عبدالرحمن فرقاني
پرون په پلازمینه کابل کې د ملگرو ملتونو د اویایمه کلیزه لمانځغونډه په داسې حال کې ترتیب شوې وه، چې د هېواد په گوډ گوډ کې د بېلابېلو اړخونو او کړیو له خوا د مرموزو اهدافو لپاره جګړه روانه ده، او نوموړې
موسسسې یې په هکله د څرګندونې څخه ډډه کوي، او هیڅ ډول اغیزمن دریځ او غبرګون نه لري!.په داسې حال کې چې تر ټولو وړاندې د خپلو مکلفیتونو له مخې باید په دې هکله نوموړې موسسې پرېکنده دریځ درلودی او د جګړې د ښکیلو اړخونو سره د سوله ییز چاپیریال د رامنځته کولو په موخه نه ستړې کېدونکې هڅې درلودی. په افغانستان کې د نورو ګڼو ستونزو تر څنگ یوه بنسټیزه ستونزه د ملګرو ملتونو تش په نامه او نمایشي شتون دی، هغه نړیواله موسسه چې د تاسیس تر ټولو لویه موخه یې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سوله ییز چاپېریال را منځته کول دي!.
دبشریت د تاریخ په اوږدو کې د مفکرینو او لیکوالانو له خوا تل دا وړاندیزونه مطرح کیدل چې د نړیوالې راکړې ورکړې لپاره دې یوه داسې مؤسسه ایجاد شې، چې د مختلفو هیوادونو تر منځ په نړیواله کچه د جګړې په حالت کې چارې پرمخ بوځي ، او د هیوادونو تر منځ د کړکیچونو د اوارولو واک اوصلاحیت ولری . دا وړاندیزونه د لومړی ځل لپاره هغه مهال پرحقیقت بدل شول چې بشریت په لمړۍ نړیواله جګړه کې په ملینونو انسانان له لاس ورکړل . د ملګرو ملتونو تر نامه لاندې نړیوالې مؤسسې ته په لمړی ځل د امریکا د جمهور رئیس ویلسون له لوری بلنه وشوه او د دې بلنه پر بنسټ دا مؤسسه ایجاد شوه ، خو سره لدې چې امریکا ئې د جوړولو بلنه وکړه د کانګرس د ممانعت پر اساس ئې پکې ګډون ونه کړ
دبشریت په سیاسی تاریخ کې د لمړی ځل لپاره په نړیواله سطحه د ملګرو ملتونو په څیر د یوې مؤسسې ایجادول یوه لویه لاسته راوړنه وه ، خو دا لاسته راوړنه هم استعماری قوتونو د خپلو سیاسی اهدافو لپاره وګمارله ،اوپه ډیر مهارت ئې د دې موسسې له لارې د نړۍ د هیوادونو په سیاسی برخلیکونو کې د مداخلت موکه تر لاسه کړه ، او دې مؤسسې په پیل کې وکولای شول چې په هغه کشاله باندې برلاسې شي چې هر وخت به د نړیوال تنظیم په وړاندې خنډ کیدله ، اوهغه : په ظاهري ډول دهیوادونو تر منځ قانونی مساوات اودغه قانونی مساوات ته واقعی بڼه ورکول . د دې موخې لپاره ئې دوې څانګې پرانیستې ، چې یوه ئې عامه څانګه وه او د نړۍ ټولو هیوادونو پکې په مساوی توګه د یوې رایې حق درلود ، او بله ئې ځانګړې څانګه وه چې لویو هیوادونوپکې دایمي غړیتوب درلود ، او د ملګرو ملتونوپه مؤسسه کې د امنیت شوری ونومول شوه ، او د غړیو تعداد ئې نهه هیوادونه وو ، خو دا لومړی مؤسسه ونه توانیدله چې د دوهمې نړیوالې جګړې مخنیوی وکړی او د دوهمې نړیوالې جګړې په رامنځ ته کیدو تقریبا ړنګه او له منځه ولاړه .
دوهمې نړیوالې جګړې په نړیوال سیستم کې ژور بدلون رامنځ ته کړ، او اوروپا لکه وړاندې د نړۍ په سیاسی ډګر کې پیاوړی پاتي نه شوه ، ځکه چې امریکا او روسیې په نړۍ کې د زاړه نړیوال قوت لکه بریتانیا او فرانسې په وړاندې د دو نویو اساسی قطبونو په څیر تبارز وکړ ، او ځیني نور پیاوړی هیوادونه لکه جرمنی ، ایطالیا او جاپان ډیر ضعیفه شول ، نو دغه بدلونونه لامل شول چې د ملګرو ملتونو په مؤسسه کې چې د بیا ځل لپاره ایجاد شوه هم ژور بدلون رامنځ ته شي.
په دوهمه نړیواله جګړه کې برلاسی هیوادونه پدې باور شول چې د ملګرو ملتونو د ضعف لامل د نړیوالو سیاسی تغیراتو په وړاندې په دې مؤسسه کې د امریکا نه ګډون دي ،چې د امریکا کانګرس ئې مخنیوی کوي . نو لدې ځایه په ملګرو ملتونو کې بنسټیزواولویو هیوادونو زیار ویست تر څو امریکا د دغې نړیوالې مؤسسې په جوړښت کې ګډون وکړی اوغړیتوب ئې ومني .
په کال ۱۹۴۲ م کې امریکا په رسمی توګه د ملګرو ملتونو غړیتوب ومانه او په کال ۱۹۴۵ م کې موافقه وشوه چې د ملګرو ملتونو مرکزی دفتر دې په نیویارک کې پرانیستل شي ، اوپدې لاسته راوړنه سره امریکا په حقیقت کې د نړۍ سیاسی برخلیک یرغمل کړ .
د ملګرو ملتونو میثاق لاندې اهداف د خپلو چارو لپاره وټاکل :
۱ـ د نړیوال امنیت او سولې ساتنه ، او د دې هدف په چوکاټ کې باید د ملګرو ملتونوټول فعالیتونه متمرکز شي ، او د ملګرو ملتونو میثاق د دې موخې د تحقق لپاره ټول تدابیر او وسایل ټاکلی دي . لدې څخه هغه وقایوی تدابیر هم دي چې د هیوادونو تر منځ د سیاسی منازعاتو مخ نیوی کوی ، او ځینی نور هغه تدابیر دي چې د نړیوال قانون پربنسټ په سوله ایزه توګه د هیوادونو تر منځ د کشالوحل ته لاره اواروی ، او نور ځیني داسې جګړه ایز تدابیر هم شته چې د تیری او د سولې د اخلال په صورت کې ورنه استفاده کیږي .
۲ـ د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو وده .
۳ـ د هیوادونو تر منځ د اقتصادی ، ټولنیز اوسیاسی مسایل اړوند د مرستې او همکاری د روحیې ایجادول .
۴ـ دنړیوالو فعالیتونو تر منځ تنظیم او تنسیق او دا فعالیتونه د ملګرو ملتونو د اهدافو لپاره ګمارل . او دا کار لامل شوی چې د ملګرو ملتونو مؤسسه په نړیواله کچه حقیقی اوریښتنی عنصر نه وی بلکه لوی هیوادونه ئې د خپلو سیاسی مقاصدو لپاره استعمال کړي .
همدا رنګه د ملګرو ملتونو میثاق د ملګرو ملتونو د مؤسسې لپاره لاندې اساسات ټاکلی :
۱ـ دغړیو هیوادونو ترمنځ د واکمنۍ مساوات ، چې مراد ورنه د حقوق او مکلفیتونو مساوات دی ، خو میثاق هغو دایمی غړو هیوادونو ته د (ویتو ) حق یعنی د رد حق ورکړی دی .
۲ ـ د مکلفیتونو تنفیذ په ښه نیت سره ، هغه مکلفیتونه چې میثاق ورباندې ټینګار کوی .
۳ـ د نړیوالو ستونزو حل په سوله ایزه توګه .
۴ـ د هیوادونو تر منځ د تنازعو د حل لپاره د قوت داستعمال تحریم ، اوپه نړیوالو اړیکو کې ئې د ګواښ لپاره د استفادې تحریم .
۵ ـ د هیوادونو په داخلی مسایلو کې د مداخلت څخه ممانعت .
که پورتني تاریخي لنډیز ته ځیر شو او د ملګرو ملتونو د میثاق په اهداف او اساساتو غور وکړو ، نو دا مؤسسه دهغو استعماری قوتونو په غوښتنه جوړه شوی ده چې د بشریت پرضد د دوی په جګړو کې په ملینونو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی ، او که د میثاق اهداف او اساسات ئې په غور ولولو نو بنستیزه موخه اوهدف ئې په نړۍ کې د امنیت او سولې تامینول ، او د هیوادونو په داخلی چارو کې د لاسوهنې څخه ممانعت دی . خو کې د تاسیس نه را پدې خوا د دې کرغیړنې مؤسسې کړه وړه وڅیړو نه یوازی دا چې په نړیواله سطحه ئې سوله او امنیت نه دی تامین کړی بلکه د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د بې ثباتی او بې امنیتی لامل ګرځیدلی ده ، او په ځانګړی توګه په اسلامی نړۍ کې ټولې سیاسی کشالې او نظامی یرغلونه او اشغالونه د دې مؤسسې د بنسټیزو استعماري هیوادونو له لوری په لاره اچول شوی دی ، او د دې مؤسسې له لارې غاصبو قوتونو د ګڼ شمیر هیوادونو سیاسی برخلیک یرغمل کړی دی ، او د نظامی حضور په پایله کې د هیودونو په داخلی چارو کې د دې مؤسسې د مختلفو شعبو له لارې لاسوهنه کوي .
د دې مؤسسې د سپارښتنې او پریکړې پر بنسټ استعماری قوتونو پرافغانستان نظامی یرغل تر سره کړ، او د یوې اوږدې مودې څخه ئې اشغال کړی دی ، د دې هیوادونود نظامی حضور په پایله کې نه یوازی سوله او امنیت په افغانستان کې تامین نه شول بلکه بې ثباتی اوبې امنیتې دهرې افغانۍ کورنۍ ژوند ګواښوي ، په ځانګړی توګه د افغانستان په جنوب کې خو حالت دومره خراب شوی چې هره لحظه د عامو وګړو ژوند په ماتم بدلیږي ، د عامو وګړو ژوند د اشغالګرو ځواکونو د اخ او د وسلوالو ډلو د ډب تر منځ دتباهۍ اوبربادۍ سره مخ دی . دا ځواکونه د ملګرو ملتونو په پریکړه افغانستان ته راغلی دی اوپه حقیقت کې دا راز د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نظامی او سیاسی مداخلت لپاره دغې مؤسسې لاره اواره کړی ده نه دا چې شخړې ئې اوارې کړې وي .
په کوم شیطانی ډول چې د دې اسلام دښمنې مؤسسې تهداب ایښودل شوی دی ، د نړۍ د ټول اقتصادی ، ټولنیزاوسیاسی پرمختګ سره سره په خپل حال پاتی دي اوپکې هیڅ راز بدلون نه دی رامنځ ته شوی . ترټولو لوی خیانت چې د بشریت سره شوی دی هغه دایم العضویت هیوادونو ته د ویتو حق ورکول دی یعنی د رد حق . هره پروسه یا معضله چې دې امنیت شوری ته وړاندې کیږی که د ټولو دایم العضویت غړو په اتفاق پاس نه شی د هغې معضلې اړوند پریکړه په شوری کې ملزمه پریکړه نه وی یعنی په شکلی ډول پریکړه تر سره کیږی که د معضلې درګیر اطراف ئې تنفیذ نه کړي باک نه لری .
د مثال په ډول د فلسطین د سیاسی کشالې اړوند د دې شوری څخه ډیرې پریکړې شوی دی ، خو د پنځوس کالونو په شا اوخوا کې لاتر اوسه یوه پریکړه عملي شوی نه ده . څه موده وړاندې کوم مهال چې په غزه باندې اسرایئلو نظامی یرغل وکړ او دا یرغل شپه او ورځ د ډیرشو ورځو لپاره جاري ؤ ، د ډیرشو ورځو په اوږدو کې اسلامی هیوادونه په ډیر مشکل سره وتوانیدل چې د ا شوری د دې یرغل د څیړلو لپاره را وبولي ، او په پای کې د دې یرغل په اړوند غیر ملزمه پریکړه وشوه یعنی د پریکړې په وړاندې د امریکا له اړخه د ویتو حق استعمال شو ، دا راز د فلسطین او نورو اسلامی کشالو په هکله د استعمار له لوری د رد حق استعمالیږي ، اوپدې حق باندې د نړۍ د سیاسی برخلیک یرغمل کیږي .
د ملګرو ملتونو نړیواله مؤسسه ډیره لویه او ستره مؤسسه ده ، ډیر لوی اوپراخه پرسونل لري ، اوپه ډیره لوړه سطحه مالي لګښت لري ، د دې لپاره چې د نړیوالو کشالو د اوارولو په نامه جوړه شوی ده ، نو د نړۍ د هیوادونو څخه مالی بودیجه تر لاسه کوی . خو د دې مؤسسې د پرسونل اکثریت کارکونکي د لویدیځ د هیوادونو خلک دي او په تیره هغه کلیدي پوستونه چې د مهمو پریکړو واک لري خو اکثریت د همدوي په لاس کې دي . پکار خو دا وه چې دا غیر دولتي مؤسسه د سولې او امنیت چارې پرته له لوي مالیي لګښتونو څخه تر سره کولای ، خو فی الواقع د دې مؤسسې عادي کارکونکي دومره لوی لوی معاشونه او تنخاګانې اخلي چې په هیڅ راز دولتي پوستونو کې ئې نه شي تر لاسه کولای ، د دې تر څنګ په کومو هیوادونو کې چې سیاسی شخړې وي د ملګرو ملتنو مؤسسه د هغه هیوادونو په نامه مرستې تر لاسه کوی خو د دې مرستو لوی برخه د دې پرځاي چې د کړکیچ د اورولو لپاره مصرف شي د دې مؤسسې د مسولینو په تحرکاتو باندې لکیږي د دې مؤسسې د لویو منسوبینو جیبونو ته لویږي. د یوه واړه مسؤل د تګ راتګ لپاره ټول هغه وسایل برابریږی چې ډیر لوړ لګښت لري . د لویدیځ ګڼ شمیر نظامی ، لوژستیکي فابریکې خپل تولیدات د دې مؤسسې له لارې په کار اچوی او لویې لويې ګټې تر لاسه کوي . په هغه هیواد کې چې سیاسی کړکیچ یا شخړه وي ، د دې مؤسسې له لارې یو جنس عامو وګړو ته په څو چنده بیه رسیږی د مثال په توګه : کله چې د ملګرو ملتونو د مؤسسې له لارې په افغانستان کې د یوې مدرسې شاګرد ته یو پاکټ بیسکوت یا یوپیپ غوړ د مرستې په توګه ویشل کیږي ، که هغه پاکت بیسکوټ یا هغه پیپ غوړ په بازار کې ۵ افغانې بیه ولری خو د دې مؤسسې له لاری هغه د پنځلس افغانيو په بیه دې شاګرد ته رسیږی ، که په بازار کې هغه په پینځه افغانی رانیوی شي خو ددې مؤسسې له لارې په پینځلس افغانی ورته تمامیږي . او دا په لوړه کچه لګښت د افغانستان د ملت په نامه ثبتیږي! .
که د نړۍ ګن شمیر هیوادونه اوپه تیره بیا اسلامی هیوادونه غواړی چې د لویدیځ د استعماری قوتونو له هغو کرغیړنو دسيسو نه ځان وژغوري چې د ملګرو ملتونو په کور کې د دوی پرضد په لاره اچول کیږی ، نوباید د ملګرو ملتونو په میثاق او غړیتوب او صلاحیتونو کې ژور بدلون راشي ، او له سره د دې نړیوالې مؤسسې په تنظیمولو کار وشي ، او پدې هکله نوي اقدامات تر سره شي.
عبدالرحمن فرقاني