لیکنه: امین پاچا
افغانستان، هغه هېواد چې له کلونو راهیسې په کې جګړه ګرمه ساتل شوې او لا هم افغان وژنه دوام لري. دا جګړه او بدمرغي خپله افغانانو نه دي راوړي، دا د پردیو او غیر افغاني کړیو کار دی چې افغان ولس یې په یوه نا پېژندل شوې جګړه کې ښکېل کړی دی.
جګړه دلته ده، خو ریښې یې په بهر کې دي، قرباني افغان ولس ورکوي، ګټې د نورو خوندي دي، بمبار د افغان ولس پر کور کېږي طرحې یې په بهر کې جوړېږي.
افغان ولس نور له جګړې سخت ستړی دی، د دې خاورې د هر وګړي پر ژبه همدا یوه کلمه (سوله) څرخي. دوی پوهېږي چې قرباني ورکوي خو ګټې یې نور وړي، خو د دغه هېواد رهبرانو نه یوازې په ملي مسئلو، بلکې د سولې پر سر چې د عام ولس غوښتنه ده هم معامله کړې. دلته داسې رهبران حاکم شوي چې تر ملي ګټو شخصي او پردیو ګټو لومړیتوب ورکوي. دلته د پردیو لاس تر دې کچې اوږد شوی چې د نظام له جوړولو را نیولې تر افغان وژنې پورې حاکمیت لري. پردیو استخباراتي کړیو د واک پر ګدۍ داسې نا اهله او افغان ضد چارواکي ګومارلي چې یوازې د هغوی ګټو ته ژمن دي او د هغوی ګټو ته کار کوي.
په دې وروستیو افغان ولسمشر د حزب اسلامي له مشر انجینر ګلبدین حکمتیار څخه رسماً د سولې په خبرو کې د ګډون غوښتنه وکړه. حکمتیار د ولسمشر وړاندیز ومانه او خپل رسمي پلاوی یې د سولې د خبرو اترو په پار کابل ته را واستاوه، خبرې پیل شوې، د سولې له شورا سره څو ځلې ناستې وشوې، د هېواد په کچه له مطرحو ملي، قومي او پیاوړو سیاسیونو سره لیده کاته وشول، تر ډېره بریده پرمختګ وشو، ولس هم خورا هیلې درلودې، په نن او سبا کې یوې پایلې ته د رسېدو په تمه وو، خو په ارګ کې له افغان ولسمشر سره وروستۍ ناستې د ولس دا ټولې هیلې له خاورو سره خاورې کړې.
ویل کېږي چې له ولسمشر سره ناسته تر ډېره بریده بې خونده وه، هغه څه چې ولسمشر باید کړي وای نه دي شوي. کله چې د حزب اسلامي پلاوی ارګ ته تللی د دې پر ځای چې د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشي، د سولې پر شرطونو او نورو مسایلو خبرې وشي، یوازې هرکلی ورته ویل شوی، د هرکلي تر څنګ په بیا بیا لیدو ټینګار شوی. د ولسمشر دا ډول څرګندونې ولې او د څه لپاره؟
د ولسمشر دا ډول څرګندونې دا ښيي چې ګواکې تر کاسې لاندې نیم کاسه شته؛ ښايي د ځینو کړیو له خوا نه پرېښودل کېږي چې له حکمتیار سره یوې پایلې ته ورسېږي. د ملي یووالي حکومت د پردیو په اشاره د دوو ټیمونو تر منځ د یوه هوکړه لیک پر بنسټ رامنځته شوی او له جوړښت سره یې سم د هېواد ټولې چارې ټکنۍ شوې دي. واک یوازې د دوو ټیمونو تر منځ وېشل شوی او دا دوه ټیمونه کولی شي په حکومت کې ګومارنې وکړي چې ډېری وخت په ځینو ټاکنو کې، د دوی تر منځ خپلمنځي اختلافات هم رامنځته شوي.
اوس د سولې په خبرو کې هم د دوی تر منځ اختلافات دي، هغه دا چې یوه ډله غواړي سوله وکړي او بله ډله د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره نه غواړي له مخالفو ډلو سره سولې ته ورسېږي. اجرایوي رییس او ټیم یې په دې فکر کې دي چې که له مخالفو ډلو سره سوله وشي، نو دوی به ډېر څه له لاسه ورکړي. جګړه خو هسې هم په یوه قوم تپل شوې، په دواړو خواوو کې یو مشخص قوم قرباني ورکوي، نو طبيعي خبره ده چې د دوی مالي او ځانې ګټې تر ډېره بریده خوندي دي.
اجرایوي رییس او ډله یې هغه څېرې دي چې ولس پخوا پېژندلې دي، دوی د جهاد تر نامه لاندې ټول وطن لوټ کړ، قرباني یوازې بې وزلي ولس ورکړه، امتیاز دوی واخیست. اوس اجرایوي رییس ځکه د سولې د خبرو مخالفت کوي چې که سوله وشي، نو د دوی ټول هغه رازونه چې د وطن په ورانولو کې یې لاس درلود، افشاء کېږي؛ دوی فکر کوي که چېرې ګلبدین حکمتیار له تور لېسته ووځي او هېواد ته را ستون شي، نو د جهاد او مقاومت هغه ټولې کړنې به چې له امله یې وطن وران شو، ولس ته په ډاګه کړي.
د جګړې د اعلان په اړه ولې د ولسمشر او اجرایه رییس دریځ د یوې ډلې له لوري وستایل شو؟ ملي شورا ته د ولسمشر وینا یوازې د یوې ډلې درد دوا کولی شي، په ارګ کې د اجرایه رییس وینا یوازې د ده د ټیم درد دوا کولی شي؛ څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه، دلته جګړه یوازې په یوه قوم تپل شوې او دا قوم په دواړو لورو کې قرباني ورکوي.
کله چې د بلخ والي د ولسمشر د وینا هرکلی کوي، دا په دې معنا نه ده چې ګواکې له دوی سره د وطن غم دی، دا په دې معنا ده چې جګړه توده وساتل شي او د جګړې په دوام کې د دوی خورا زیاتې ګټې دي. دا خو ښکاره خبره ده چې پښتنو ته د خپل نفوس په کچه په حکومت کې ونډه نه ده ورکړل شوې، ځکه نه ده ورکړل شوې چې پښتون په جګړه کې ښکېل دی.