ويلې زه د مثبت بدلون پلوې يم او غواړم د زړه له کومه خپلې ټولنې ته کار وکړم. زما سره ډېر زيات نظرونه دي او زه تر ډېره د خپلو هيوادوالو له ستونزو خبره يم او پدغه برخه کې ډېر مالومات لرم. زه پوهيږم چې کله دوه کلتوره
سره مخامخ (ټکر) شي کومې ستونزې رامنځ ته کيږي. ما پدې اړه کې ډيره مطالعه کړې او کاري تجربه لرم. زه د خپلو ورونو سره يو ځای لويه شوې يم، لوبې مې کړي او کورنۍ مې د لوڼو او زامنو تر منځ هیڅ کله توپیر نه کاوه. همدې فرست ماته دا زړورتيا راکړې چې زه د نارينو په مخکې په زړورتيا غږيدلای شم. غواړم ځوانان چې د ټولنې راتلونکی تشکيلوي ورته داسې خدمت وکړم چې راتلونکی مو له اوس نه بهتره وي او د خپل کلتور، دين، ژبې او عنعنو تر څنګ له پرديو مثبتو ارښتونو برخمن شي او دلته په کډوالۍ کې يو د بل لاس نيوی وکړي.
ـ خپل کمپيوټر ته به يې بيا ځلي لاس ونيوه او د خپل ځان او خپلو راتلونکو پلانونو په اړه ليکل شوی مالومات (presentation) به يې په ډير ښکلي انداز تشريح کاوه. ددې پر ځای چې زه ورته د ټولنې په اړه مالومات ورکړم په دې فکر کې کړم چې زمونږ په هيواد کې نورې څومره ملالې زيږيدلې وي او د ټولنې د بيسوادۍ، جګړو او دې ته ورته بدبختيو ښکار شوې وي.
ـ د اوس لپاره به دومره ووايم چې افرين پر داسې مور او پلار شه چې د ليلا نورزۍ غوندې اولاد يې تربیه کړی. نوموړې ته د نورو برياوو په هيله. زمونږ ټولنه پر تا وياړي او تاته د زړه له کومې پر ټولنيزو فعاليتونو کې ښه راغلاست وايي.