محمد اسماعيل (عندليب)
د شطرنج لوبه د دوه باچاهانو تر منځ پر جګړه ولاړه ده، باچا، وزير، سپاره او پياده لري، او دواړه لښکرې د مخکې تګ کوښښ کوي، په څه ډول يو سرتيری وژل کيږي؟ خپل قانون لري، يو قانون پکې دا هم دی، چې د هر لښکر پياده د مقابل لوري د لښکر د هر سپاره ځای ته ځان ورساوه، نو پياده پر هماغه سرتيري بدليږي.
مثلاً د تور باچا يو پياده د سپين باچا د فيل سپاره کور ته ځان ورساوه، نو که د تور باچا فيل وژل شوی وي بېرته ژوندی کيږي.
کيسه د دې پورې راياده شوه چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني رسنيو د يو پاکستاني طالب مسئول لطيف الله محسود يوه لنډه ويډيو خپره کړه، په کومه کې چې نوموړي يو څه اعترافات کړي.
د اعترافاتو په برخه کې يې دا هم ويلي چې افغانستان او پاکستان په ګډه د پاکستان پر ضد کار کوي، او د دواړو هيوادونو استخباراتي ادارې په شريکه په پاکستان کې (دهشت ګردي) کوي، او دا کار د پاکستاني طالبانو د تحريک (TTP) او نورو لارو څخه تر سره کوي.
محسود زياتوي چې هغوی پاکستاني طالبانو ته پيسې او روزنه ورکوي.
لطيف الله محسود څو مياشتې دپاسه درې کاله مخکې د پلازمېنې کابل په ګاونډ د لوګر په ولايت کې نيول شوی و، هغه مهال افغان دولت ويلي و، چې محسود د حکومت سره خبرو ته روان و، او امريکايانو ونيو، د حامد کرزي حکومت په دې پېښه توند غبرګون وښود، او د امريکا سره يې اړيکې خړې شوې.
وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول، چې ګوندې امريکايي ځواکونو پر افغان ځواکونو په داسې حال کې عمليات تر سره کړل، چې لطيف الله محسود د هغوی سره يو ځای شوی، او د بل هدف (چې ممکن کابل و) په لور روان و، او محسود يې د افغان ځواکونو څخه په زور واخيست.
نوموړی تقريباً څوارلس مياشتې مخکې د خپلو دوه ملګرو سره امريکا د پاکستان حکومت ته وسپاره، او له افغانستانه پاکستان ته انتقال شو.
د محسود سپارل يوه مياشت وروسته له هغې تر سره شوي و، چې ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته سفر وکړ، او د هغه هيواد په وړاندې يې ډېر نرم دريځ خپل کړ.
دغه موضوع چې څومره څېړل کيږي، هومره پېچلې کيږي، او کېدای شي، که څوک يې د ژورې څېړنې هوډ وکړي، خپله هم لاره ترې ورکه شي، ځکه چې دا يوازې خپل هيواد ته د يو بندي يا (مجرم) سپارلو پورې محدوده نه ده، بلکې يوه ډېره ګونګه او ستونزمنه استخباراتي موضوع هم ده، شايد اعترافات د زور نتيجه هم وي.
او په همدې اساس په دې برخه کې ماته د پام او غور نقطه د محمد اشرف غني په مشرۍ د نوي حکومت سياسي ناپوهۍ او عدم بلوغ ښکاري، او هغه په دې معنی چې له حامد کرزي وروسته افغان حکومت د پاکستان په وړاندې او په عموم کې روان تاو تريخوالي ته د نوي نوم ورکولو هڅه وکړه، خو په پايلو يې فکر ونه کړ.
اشرف غني له اولې ورځې داسې وګڼله چې جنګ يې د طالبانو سره نه، بلکې د پاکستان سره دی، او په خپلو ډېرو بيانيو کې به يې ويل چې (موږ د پاکستان سره په يو نا اعلان شوي جنګ کې يو) خو بالاخره اوس له خپل دې منظره منصرف شوی، او طالبان يې په سياسي مخالفينو منلي دي.
د اشرف غني په حکومت کې په داسې حال کې يو لوړ پوړی پاکستانی طالب مسئول پاکستان ته وسپارل شو، چې د پخواني حکومت مشر حامد کرزي له پاکستانه دغه غوښتنه په بار بار کوله، هغه مهال افغان حکومت د پاکستاني طالبانو يو بل مشر مولوي فقير محمد هم د ننګرهار په ولايت کې نيولی و، خو نه لطيف محسود او نه يې فقير محمد پاکستان ته وسپارل بلکې په متقابلې معاملې يې باور درلود، او غوښتنه يې دا وه چې بايد په پاکستان کې بندي طالبان افغان لوري ته وسپارل شي.
خو پاکستان دغه غوښتنه نه منله، او د ښه نيت پر اساس يې طالب مسئولين خوشې کول، چې هغوی بيا بېرته د جنګړې لومړۍ کرښې ته تلل.
ځينې خلک په دې دليل چې لطيف محسود امريکا پاکستان ته سپارلی نه افغان دولت، د اشرف غني حکومت ته برائت ورکوي، خو که دا ومنو نو افغانستان کې د بهرنيانو د شتون، د هغوی سره د شته بنديانو او افغان دولت د اختياراتو په اړه به پوښتنې پيدا شي، چې دا خپله په افغانستان کې د دولت پر بې واکۍ دلالت کوي.
دغه راز که امريکا سپارلی وي، نو افغان دولت ته خو کم تر کمه د ژبې پر سر مخالفت ښودل پکار و، ټول پوهېږو چې د حامد کرزي او اشرف غني حيثيت يو شان دی، خو هغه په دغه ډول موضوعاتو کې چې په راتلونکي کې يې افغانستان ته زيان رساوه، خپل دريځ روښانه کاوه، که واک يې نه رسېده هم خلک يې پوهول خو اوسني حکومت دغه ډول خطرناکې معاملې ټولې د پردې تر شا روانې کړي دي.
نو د لطيف الله محسود څرګندونو ته په کتنو داسې ښکاري لکه د تور باچا پياده ګان چې په سپرو بدل شوي وي، لطيف محسود د طالبانو په ليکو کې د ډېرې وروسته طبقې وسله وال و، په خپلو خبرو کې وايي چې د تښتولو او خلکو د وېرولو لپاره حکيم الله ساتلی و، کله چې ازاد و، ډېرو کمو خلکو يې نوم اوريدلی و، په خپله مرکه کې وايي چې حتی علم هم ورسره نه و، بلکې په زندان کې يې قرأن کريم لوستی او سترګې يې خلاصې شوي دي.
افغان دولت همدغه ډول پياده ګان په داسې حساس وخت کې په سپرو بدل کړل، چې د دواړو هيوادونو تر منځ ژور اختلافات او کشمکش روان دی، او له بلې خوا د سولې په اړه څلور اړخيزه غونډه روانه ده، چې افغان دولت پکې کلکه غوښتنه لري چې افغان طالبان دې دوی سره خبرو ته کېنول شي.
له بلې خوا د ملا برادر، استاد ياسر، ملا عبيد الله او نورو په څېر د افغانستان لسګونه سپاره د لوبې د ټولو قوانينو خلاف ووژل شول، او له تختې و ايستل شول.
ويل کيږي چې د ملي امنيت د لوی رياست سرپرست اسلام اباد ته تلونکی دی، نو د محسود د اعترافاتو په استناد لرې نه ده، چې سرپرست په اسلام اباد کې د سرګردانوونکي حالت سره مخ شي، او همدا راز په راتلونکې څلور اړخيزه ناسته کې اسلام اباد پر ځای د دې چې د کابل ستونزې راحل کړي، لا ورته ستونزې پيدا، او هم پر ځای د دې چې د افغان طالبانو په اړه يوې پايلې ته ورسيږي، د پاکستاني طالبانو د مخنيوي په برخه کې به خپلې غوښتنې د کابل د پلاوي مخ ته کيږدي.
که اشرف غني څومره هم فکرونه ووهي، او د يو پر ځای لس ادارې د نړيوال مفکر لقب ورکړي، خو ځينې اقدامات يې په سياسي ډګر کې د هغه په مشرۍ د نوي حکومت ناپوهي، څرګندوي، او انسان درک کولای شي، چې دغه حکومت له ډېرو نابالغو فکرونو څخه جوړ دی.
هغه بايد پوهيږي چې په تشو سوچونو او فکرونو، او په اتلس ساعته ويښ پاتې کېدو دغه لوبه نه شي ګټل کېدای، د شطرنج لوبه کې يوازې ماغزه کار کوي.
يو نکل راپه زړه شو، وايي د يو دهقان مرکب په څاه ته غورځېدلی و، مرکب په دهقان زيات ګران و، د هغه رمباړې يې نه شوی زغملی، په اوږده او ځوريدونکي ډول د هغه مرګ يې نه و خوښ پرېکړه يې وکړه، چې خاورې يې په سر واړوي، او له بغارو يې ځان بې غمه کړي.
خو چې دهقان به يو لوښی خاوره کوهي ته ورتله کړه، مرکب به ځان وڅنډلو، خاوره به د کوهي بيخ ته وغورځېده، او په دې توګه څاروي د خپل مرګ دسيسه په خپل ژوند بدله کړه، کوهی ډک او څاروی بهر راووت.
نو افغان دولت ته هم ممکنه ده چې په خپلې ځيرکتيا سره له دې حالته ځان وباسي، ايا نه شي کېدای چې د لطيف الله محسود اعترافات که په زور هم وي، د خبرو په ميدان کې د ځان په ګټه وکاروي؟