پیشو غواړي کبان ونیسي د ماشومانو لپاره یوه لنډه کیسه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ماشوم ادبیات

پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست

د ماشوم ادبیات، د ادبیاتو هغه برخه ده چې د هغو د مخاطبانو د خوښې سره سم هغوي ته د هغوي په ژبه او کچه لیکل کیږي دا ځکه چې ماشومان نشي کولای د لویانو لپاره نثر اونظم ولولي. دغه ادبیات هم شفاهي برخه لري چې له پېړیو راپه دېخوا تر ننیو ماشومانو

رارسیدلې او هم لیکلې بڼه چې له بده مرغه زموږ په هېواد کې دغې برخې ته ډېره پاملرنه نده شوې او هڅه نده شوې چې د دوي ادبیات راټول ، پیاوړي او تر ټولو ورسول شي .دهغو لیکوالو دې کور ودان وي چې په دې برخه کې یې یو څو ګامونه اخیستي خو زما په اند په هېواد کې دننه د دې برخې د لیکوالو ترڅنګ که بهر کې اوسېدونکي افغانان هم یو یو کتاب په دې باب ولیکي او یا ځینې کیسې راوژباړي نو ددغه شان څېړنو او د ماشوم د ادبیاتو آثار به هم پرېمانه شی . مننه

**********************************

 لیکوونکی : تشیو تشین لین

یوه ورځ یو کب نیوونکي ، یو ډېر غټ کب نیولی و، هغې پيشو چې خوا کې یې ناسته وه ، په حیرانتیا سره ، ورته وویل : (( دا کب نیول څومره آسانه کار دی ! )) .

کب نیوونکي ورته وویل : (( د ا څه دې وویل ؟ تا وویل چې کب نیونه کوم آسان کار دی ؟ که ته داسې ګومان کوې ، نو راځه چې ویې آزمویو .)).

پیشو وویل : (( ولې نه ، همدا اوس یې باید و آزمویو .))

وروسته بیا نو پیشو د ویالې څنګ ته راغله او خپله لکۍ یې اوبو کې غوپه کړه .لږ وروسته چې له دغو اوبو څخه یو غټ کب تېرېده ، نو د پیشو لکۍ یې ولیده او فکر یې وکړ چې ګواکې دا یو ښه غټ چینجی دی .کب ډېر خوشاله شو او د پیشو لکۍ یې وچیچله .پیشو له ځان سره وویل چې (( څومره غټ کب دی ! )) .ویې غوښتل خپله لکۍ له اوبو څخه راوباسي ، خو احساس یې وکړ چې لکۍ یې درد کوي او ډېره درنه شوې .هرڅه یې وکړل چې لکۍ له اوبو راوباسي ، نه یوازې ویې نشو کولای ، چې کب هغه دننه اوبو ته ورکاږله .پيشو په نارو سورو بیل وکړ او چیغې یې وهلې .کب نیوونکی د پیشو څنګ ته ورغی چې ویې ژغوری او په خندا یې ورته وویل : (( و دې لیدل .کب نیونه هغومره هم آسانه نده لکه چې تا یې ګمان کاوه . څنګه ؟))

سره له دې چې نږدې و چې پيشو ډوبه شی ، خو بیا هم لا تر اوسه به دې نه ده پوهېدلې .نه ګورې چې پیشو تل د دېوالونو پر سر کېني او خپل باڼه یو پر بل اچوي اوسترګې پټوي ، ځکه فکر کوی او له ځان څخه پوښتنه کوي چې : (( ولې ځینې کارونه اسانه تر سترګو کیږي ، خو کله چې غواړمه ترسره یې کړم ، ډېر ګران او سخته شي ...؟))