پکتیا کې ډېرې ځوانان او چارواکې په غونډوکې د ځان ښودنې ویناوې کوي.

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال:عبدالمالک همرنګ

په پکتیا کې چې هره غونډه ترسره کیږې، ډیرې ځوانان او چارواکې به په خپلو خبرو کې دغونډې ګډون والو ته هغه ویناوې کوي،چې وکولي شې په غونډه کې دغونډې ګډون والو ته ځان داسې

څرګندکړي چې یوازینې شحص زه یم چې دپکتیا په اباد والوکې مې دبل هر چا څخه زیاته برخه اخیستې ده،ما دومره کار په روغتیا، پوهني،بیا رغونی، امنیت په راوستولواوهمدرانګه مې ځوانانوسره په د دندو پیدا کولو کې زیاته مرسته کړي ده، دغونډې ګدون وال به خبر نه وي، چې دغه کار یې دپکتیا والو لپاره کړي که دځان دښودلو او پیسو لاسته راوړلو په خاطر کړي دی،په غونډه به خلکو سره ښې غوړې،غوړې وعدې او ژمنې وکړي،زه به تاسو ته پلانی اوپلانی کار وکړم،تاسو سره زما دا ژمنه او وعده ده،نو خلک به ورته ښې چکچکې وواهې او دي به په خپلو خبرو کې نور هم په جوش راشې او دنورو خبرو کولو څخه وروسته به بیا بل کس سټیج ته راووبلل شې،هغه به هم دنورو په شان همداسې غوړې ژمنې وکړي او غونډه به په په چکچکواو بې پایلې پاي ته ورسریږې، نو بیا به خپلو ملګرو، دوستانو ته وایې چې نن په غونډه کې زما خبرې څنګه وي او څومره خلکو ته د منلو وړ وي،هغه به ورته دملګرتیا په شکل ووایې چې ډیرې ښې خبرې دې وکړي او باید ته په بله غونډه کې بیا هم داسې خبرې وکړي.

که څه هم په پکتیا کې ډېرې خلک تش په نوم وعدواو ژمنو څخه د حده زیات ستړي شوي دې خو دوې وایې چې موږ سره ډیرې چارواکو هر وخت په بیلا بیلو برخو کې وعدې کړي دې،تر اوسه یې یوه ژمنه هم نه ده ترسره کړي هغه څوک چې ژمنې کوي،باید چې په خپل وخت یې ترسره اود پکتیا لپاره په صدقت،میړانه کار وکړې، نوره موږ نه شې دبیا لپاره تیر ایستلې او نه به یې په داسې خبرو او ژمنو اعتبار وکړو.

اوس خبره داده،چې حامد کرزی واک نه تر اشرف غنی واک پورې په پکتیا کې د حده زیاتې غونډې تر سره شوي او بیلا بیلو ویناوالو پکې خپلې ویناوي او خبرې کړي دې،پکتیا والو سره یې په هره برخه کې ژمنې کړي خو تر اوسه پورې ډیرې کسانو کړې ژمنې نه دې پوره کړي او په پکتیا په کومه برخه زیات پرمختګ نه لیدل کیږي،ولې پکتیا ته په هره برخه کې زیاته اړتیا ده،ډېرې پکتیاوال یې د مایوسې په ټغر کینولي دې او بل طرف بیا ځینې د ګوتو په شمار پکتیاوال هڅه کوي،چې پکتیا کې شته ستونزو ته دپاي ټکۍ کیږدې.

هغه څوک چې دپکتیا ملي ګټو ته ژمن پاتې شوي وي،شحصې ګټې یې ملې ګټو نه قربانۍ کړي وي،دپکتیا میشتو ولسونوستونزو ته مثبت ځواب ویلي وي، تر مرګ سلګی پورې به دپکتیا میشتو ولسو ملاتړ ځان سره ولري او هم به یې دپکتیا لپاره تل یو نه هیریدونکې ویاړ ورپه برخه کړي وي.