روښان ښاد
جمهور رئیس غني د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ځانګړې پاملرنه وکړه او هغوی واقعاً هم د پاملرنې وړ دي، ځکه دوی د هېواد او ولس د دفاع په لاره کې خپل ځانونه قرباني کوي او تر وروستۍ سلګۍ پورې د دښمن په مېړانه په ټول قوت مبارزه کوي او په زړورتیا جنګېږي.
ولسمشر غني د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونوبشپړ ملاتړ کوي او هر ډول امکانات او اسانتیاوې ورته برابروي.
جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وضعیت او حالت د پوښتلو او معلومولو په موخه اساسي څېړنې پیل کړې، په همدې موخه بېلابېلو ولایتونو او قول اردوګانو ته لاړ. د امنیتي او دفاعي ځواکونو له مسوولینو سره یې د کتنو پرمهال د ځواکونود لا پیاوړتیا په موخه په مناسبو او ګټورو لارو بحث وکړ.
ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو سره په تماس کې شو. هغوی یې له نږدې وکتل او د خپلو شته ستونزو په اړه یې وپوښتل. نوموړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته ډاډ ورکړ او ورته یې وویل، چې خپله هره ستونزه په پوره ازادۍ د وسله وال پوځ د اعلی قوماندان په توګه له ماسره شریکه کړئ.
کندز ته د سفر پرمهال جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د منسوبینو سره غېږ په غېږ روغبر کاوه، هر یو یې په غېږ کې نیوه او ښکلاوه یې، د یو سرتېري نوبت چې راغی، نو یو څه پښه نیولی شو، ولسمشر ته یې کړه، زما جامې په دوړو دي، زه به لاس درکړم، ولسمشر غېږې ته نږدې کړ، ویل دا د ویاړ دوړې دي، دا د هېواد خپلواکۍ او دفاع د سنګر دوړې دي، دا یې وویل او بیا یې یاد سرتېری تر ډېره په خپله غېږه کې کلک نیولی وو.
جمهور رئیس غني د امنیتي سکتور وزارتونو مسوولین د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هر ډول فساد مخنیوي ته وهڅول. د ملي تدارکاتو کمیسیون په اونیزو غونډو کې یې د فساد د مخنیوي په موخه د نورو وزارتونو او ادارو تر څنګ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ټول قراردادونه له سره وڅېړل او وارزول.
جمهور رئیس د امنیتي سکتور مسوولینو ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د خوړو او درملو په کیفیت ټينګار وکړ او د ملي تدارکاتو کمیسیون په ناستو کې یې په دې هکله د بحث پرمهال په دې برخه کې پام وړ بدلونونه راوړل، چې له امله یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو اعاشه، البسه او درمل د کمیت او کیفیت له پلوه ښه شول. دا به د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د هېواد جمهور رئیس دې خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دومره ډېره پاملرنه وکړي.
جمهور رئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو د روغتیایي حالت د پوښتلو او د دوی د سمې او پروخت درملنې په موخه روغتونونو ته لاړ. د هېواد دغه اتل بچیان او ټپي اتلان یې په غېږ کې ونیول، سینې ته یې نږدې کړل، د هغوی په سر یې لاس راکش کړ او مسوولینو ته یې د دوی د سمې درملنې د لارښوونې ترڅنګ ټپیانو اتلانو ته د ښې او سملاسي روغتیا دعا هم وکړه.
جمهور رئیس د خپلې واکمنۍ په تېر یو نیم کال کې په هر مناسبت د خپلو ویناو او څرګندونو پرمهال بیا بیا د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، مېړانې او سرښندنو یادونه او ستاینه وکړه، دیني علما، متنفذین، مشران او ټول هېوادوال یې د خپلو مېړنو ځواکونو بشپړ ملاتړ ته وهڅول.