسي مشرانو او خلکو ته وایي چې ارګ ستاسو خپل کور دی، کور مو ودان چې د موقت وخت لپاره مو دا امانت ماته سپارلی دی. هغه غواړي چې په دې ډول په خلکو کې پر ځان د بسیاینې روحیه وروزي او هغوی ته عملاً دا ور وښیي چې زه ستاسو بادار نه، بلکې ستاسو خدمتګار یم. د ولسمشر دغه خوی او چلند واقعاً د ستاینې وړ ده.