رفيع الله روشن
هروخت چې يو څوک د ژوند لومړی پړاو له پښو وباسی او يايې شاته پرېږدي او ياهم په بله معنی کله چې څوک د صغارت کلونه تېر او د کبارت پر کلونو قدم کېږدي نو بيا په ژوندکې خپل ليد لوری او مسير ډېر په ساده توګه ټاکلی شي،ځکه له هغه سره دا درک او تفکر
پيدا کېږي چې څه بايد په څه ډول وکړي نو د هرې پرېکړې د نيولو توان په خپل وجودکې لري، په دې سره هغه په ژوند کې خپلې او دنورو خوشحاليانې او ستونزې هم درک کولی شي.
راځم اصلي موضوع ته، هرڅوک چې د بل چا لپاره ژوند کول پيل کړي نو داپه ثبات رسېدلي چې خدای جل جلاله يې د برياليتوب تر پولې رسوي خو هغه وخت چې دا کار پرته له کوم مطلب او تمعې څخه وي او هدف يې يواځې د خدای تعالی رضا او خوښي وي.
خصوصاُ هغه ژوند چې د نورو په پوهنيز ډګر او د نورو خلکو سمبالول وي دعلم په ګاڼه.
نن زه د يوه شخص نه بلکې د ی يوه عملي او اکاډميک ماحول په رابطه غږېږم او دا اکاډميکه محدوده يآ چاپېريال په ننګرهار ولايت کې د الفلاح د لوړو زده کړو خصوصي پوهنتون دی دا پوهنتون په داسې حال کې چې په هېواد کې د لسګونو خصوصي پوهنتونو په مخ کې وزېږيد خو دومره ژر په خپلو پښو د ګرزېدلو جوګه شو چې دحيرانتيا خبره ده خو دحيرانتيا خبره ځکه نده چې وايي:
دهرې بريالۍ ادارې تر شا د يوه بريالي مدير لاس وی .
نو دالفلاح خصوصي پوهنتون د ادارې اوکاري ټيم شاته هم د يوه ځوان، پياوړي،با تجربه،علم دوست،غريب دوست او د بې وزلو پالونکي او د افغان ځوان نسل اصلي خادم محترم ډاکټر سيد معشوق سادات پشان علمي شخصيت لاس دی.
دا چې الفلاح په ۵ کلنو کې د ۲۰ کلونو مزل وکړ په دې معنی ده چې دوی مادياتو ته نه بلکې معنوياتو ،روابطو ته نه بلکې زوابطو او شخص ته نه بلکې انسانيت ته تر هرڅه ډېره ترجيع ورکوي او همدا لامل دی چې يوڅوک د شل کالومزل په پنځه کالوکې کوي او وايي: چې په يو قدم تر عرشه پورې رسي :::: ماليدلی دی رفتار د دروېشانو
زه په لسګونو داسې خصوصي پوهنتونه پيژنم چې له تاسيسه يې ۱۲ کاله تېريږي خو لايې په درې دورو کې ۵۰۰ تنه هم ندي فارغ کړي مګر الفلاح په پنځه کلونو کې ۱۰۳۴ تنه له بېلابېلو پوهنځيو فارغ کړل داهم په سالم مديريت او وړتيا لرونکي کاري ټيم پورې تړاو لري.
په همدې شکل تاسو به ډېر د خصوصي پوهنتونو څخه فارغ ياست اويابه ورڅخه خبر لرئ کله چې دوی محصلين فارغوي نو يوه داسی غونډه ورته نيسی چې څو تنه محدود چارواکي د ځان ښودلو لپآره ورته راغواړي حتی د محصل نږدي کورنۍ ته هم اجازه نه وي چې د خپل ورور ،تره ځوی ،ماما ځوی او يا نږدي خپلوان خوښي ولمانځي، بلکې د الفلاح پوهنتون په دوهمه دوره فراغت غونډه کې چې ۱۰۰۰ تنه محصلين يې له څلورو بېلابېلو پوهنځيو څخه فارغ کړل له ۲۵۰۰۰ زره تنو څخه زياتوخلکو پکې ګډون وکړ او تر کومه حده چې زه خبر شوم ډېری خلک دامنيتي ستونزو له امله بېرته خپلو کورونوته ولاړل ،يعنې په دومره لويه پيمانه غونډه نيول شوي وه چې خلک ووېرېدل خدای مکړه کومه پېښه ونه شي.
که له حقيقته تېر نشو نوبايد ووايو چې دا هرڅه په يوه بهترينه اداره او کاري ټيم کېږي چې له نېکه مرغه ده تحصيلي اداره دا ځانګړتياوې لري او دابايد له دې هم قياس شي چې ولي په ډېر کم وخت کې د نورو علمي او اکاډميکو ادارو له منځه ددې اداري نوم دومره وځليد.
زه پرته له خپل يوه ملګري څخه چې ددې پوهنتون په اداره کې کار کوي نور يې نه له مؤسس اونسټګر ډاکټر سيد معشوق سادات سره له نږدي پېژنم حتی له نږدي خو څه چې ان په ټېليفون مې هم ورسره خبرې ندي کړي اونه يې د اداري له نورو کار کوونکيو سره پېژنم خو په کوم څه چې خبر يم هغه ټول مې ددې پوهنتون له محصلينو څخه اورېدلي دی او هرکله چې محصل له اداری څخه رضايت وښود په خپله معلومېږي چې په حقيقت کې وړتيا لري.
زه داسې لسګونه محصلين هم پېژنم چې د زده کړو مالي لګښت نه شي پوره کولی او غواړي چې د اقتصادي ستونزو له امله يا تعجيل واخلي اويآ هم پرته د اداري له همغږۍ يا مشورې زده کړو ته د پای ټکی کېږدی خو کله چې د الفلاح پوهنتون اداره پرې خبره شوي هغه محصل ته يې د زده کړو ترڅنګ له خپله جېبه فوق العاده مياشتنۍ پيسې ټاکلي چې ور کول کېږي به،داسې محصلين پېژنم چې د څلور کلن تحصيلي بهير تر څنګ يې ان د ماسټرۍ ټول مصارف يې همدې پوهنتون په غاړه اخستي دي.
ددې هرڅه ترڅنګ د ادارې د مشر يا د پوهنتون د رئيس ترټولو غوره اخلاق چې له خپلو استادانو او کاري ټيمونو سره يې لري ډېر د پام وړي دي،يوه ملګري کيسه راته کوله ويل يې: آن د دې پوهنتون ګارد يآ هغه څوک چې ساتونکی دی هم د رئيس لخوا تقدير يږی،هغه ته مکافات ورکوي،کله چې د اداري کوم غړی ناروغ شي پخپله يې موټر کې کېنوي او روغتون ته يې وړي.
ښه نو کله چې داسې وي ولی به ترقي نه کوي،ولي به يې نوم د نورو د قطار په سر کې نه وي،ولې به يې مينه وال تر نورو ډېر نه وي اوولې به يې غونډو ته زرګونه خلک نه راځی.
خدای تعالی دی دغه شان اشخاص زموږ په ټولنه کې لا ډېر کړي،زه ددې خصوصي پوهنتون د لا غوړېدا ا وځلا هيله کوم،د لوی څښتن تعالی له درباره له محترم رئيس څخه نيولي ان تر يوه عادي کار کوونکي پوري ټولوته په ژوند کې د برکتونو او حسناتو غوښتونکی يم او په هر ډګر کې يې برياليتوب غواړم.
رفيع الله روشن