انجنیر سید احمد شاه سادات
په افغانستان کی نه به طالب ختم شي او نه به دا موجوده نظام ختم شي.
چه تر څو پوری چه د سیمی هیوادونه دی ته حاضر وی چه طالبانو ته امکانات په لاس کی ورکړي او چه تر څو پوری ناتو او متحدین یی د افغانستان د ملی فوځ او دولت ته د مرستو په لاره کی ژمن وي هم به دا نظام وی او هم به دا طالب.
مګر متاسفانه که یی غواړو او که یی نه غواړو دغه وژنی او ځانمرګی او بمونه به تر راتلونو شلو کلونو پوری دوام وکړي او د لوبی قربانیان به د افغان بیوزله غریب ولس وي.
طالبان په تدریجی ډول له منځه وړل کیږی چه په قرار قرار ددوی مرکزی قوت کمزوری کول دي او بیا د وخت په تیریدلو سره داسی یو حالت راتلل دي چه خلک به نور د حقیقی جهاد ته هم د شک په سترګه ګوري او لبیک به ورته څوک ونه وایي. دا یو منظم پروګرام دی چه د د نړۍ د ابر قدرتونو له لاری په لاره اچول شوی دی چه په ګرده نړۍ کی جهاد په کومه طریقه وځپل شي.
اسلام یوه عقیده ده او د نړۍ سترو طاقتونو دا درک کړی ده چه نور د عقیدی سره په جګړه کی برلاسی کیدلای نه شي. نو د همدی موښی پر بیا اوس د اسلام دښمنان غواړی چه اسلام له دننه وځپي، او اسلام د ناپوهه مسلمانانو لخوا داسی وځپی چه هم د مسلمانانو او هم د کفارو د کرکی سبب وګرځي، چه ښکاره بیلګه یی د عراق په خاوره د داعش ظلمونه او د افغانستان په خاوره د اسلام په نوم د ځینو اورپکو غیر اسلامی او غیر انسانی عملونه دي.
د ملا عمر مړینه چه په مرموز ډول ووژل شو، د طالبانو د ډلی ویش د ملا عبدالرسول او ملا منصور په ډلو او بیا د ملا منصور وژنه دا هغه څه دي چه د طالباتو مرکزی قوت او یو والی ضعیفوی او په ورته وخت کی دغو ضعیفو ډلو ته امکانات برابرول د دوامداره نیابتی جګړی د اور تازه ساتل دی، چه په اوږدمهاله ډول د نړۍ د ابر قدرتو هغه اهداف تر سره کیدل دی چه غواړي د اسلام په داخل کی د جهاد د جذبه د مسلمانانو لخوا بدنامه او کمزوري کړي. دغه کوچنۍ ډلی به ډیر ځل د اسلام او د جهاد په نوم داسی د اسلام ضد عملونه وکړی چه ساري یی په اسلامی تاریخ کی نه وی لیدل شوي.
البته د دغی فتنی په اور کی هر لور ته قرباني د افغان ولس نسلونه پری کوي.
د سکروټو سره لوبی د افغانانو په میراث له هغه وخته را پاته شوه چه کله هم د ثور کرغیړنه کودتا د نور محمد تره کی او دهغه د عقیدوی او مبارزو ملګرو له لوری تر سره شوه.
واسلام
انجنیر سید احمد شاه سادات