ملا اختر محمد منصور خپل منځني نښته کې ژوبل شوى

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د راپورونو له مخې د افغان طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د پاکستان د کوټې ښار کې د طالبانو د قوماندانانو د يوې غونډې پرمهال د يوې لفظي شخړې وروسته نښته کې ژوبل شوى دى.

د طالبانو يوې سرچينې ويلي داسې ښکاري چې دا يوه پلان شوې نه بلکې يوه ناڅاپي پېښه وه چې نتيجه کې يې څلور کسان وژل شوي او ملا منصور په کې سخت ژوبل شوى دى.

د ملامحمد رسول په مشرۍ طالبانو نه جلا شوې ډلې ادعا کړې ده چې "ملا اختر محمد منصور په دې نښته کې وژل شوى دى".

دا ډله د پېښې بيل ځاى يادوي، خو د اختر محمد منصور ډلې ته نزدې يوې سرچېنې دا خبر رد کړى او ويلي يې دي چې نوموړى هغه مهال په کوټه کې نه و.

د فرانسې خبري اژانس اى ايف پي، طالبانو ته د يوې نزدې سرچينې له خولې ويلي دي چې " ملا منصور ژوبل دى خو په دې نه پوهېږي چې ټپونه يې څومره جدي دي".

خو همدا اژانس ملا اختر محمد منصور ته د نزدې سرچينو له قوله وايي هغه ژوندى دى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم دا راپورونه رد کړې او ويلي يې دي داسې هېڅ نښته نه ده شوې.

تر دې دمه خپلواکه سرچينو د دې نښتې تايد نه دى کړى.

ملا اختر محمد منصور په تېر جولاي کې د طالبانو د بنسټ اېښودونکي مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړينې د خبر له راښکاره کېدو وروسته د مشر په توگه ټاکل شوى وو، چې سم لاسي ورسره مخالفت راښکاره او د ملا محمد رسول په نوم د طالبانو بله ډله هم رامنځ ته شوه.