د سمندر ښاپېرۍ

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
د سمندر ښاپېرۍ په اوبو کې ژوند کوي چې سر او بدن يې يوې ښځې  او لکۍ يې کب ته ورته وی. په ولسي فلکلور کې سمندري ښاپېرۍ یو اوسانوي موجود دی. سمندري ښاپېرۍ په ډېرو اوسانو کې داسې انځور شوې چې سیند یا سمندر غاړې ته د کب په شان درېږي او په یوه لاس خپل اوږده وېښتان

ګومنځوي او په بل لاس هېنداره خپلې مخ ته نیسي. په ډېرو اوسانو کې د سمندر ښاپېرۍ د راتلونکي وړاندوینه کوي، کله کله هم د مجبوریت له مخې انسان ته له طبیعت لوړ ځواک وربښي او کله هم په انسان مېنيږي او مېن کسان له ځانه سره د اوبو تل یا ژورو ته وړي.
سمندري ښاپېرۍ په کېسو او اوسانو کې ډېر وختونه ښه او مهربانه انځور شوي  او کله هم ډېرې بد او ناوړه انځور شوي دي. سوغاتونه يې ناوړه پایلې لري ، که خپه شي د توفان او نورو بلاګانو د منځ ته راتلو سبب کېږي. هانس کریستین اندرسن په خپله کېسه « کوچنۍ سمندري ښاپيرۍ »کې، د سمندري ښاپېریو په اړوند داسې لیکي : هغوی نه پوهېږي چې انسانان د اوبو لاندې ساه ایستلی نه شي ، خو ځنې  بیا وايي چې هغوی بد اوناوړه دي ، هغوی د کینې او دښمنۍ له مخې خلک په اوبو کې ډوبوي.  
د نړۍ په ډېرو فرهنګونو کې راغلي چې د اوبو ښاپېرۍ ددې وس لري څو د انسان زیاتې هیلې او آرزوګانې پوره کړي. په ځنې اوسانو کې داسې هم ویل شوي که د اوبو د ښاپېرۍ غوښه خوړل شي ، انسان  ځوان او تل ژوندی پاتې کېږي.
زموږ په هیواد افغانستان کې هم د ښاپېریو په اړوند زیاتې کېسې او اوسانې شته  او له یو نسل نه بل نسل ته سینه په سینه رسېږي. خو زموږ ښاپېرې‎ۍ نه یوازې په اوبو بلکې په هوا هم آلوتنې کوي. دا ښاپېرۍ د ښکلا او مهربانې او نیکمرغۍ د سمبول په توګه په خلکو کې مشهوره شوي او خلک په تېره بیا ماشومانه په ډېره مینه دغه کېسې او او سانې له خپلو مشرانو آوري. خو دلته د سمندري ښاپېرۍ نه مقصد د دنمارکې د یوې مجسمې څخه دی.
د سمندر د ښاپېرۍ دغه مجسمه له برونزو جوړه شوې او د کوپنهاګن د ښار  څنډې ته د سمندر پر غاړه پر یوې لويې ډبرې اېښودل شوې ده . دغه مجسمه  ۱،۲۵ سانتي متره لوړتیا او ۱۷۵ کیلو ګرامه وزن لري . ددغه مجسمې نیمايي بدن د انسان او نیم يې د کب په څېر دی. دغه مجسمه په ۱۹۰۹ میلادي کال د کالسبورګ په نامه د بیر جوړولو دشرکت د رييس او د هغه د زوی په سپارښتنه د یو ډنمارکي مجسمه جوړونکي ادوارد اریکسن له خوا جوړ شو نوموړي دغه مجسمه د خپلې مېرمن د بدن له مخې جوړه کړه چې وروسته يې د ښار پېژاندلو د سمبول بڼه غوره کړه. ددې مجسمې له مخې په امریکې ، کانادا ، ملداویا او رومانیا کې هم ورته مجسمې جوړې شوي دي.
دغه مجسمه د ډنمارکي نامتو لیکوال او کېسه لیکونکي هانس کرستنسن اندرسن  د کوچنۍ سمندر ښاپېرۍ د کېسې پر بنسټ جوړه شوی ده.
دغه مجسمه د جوړېدو له وخته له زیاتو پېښو سره مخامخ شوې ده . د ۱۹۶۱ کال د سپتمبر په میاشت کې مجسمه په بښپړه توګه رنګ شوه او ويښتان يې سره شول. یو ځل په ۱۹۶۴ کال او یو ځل هم په ۱۹۹۸ کال د مجسمې سر غوڅ شو او په ۱۹۹۰ کال بیا هم هڅه وشوه څو سر يې پرې کړي خو بریالي نه شول په ۲۰۰۳ کال په دغه مجسمه کې یوه زوروره چاودنه وشوه چې مجسمه له ډبرې ښکته په سمندر کې  ولوېده.
 دغه مجسمه کوپنهاګن ته د راغلو سیلانینو دپاره ډېره په زړه پورې او زړه راښکونکې ده او هره ورځ په زرګونو بهرني او کورني سیلانیان ددغه مجسمې ليدو ته راځي.
د هانس کرستنسن اندرسن د کوچنۍ سمندري ښاپېرې کیسه پښتو ته ژباړل شوې او په نژدې راتلونکې کې به خپره شي.