ژباړه د عبدالملک پرهیز
پاکه پوهه په ناولو زړونو کې ځای نه نیسيـ
ـ که غواړې شتون و پېژنې ، ځان و پېژنه
په نړۍ کې شته ښېګنې اوپېژاندنه پوهه ده او شر او زشتي ناپوهي دهـ
ـ تر هغې چې انسان ژوندی دی ، ددې خبرې پوهېدل ورته ګران کاردی چې د تل پاتې ژونددپاره باید مړ شي اووروسته له هغې بیامړینه نشته
ـ زه تر هغه چې کېدی شي حق پېژندنه کوم، خو څرنګه چې پيسې نه لرم نو پرته له ستاینې بل کار مې له لاسه پوره نه دی
ـ یوازې یو خیر شته چې نوم يې پوهه ده، او یوازې یو شر شته چې نوم يې ناپوهي ده
ـ له مړینې مه ډارېږۍ د هغې تریخوالی د ډار له امله دی
ـ تر ټولو ښه مړینه د هغه کسانو په برخه ده چې ستر کارونه يې ترسره کړي دي او سترې هيلې يېترسره شوي دي
ـ هيڅوک نه پوهېږي ، شاید هغه مړینه چې تاسې ترې دسخت او ورنکاره دښمن په توګهتيښتئ، یوه ستره لاس ته راوړنه وي
ـ له مړینې تېښته ستونزمن کار نه دی، له بدۍ تيښته سخت کار دی، ځکه بدي تر مړينې ژر راځي
ـ بشپړ انسان هغه دی چې دښمنان ترې خوندي وي، نه دا چې دوستان ترې وډارشي
ـ د زغم او قضاوت دپاره اړینه ده څو د آورېدو ، فکر ، خبرو ، لیدو او د څېړنې او قضاوت په وخت کې ناپېيلي اوسو
ـ هغه څوک نیکمرغه دی چې د هر ناسم کار او تيروتنې څخه نوی تجربه تر لاسه اوزده کوي
ـ هغه خوند چې د فساد څخه لاس ته راځيدخوښۍوړ نه دی ،ځکه خوند نه پاتې کېږي خو فساد پاتې کېږي
ـ مړینه هيڅډار نه لري، دا یو داسې آرامه خوب دی چې ناوړه خیالونه په کې نشته دی
ـ له هوښیارانو سره مشوره وکړه ځکه د هغوی فکر له نفساني غوښتنو لری دی له ناپوهه سره مشوره مه کوه ، ځکه هغه د نفس د غوښتنو تابع دی
ـ ټولنې ته هغه وخت حکمت او نیکمرغي مخه کوي کلهچې لوستل د ټولنې ورځنی کاروي
ـ له مړینې مه ډارېږئ ځکه د هغې تریخوالی د ډارله امله دی
ـ یو نا لوستی ژوند ، د ژوند کولو ارزښت نه لري
ـ ژوند لنډ او فاني دی خو هنر تل پاتي او دومدار دی
ـ له خپل مور او پلار سره داسې چلند وکړئلکه څنګه چې له خپلو اولادونو هیله کوئ
ـ که په منګي کې یو څه زهر واچوۍ او بیا منګی ووینځۍ نو کېدی شي د زهرو اغیزه له منځه ولاړه شي خو که خپل مغزو ته کوم څه ښه یا بد ورکړئ ، پر تاسې به واکمن شي او هیڅکله به ترې ځان خلاصولی و نه شئ
ـ د اراده لرونکو خلکو درګاه ته قهر او دښمني لار نه لري
ـ د هر کار پر پایلو فکر کول د سرلوړۍ سبب کېږي
ـ د قهر درمل چوپتیا ده
ـ خپل خدمت له انعام پرته خلکو ته وړاندې کړئاو د هغی انعام د خپل روح په آرامتیا کې پیدا کړئ
ـ هیڅ شتمني له هنره ښه نه ده او هیڅ هنر له پوهې لوړ نه دی اوتر شرم بل هیڅ ښه ګاڼه نشته او تر بد خویه هیڅ بد دښمن نشته
ـ د حکمت اثر هغه وخت په حکیم سړي کې را څرګندېږي کله چې ځان خوار او ناڅيزه و بولي
ـ د یو ملت د له منځه وړلو دپاره لومړنی ګام ، د ملت د حافظې وینځل دی
ـ د نړۍد مال دپاره دومره حریصه مه کوهچې په له لاسه ورکولو يې غمجن شې
ـ غچ اخیستل د عقل د کمزورتیااو د روح د ټيټوالی له امله وي
ـ په هر ډول چې کېدیشئواده وکړئ ، که ښه ښځه مو نصیب شوه نوډير به نیکمرغه شئ که بدهښځه مو نصیب شوهنوله تاسې به فیلسوف جوړ شي او دا دواړه د هر سړي دپاره ښه دي
ـ ادب او حکمت خپل شعار وګرځوه څو د خپل وخت ډير ښه سړی شئ څودنیک کسانو په ډله کې وشمیرل شې
ـ هغه څوکپوه دی کوم چې پوهېږي عقل يې لږ دی
ـ باید وخورې څو ژوندی پاتې شې، نه دا چې ژوندی اوسې څو وخورې
ـ نه شم کولی نورو ته څه زده کړم یوازې کولی شم هغوی اړ باسم څوفکر وکړي
ـ ژوند له بېڅېړنې او پلټنې هيڅ ارزښت نه لري
ـ ريښتنې پوهه داده چې ټول پوه شوچې په څه نه پوهېږو
ـ هغسې اوسه لکه څنګه چې غواړې ښکاره شې
ـ زه په خلکو کې تر ټولو پوه سړییم ، ځکه په یوه څه پوهېږم چې نور پرې نه پوهېږي او هغه داچېپه هيڅ نه پوهېږم
ـ په دوستۍ کې بيړه مه کوه خو کله چې دوست شوې ټينګ او ثابت قدمه اوسه
ـ له حیواناتو سره د انسان توپیر په دې کې دی چې انسان د خپل نفس او هوس د کنترولولو وس لري
ـ واده کول او د واده نه کول دواړه د پښيمانۍ سبب ګرځي
ـ ای د اتن خلکو، که څه ما بې ګناه وګڼئ او آزاد مې کړئ او یا مې بې ګناهو نه ګڼئ، زه به هيڅکله له خپلې لارې ستون نه شم ان که سل ځله ووژل شم
ـ هر چيرې چې له بشر سره مينه وي له فرهنګ سره هم مینه وي
ـ د خپل ځان باطني اروا ښکلې کړئ څو ظاهر او باطن مو سرهیوشان شي
ـ د یو ځل بری خوند د سل ځله ماتې ارزښت لري
ـ هر څوک که پوه شي څه شئی سم دی هيڅکله به بد کار ونه کړي
ـ د نورو د رازونو نه رسوا کول د کرامت او لوړ همت نښه ده
ـ هوښیار سړی لږې خبرې کوي او زیاد آوري
ـ زه په رښتیا او حقیقت نه پوهېږمنو ځکه د خلکو سره د بحث او خبرو له لارې غواړم تر لاسه يې کړم
ـ هيڅوک حق نه لري راضي شي چې بې لارې او ناپوه پاتې شي او هم هيڅوک باید حقیقت پټ نه کړي
ـ زه پوهه او هنر نه لرم، زما یوازنی هنر دا دی چې د خپلې مور په شان د قابلګي په فن پوهېږم، په دې توپير چې مور مې د زېږ په وخت کې له ښځو سره مرسته کوله او زه عقل او فکرونو سره مرسته کوم یانې هغه علم چې ددوی په سر کې شته پیدا او خبروميې پرې
ـ ستاسې د زړه په پرتله هيڅوک تاسې ته نژدې او رښتین نه دی، نو له دې کبله له هغه کسانو ځانونه لرې وساتئ چې ستاسې پاک زړه نه مني
ـ هر څوک یوه هیله لري ، څوک مال غواړي، څوک ښکلا او څوک ویاړ. خو زما له انده د ښه ملګري لرل تر دې هر څه ښه دی
ـ د خپلو ټولو دښمنانو تر منځ خپل ډېر نژدې دښمن ته چې ستاسې ژبه ده زیات پام ساتئ
ـ احمقه دوستان تر ټولو خطرناکه دښمنان دي
ـ که غلياوسې چې نور موپه خبرو راولي ، ښه به وي خبرې وکړئ څو نور موچوپ کړي
ـ که د بشر ټولې بدمرغۍ او بلا ګانې په یو ځای کې سرهراټول کړي او پر خلکو يې وویشي، بدمرغه خلک کله چې خپله ونډهوویني ، له خپلې لومړنۍ ونډې خوښ وي، اونور شکایت نه کوي
ـ خپل دوست ته خپله ټوله مینه مه څرګندوۍ ځکه که لږ بدلون په کې راشيبیا پرتاسې د دښمن ګومانکوي
ـ د ژوند کولو ډېره ښه لاره داده چې تل هڅه وکړو تر هغې ښه اوسو چې یو
ـ په ځای خبرې او په ځای چوپتیا د عقل نښه ده