سیلویا پلات Sylvia Plath

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
امریکايي شاعره، رومان لیکونکې او لیکواله ده چې په ۱۹۳۲ کال د اکتوبر په ۲۷ زېږېدلې او په ۱۹۶۳ کال د فبروري په ۱۱ ڼېټه مړه شوې.


پلار يې په ۱۵ کلنۍ کې د المان له ختيځ څخه امریکې ته راغلی ؤ او د بوستون په پوهنتون کې يې د ژوند پېژاندنې په برخه کې د استادۍ دنده درلوده. مور يې د اتریشي مور او پلار څخه په بوستون کې زېږېدلې وه ، هغې د انګلیسي او الماني ادبیاتو په برخه کې زده کړې تر سره کړې وې. په اته کلنۍ کې د سیلویا پلات پلار مړ شو چې له امله يې ډېره غمجنه شوه. سیلویا پلات د اسمیت په کالیج کې خپلې زده کړې په لوړو نمرو سره پای ته ورسولې.
په ۱۹۵۳ کال کله چې مور يې د فرانک اوسکار د لیکوالۍ په ټولګي کې د نه منل کېدو څخه خبره کړه ډېره سخته غمجنه شوه، په همدغه کال د خوب د ۵۰ تابلیتونو په خوړلو سره يې د ځان وژنې هڅه وکړه خو ورور يې خبر شو او روغتون ته يې رسوله. په روغتون کې څو میاشتې تر اروايي درملنې لاندې نیول کېږي ، درمل او بريښنايې شوک ورته ورکول شو، ددې وخت د پېښو شرحه د هغې د «ښيښې د حباب» د رومان د منځ ته راتلو سبب شو. وروسته هغه د یو بورس له لارې انګلستان ته د زده کړې دپاره ولاړه.  هلته د کمبریج په پوهنتون کې د انګلیسي لوړې کچې شاعر تدهیوز سره اشنا شوه د ۱۹۵۶ کال په جون کې يې له هغه سره واده وکړ . د فریدا په نامه لومړی اولاد يې په ۱۹۶۰ کال او د نیکلاس په نامه دویم اولاد يې په ۱۹۶۲ کال دنیا ته راغلل. په دې وخت کې پلات د روڼ اندۍ، مېرمنتوب او مورتوب په توپير پوهیږي ، د ۱۹۶۲ په مني کې له تدهیوز څخه جلا کېږي.
سلویا پلات په ۱۹۶۳ کال د ګازو په وسیله ځان وژني . زیات کسان د تدهیوز بې بند او باره ژوند د هغې اروايي ګډوډۍ او ځان وژنې علت بولي  او څو ځله د هغې د قبر له تيږې څخه يې د تدهیوز نوم پاک کړی دی . مور يې ارلیا پلات لیکلي ول چې په ۱۹۶۲ کال د خپلې لور پوښتنې ته تللې وه چې د تدهیوز او د لور ترمنځ يې سخته ترینګړتیا موجوده وه.  
تر ټولو مشهوره اثر يې د «ښيښې حباب» دی . سربېره پردې د هغې ژوند لیک ته ورته اثر دی چې د هغې د ژوند او د خپګان له ناروغۍ سره د کشمکش پر بنسټ لیکل شوی خو هغه د خپلو شعرونو له لارې زیات مشهوره شوه.
د سولویا پلات د یو شعر پښتو ژباړه.

ژباړن عبدالملک پرهیز
هينداره
پاڼه د نقرې یم او رښتیا،
قضاوت له وړاندې نه کړم
څه چې وینم،
څرګندوم يې بې له ځنډه
هاغسې پخپل شان
مخکې له دې چې ککړ په مینه او نفرت شي.
بې رحمه نه یم،
بس یوازې یم صادق
لکه سترګې د کوچني خدای، څلور، کنجیز
ډېر وختونه پر مخامخ دېوال ځير کېږم
د کوچنیو خالونو لرونکی، یو بدن دی
دومره ډېر مې په هغې کې کتلي دي ،
ته به وايې چې ټوټه مې د بدن دی
خو رپېږي دیخوا ها خوا
سیوري او څېرې،
تل له یو بل نه بېلوي موږ
اوس زه یم یو سیند ګوټی
یوه ښځه ټيټ پر ما شي
او په ما کې لټوي د ځان رښتیا
بیا هغو دروغجنو ته مخ اړوي:
شمعی او سپوږمۍ ته
زه يې شا وینم
او په صداقت يې ځلومه
هغه مې په اوښکو
او د لاس په پریشانۍ نازوي
زه هغه ته یم مهم،
ځي او راځي
هر سهار،
څېره د هغه ده چې د تیارې پر ځای کېني
هغه په ما کې
ځوانه انجلې ډوبه کړې،
او زه په زړې ښځې کې
هره ورځ د هغې په لورې ټوپ وهي،
لکه ترهېدلی کب

"سيلويا پلت‌"
 Mirror
I am silver and exact ,
I have no preconceptions
Whatever I see
I swallow immediately
Just as it is
unmisted by love and dislike
I am not cruel
only truthful
The eye of a little god , four – cornered
Most of the time I meditate on the opposite wall
It is pink , with speckles
I have looked at it so long
I think it is a part of my heart
But it flickers
Faces and darkness separate us over and over
Now I am a lake
A woman bends over me
Searching my reaches for what she really is
Then she turns to those liars
the candles or the moon
I see her back
and reflect it faithfully
She rewards me
with tears and an agitation of hands
I am important to her
she comes and goes
Each morning it is her face that replaces the darkness
In me she has drowned a young girl
and in me an old woman
Rises towards her day after day
like a terrible fish
« Sylvia Plath »