چا چې قوم هېر کړ، ځان یې هېر کړ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکنه امین پاچا
مخکې تر دې چې خپلې اصلي موضوع ته راشم، غواړم د بیان د ازادۍ په اړه څو ټکو ته اشاره وکړم:
د بیان ازادي د قوانینو په چوکاټ کې حدود لري. د بیان په ازادۍ کې هر څوک کولی شي د یو چا په ناوړه کړنو نیوکې او د حل په موخه یې وړاندیزونه وړاندې کړي، مثبت او منفي اړخونه یې وارزوي او د قلم او نورو وسیلو څخه په استفادې له ولس سره شریک

کړي. حدود دا دي چې د ازادۍ په بیان کې باید خپل فرهنګ، کلتور، مذهب، ژبه، دود او دستور په پام کې ونیول شي، د بیان ازادي هېچاته دا حق نه ورکوي چې په منفي خبرو مقابل لوري ته سپکاوی وکړي.
راځم دې ده چې ولې تېره ورځ په لندن کې د لوړپوړو بهرنیو ډپلوماټانو او رسنیو په مخ کې ولسمشر ته سپکاوی وشو؟
په پښتو کې یو متل دی (چا چې قوم هېر کړ، ځان یې هېر کړ) ولسمشر غني سره له دې چې قوم ته یې شا کړې ده، لا هم خپل قوم ځپي، جګړه یې په خپل قوم تپلې ده، قرباني یوازې او یوازې یو مشخص قوم ورکوي، د جګړې په دواړو لوریو کې مالي او مادي ننګونې او ناخوالې یوازې یوه قوم ته متوجه دي. که موږ ټاکنیزو منډو ترړو ته ځیر شو، ولسمشر غني یوازې د خپل قوم ملاتړ تر ارګه ورساوه. د ځان، مال، سر، ننګ، ناموس، غیرت او عزت په بدل کې یې د ولسمشر غني ملاتړ وکړ. د خلکو ګوټې پرې شوې، ښځې په روغتونونو کې په اولادنو ناروغې وې، د ماشوم له پیدا کېدو یو ساعت وړاندې را ووتې او ده ته یې رایه ورکړه.
د هېواد په کچه مشهورو څېرو له خپل موقف څخه تېر شول او د ده ملاتړ یې وکړ، ټول هغه امکانات چې د دوی په لاس کې وو، له ده څخه یې ونه سپمول. خلک سپک شول، بې پته شول، خو د ده له ملاتړ څخه یې لاس وانه خیست. ټولو مدني ټولنو، ځوانانو، قومونو، پخوانیو سیاسیونو، سپین ږیرو، وړو او زړو د ده د بریا چیغې وهلې؛ ګوتې یې پرې شوې، سرونه یې پرې شول، کورنه یې وسوزېدل، ځاني او مالي زیانونه یې وزغمل، خو د ده له ملاتړه یې لاس وانه خیست.
کله چې واک ته ورسېد، د واک دومره وږی و، چې دې ټولو قربانیو ته یې شا کړه. مخکې له دې چې حکومت رامنځته شي، د ولس په رایو یې معامله وکړه، یو غیر قانوني او د پردیو په لاس جوړ شوی حکومت یې پر ولس وتاپه. هغه قربانۍ چې ولس ورکړې وې، هغه ټولې هېرې شوې؛ د ولس د ګوتو درناوی ونه شو، د ولس د سرونو درناوی ونه شو، د ولس د مادي او منعوي ښېګڼو درناوی تر پښو لاندې شو او د ولس ننګ، ناموس پت په پام کې ونه نیول شو.
کومې ژمنې یې چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال له ولس سره کړې وې، هغه هم ټولې هېرې شوې، تر دې دمه یوه هم نه ده پلې شوې. په کابینه کې یې د اړیکو پر بنسټ داسې نا اهله کسان وګومارل چې ساری یې په تېرو دیارلسو کلونو کې نه و لیدل شوی. پخوا که په خلکو دوه سری حکومت تپل شوی و، خو دا ځل پرې اووه سری حکومت وتپل شو؛ دې اووه سري حکومت چې اووه کسه پکې بر حال واکمن وو، هر یوه هڅه کوله چې په کابینه کې خپل بېسواده ملاتړي ځای پر ځای کړي او ولسمشر له ډاره نه شوای کولی خپل ملاتړي، هغه ملاتړي چې سر و مال یې ترې ځار کړ، په کابینه کې ځای پر ځای کړي.
 حکومت د داسې کسانو تر منځ ووېشل شو چې ډېری شمېر یې پردیپال او افغان ضد څېرې وې؛ دوستم چې تر ټولو لوی قاتل و، نن د ده په حکومت کې دویم  کس دی، ډاکټر عبدالله چې تر پرونه یې د وحشت جامې په تن وې، د ده د حکومت لوی شریک شو، محقق چې تر پرونه یې د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهل نن د حکومت لوی ټېکدار دی. غلو او چورواکو ته لقبونه ورکړل شول.
 کله چې افغان ولس د افغانیت او اسلامیت په پار را پورته شو، خپل حق یې غوښتو، نو د ارګ له لوري پرې دزونه وشول، اوبه ور وشیندل شوې، بې ابرو شول او ... خو کله چې د شپږو کسو مړیو ملاتړي د ارګ په دېوال ور وختل، د چارو د ادارې ښیښې یې ماتې کړې، هېڅ عکس العمل ونه ښودل شو؛ فورا جلسه ورته ونیول شوه او په جلسه کې هم د همدغه ډلې له لوري وښکنځل شو.
خلاصه ولسمشر تر دې دمه خپل قوم تر ډېره حده ځپلی دی، د دې پر ځای چې خپل قوم ته مخه کړي، نور یې په غېږ کې نیولي او له هغوی د ملاتړ تمه کوي. که دوی واقعا ستا ملاتړ کولی او ستا هغه کړنه چې د دوی ستر قاتل ته دې د ملي یووالي د شهید لقب ورکړ په پام کې درلودی، نو نن به یې د پردیو په مخ کې ستا پړ وړاندې داسې عکس العمل نه ښودلی، تاته به یې غل او مفسد نه ویلی.
 زه دا نه وایم چې ولې هغوی ته زیات او موږ ته کم راکول کیږي، هغوی هم افغانان دي، هغوی هم زموږ ورونه دي، دا چې د هغوی مشرانو څه کړي؛ (تېر په هېر) خو زه دا ژاړم چې سره له دې چې زما حق خوړل کېږي، ځپل کېږم هم زه، وژل کېږم هم زه، تروریست هم زه یم، ورانوونکی هم زه یم، قرباني هم زه ورکوم او له حقوقو دې هم زه محروم شم؟!
د ټوټاپ پروژه هېڅ قومي اړخ نه لري، ځکه معقول دلایل ورته شته او د همدې دلایلو په اساس به یاده پروژه پلې کیږي. که دا پروژه له بامیانو هم تېره شي د هېواد په ګټه ده او که د سالنګ له لارې هم تېره شي د هېواد په ګټه ده، خو ستونزه دا ده چې د بامیانو له لارې به یاده پروژه پوره څلور کاله وخت نیسي او د سالنګ له لارې تقریبا په یوه کال کې بشپړېدلی شي. د بامیانو له لارې به ۱۱۰ میلیونه ډالره اضافي لګښت راځي، چې دا پیسې کېدای شي سره له بامیانو یو بل لوی ولایت ته هم برېښنا ورکړي.
دا چې ولسمشر د یادې پروژې د مسیر په بدلون د یوه قوم له لوري وښکنځل شو،  دا بېلابېل اړخونه لري، چې دوه یې تر ټولو لوی او مهم علتونه دي او غواړم د دغه دوو علتونو یادونه وکړم:
لومړی: ولسمشر غني د هېواد د ډېریو وکړو ملاتړ له لاسه ورکړی او دی فکر کوي چې که زه دا کار وکړم، نو د هېوادوالو ملاتړ به یو ځل بیا په لاس راوړم، چې دا د ه لپاره لویه تېروتنه ده. دی او د ده کړنې ولس ته په ډېره کمه موده کې په ډاګه شوې، ولس نور د ده په تشو ژمنو باور نه کوي، ولس نور د ده چیغو ته چکچکې نه وهي، کوم څه چې ده له ولس سره کړي، هغه هېڅکله د هېرېدو نه دي.
دویم علت: په لندن کې د ولسمشر غني سپکاوی کېدای شي، د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو کار وي؛ ځکه د سیمې هېوادونو او نړیوالو دا په ډاګه کړې چې دوی په افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتوب په پار له هر څه تېر دي او دوی غواړي د پخوا په څېر، یو ځل بیا افغان قومونه په کورنۍ جګړه کې ښکېل کړي.
حل لار: ولسمشر ته په کار ده چې له ارګه کرایي لیکوالان وشړي، زه باور لرم چې د ولسمشر او ولس تر منځ واټن یوازې همدغه کرایي لیکوالانو رامنځته کړی. دغه کرایي لیکوالان د هېواد د نامتو څېرو سپکاوی کوي، هره ورځ د دوی له خوا تر سلو زیاتې فېسبوکي پاڼې سپانسر کېږي او په دې پاڼو کې یوازې پښتانه مشران ځپل کېږي. ښه بېلګه یې پخوانی ولسمشر حامد کرزی دی، د ارګ کرایي لیکوالانو د کرزي ټولو کړنو ته شا کړه او په هغه پسې یې بېځایه او بې ثبوته تبلیغات پیل کړل، چې دا کار د کرزي د ملاتړو له کلک غبرګون سره مخ شو او همدا علت و چې د ارګ او ولس تر منځ واټن ورځ تر بلې په زیاتېدو شو.
بله مهمه مسئله په چارو کې د نا اهله کسانو ګومارنه ده. دا کسان نه یوازې چې سواد نه لري بلکې د ولس تر منځ تر ډېره بریده منفور دي.
درېیمه مسئله په حکومت کې د قومونو او ولایاتو نه توازن (نه برابري) ده. ولسمشر ته په کار ده چې د قومونو او ولایاتو تر منځ توازن مراعات کړي، هر قوم او ولایت ته د خپل نفوس په اندازه ونډه ورکړي. که موږ اوسنۍ کابینې ته ځیر شو، تر ډېره بریده د ځینو ولایاتو حقونه خوړل شوي.
څلورمه مسئله دا ده چې ولسمشر باید د پخوانیو مخکښو چارواکو له تجربو کار واخلي، هغوی ته په حکومت کې ونډه ورکړي، که ونډه هم نه شي ورکولی، نو اړینه ده چې د هغوی له تجربو ګټه پورته کړي.
که ولسمشر او ټیم یې دا کار ونه کړي، زه باور لرم چې ورته نورې پېښې به هم دوام کوي، اوس خو په لندن کې سپکاوی ورته شو، بل ځل په واشینګټن کې ورته کیږي. په نورو تکیه کول، د خت ضایعه کول دي، په پښتو کې متل دی وایي (خپل به دې د ځان کړي پردی به دې.... کړي). ولسمشر کولی شي یو ځل بیا د ولس ملاتړ تر لاسه کړي، که چېرې دا کارونه وکړي چې تر ټولو مهم یې د خپل ولس زړه په لاس راوړل دي او که غواړي چې حکومت یې یوازې په فېسبوک وچلېږي، نو بیا یې دې چلوي.
اوس هم د خلکو تر منځ د فېسبوک په حکومت مشهور دی چې دا خپله لوی شرم دی!!
 
په پوره درنښت!