پتنګ او د ورېښمو غوزه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
د ورېښمو د چېنچي په غوزه کې کوچنی سوری پېداشو ، یو سړي څو ساعته له غوزې څخه د وتلو دپاره د پتنګ هلې ځلې ، څارلې، خو پتنګ له هلو ځلو لاس واخیست . داسې ښکارېده چې ستړی شوی او نور د هلو ځلو وس نه لري.

هغه و پتېله له دغه کوچني موجود سره مرسته وکړي نو د بیاتي (قیچي) په مرسته يې سوری لوی کړ. پتنګ بې له ستونزې له غوزې څخه را ووتلو. خو بدن يې کوچنی او وزرونه يې ګونجې ول . سړی لا هماغسې پتنګ ته کتل ، هیله مند ؤ چې پتنګ به د خپل بدن د ساتنې لپاره خپل وزرونه پرانیزي. خو داسې و نه شول . په حقیقت کې پتنګ نور چاره نه لرله بې له دې چې خپل ټول پاتې ژوند پرمځکه د ښوېدو په حال کې تېر کړي، ځکه نور يې د آلوتلو وس نه درلود.

مهربانه سړی پوه نه شو چې خدای پتنګ ته داسې حالات رامنځ ته کړي چې له غوزې څخه د وتلو دپاره باید زیاتې هلې ځلې وکړي. په دې حالات کې د هغې له بدنه داسې مایع راوځي چې هغې ته د آلوتلو وس ورکوي.

کله ناکله هلې ځلې یوازنی څيز دی چې باید ترسره يې کړو . که خدای موږ ته بې له هلو ځلو آرامي رابښله نو موږ ټول به فلج وای او د آلوتلو وس به مو نه درلود.