دکندوز ولايت دجنګ ځپلو سره مرسته او دافغان امنيتي ځواکونو څخه دملاتړ په موخه دسليمان غر کلتوري ټولنې له لورې دپکتيا په ولايت کې غونډه جوړه شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ذبيح الله تنوير / پکتيا

دکندوز دجنګ ځپلو سره مرسته ،خواشيني ، غمشريکي او ډاډ ! دهيواد دملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ! او په هيواد کې د وروڼو قومونو يوالي ،افغانيت، ديوه اوبل څخه

دکلکې ننګې او ملاتړ ترنامه لاندې غونډه دسليمان غر کلتوري ټولنې لخوا دپکتيا ولسونو په مرسته جوړه شوه .

په ياده غونډه کې دسليمان غر کلتوري ټولنې مشر عاشق الله اخلاص يار وويل چې دګران هېواد افغانستان د هرې سيمې او هرې څنډې په درد درديږي او درد يې دخپل ځان درد بولي .

نوموړي دکندوز ولايت دولسونو سره په ياده غونډه کې خواشيني ، غمشريکي او همدردي وښوده او په ولسونو يې غږ وکړ چې دکندز دجنګ ځپلو سره هر ډول مرسته وکړي او پدې برخه کې بايد خپل اسلامي او افغاني مسووليت ترسره کړي . اخلاص يار دګران هېواد سرتيري چې په جنګونو کې وژل شوي يا وژل کيږي شهيدان ياد کړل نوموړي دخپلو شهيدانو په ننګه دصابر دشعر دوه بيتونه وويل چې :

څه دجلوس څه دجلسې څه دغزا شهيدان

مونږ بې هنره پښتنو سره بلا شهيدان

په ميدان ما جنګوي ماته شاباسی راکوي

خو دغزا په ويش کې نه مني زما شهيدان

 

اخلاص يار دغه جنګ په هېواد تپل شوی جنګ وباله او ويې ويل چې دايو استخباراتي جګړه ده چې په افغانانو تپل شوې ده.

اخلاص يار وويل چې زمونږ دښمنان زمونږ ګاونډيان دي که په لستوڼي کې ځای ورکوو خو خيرت دی کنه نو چيچل کوي .

اخلاص يار په همدې تړاو زياته کړه چې دی پدې باور دی او په دې عقيده دی چې :

څو چې داځمکه اسمان وي

څوچې داجهان ودان وي

څو چې پاتې يو افغان وي

تل به دافغانستان وي - تل به دافغانستان وي .

نوموړي وويل چې دهيواد دښمنان دې هغه خوبونه نه ويني لکه څو کاله وړاندې چې يې له امريکا اونورو هېوادونو وسلې اخيستې نيمې به يې پرخپل فوج ويشلې او نېمې به يې افغانستان ته دجنګ کولو او وراني په موخه راليږلي .

عاشق الله اخلاص يار وويل چې افغانستان دامهال مجهزه ملي اردو په عموم کې ملي امنيتي مجهز ځواکونه لري چې اوس دخپلې خاورې څخه دفاع کولی شي .

نوموړي وويل چې دا ددښمن وروستی زور دی چې په هيواد کې يو شمير خلک کړوي .

نوموړي په ټول توان دافغان ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او دده خبرې دغونډې دګډونوالو له لورې بدرګه شوې .

اخلاص يار پخپلو خبرو کې وويل چې افغانستان دافغانانو ګډ کور دی که پدې خاوره پښتون اوسيږي تاجک دي ، ازبک دي او يانور قومونه ټول سره وروڼه دي او ددې خاورې په ساتلو مکلف دي .

ده وويل چې يو شمير داخلي کسان چې دافغان نوم هم ورپورې دی خپل ورونه خپله بدناموي او داکار دپرديو په لمسون کيږي چې داهم دغندلو وړ دی .

او هغه دافغانستان قومونه چې په داخل دافغانستان کې اوسي يا بهر دافغانستان اوسي سپکاوی يې بد کار دی او عامل يې بايد دعمل په سزا ورسيږي .

اخلاص يار وويل چې په افغانستان کې شته قومونه دهشتګرندي ، نه پښتون دهشتګر دی او نه نور قومونه ، خو هغه چې داخبرې کوي دملاتړ سرچينه يې دبهرنيو استخباراتو څخه دی .

اخلاص يار وويل چې ټوپک پښتون ، تاجک ، ازبک ، هزاره کافر او مسلمان نه پيژني خو دچا په لاس کې چې ټوپک وي مقابل لوری چې هرڅوک وي پرې وژل کيږي .

اخلاص يار دهېواد يو شمير دپښتنو شهيدانو مشرانو يادونه وکړه چې که چيرې پښتون دهشتکر وای نو ټوپکو به نه خوړلی خو بدبختنا چې نن همغه څېرې مونږ له ځانه سره نلرو .

اخلاص يار په غونډه کې له ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل چې دکندز ولايت دجنګ ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي هرڅومره وس چې دپکتيا هروګړی لري بايد سپما ترې ونکړي .

ده په همدې غونډه کې دکندوز له قربانيانو سره دمرستې راټولو په موخه او بيا دوی ته درسولو په موخه يو اته کسيز کميسون اعلان کړ چې داچارې بايد تعقيب کړي او مرستې راغونډې کړي .

همدارنګه دپکتيا مرستيال والي الحاج عبدالولي سهي ، دپکتيا دولايتي شورا وکيل ډاکټر الله مير بهرامزي ، دځوانانو ديوالي ټولنې مشر احمدشاه احمدزي ، دامنيه قومندانۍ دامنيت آمر جانخيل ،دتجارت خونې مشر ډاکټر عبدالنصير علميار ، زيارمل ، دپکتيا پوهنتون ريس ډاکټر عبدالکريم طوطاخيل ،اويو شمير نورو ويناوالو پخپلو خبرو کې په هېواد کې روان جنګ دپرديو جنګ وباله او ويې ويل چې دوی چمتو دي چې پخپله هم دهيواد دښمن سره مخامخ دامنيتي ځواکونو سره يو ځای جنګ وکړي چې څو دامنفورې کړۍ ختمې او لاسونه يې دافغانستانه ووځي .

دوی وويل چې دافغانستان دښمن که په هره جامه کې وي زمونږ دښمن دی او اوس مونږ ډير ښه خپل دښمن پيژندلی دی . دوی هم پخپلو خبروکې ژمنه وکړه چې دکندوز دوروستي جنګ دځپل شويو کورنيو سره به مرسته کوي او په همدې تړاو به خپل مسووليت ترسره کړي .

ديادونې ده چې دسليمان غر کلتوري ټولنې له لورې دمرستو دټولولو بهير پېل شو او کار يې جريان لري چې ددريو ورځو په موده کې به مرستې ټولې کړي او کندوز ولايت ته به يې ورسوي .

داهم بايد ياده کړو چې په کندوز ولايت دوسله والو له لورې بريد شوی وو چې کندوز کاملا ونيول شو ،

خو افغان امنيتي ملي ځواکونو بيرته کندز له وسله والو ونيو ،

خو داسې اوازې رسنيو بيا خپرې کړي چې ددوهم ځل دپاره کندوز بيا دوسله والو لاسونو ته ورغلی دی .

داهم بايد ياده کړو چې دياد عنوان لاندې غونډه دپکتيا دځوانانو چارو مشر بخت الله ثاقب له لوري په يوه دريځ ليک لوستلو سره پای ته ورسيده ، چې دمتن لنډيز په دې توګه وو :

دريځ ليک

۱۳۹۴ / ۷ /۱۵ پکتيا ، افغانستان - سليمان غر کلتوري ټولنه

دافغان امنيتي ځواکونو څخه دملاتړ او په هېواد کې دنا امنۍ پروړاندې دسليمان غر کلتوري ټولنې دريځ !

 

لومړۍ : زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې پر مونږ دتپل شوې جګړې سره په کلکه مخالف يو او پر نړيوالو غږ کوو چې نور دې دسېمې هېوادونه دې ته مجبور کړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ومومي او نور ولس ددې ناوړه پېښې قربانيان نشي .

دوهم : مونږ دهېواد دټولو ولايتونو او په ځانګړې توګه دکندوز ولايت دجنګ ځپلو سره په درد او غم کې ځان شريک بولو ، او دهرډول مرستې ډاډ ورکوو .

دريم : دګران هيواد افغانستان دملي امنيتي ځواکونو (( ملي اردو ، ملي پوليسو ، ملي امنيت ، سرحدي پوليسو ، عامه نظم او سيمه ييزو پوليسو )) څخه په کلکه ننګه او ملاتړ کوو،

څلورم : مونږ دهېواد دملي امنيتي ځواکونو پخوا کې يو او داړتيا پروخت چمتو يو چې دخپلې خاورې دلويشت لويشت څخه دامنيتي ځواکونو سره په ګډه دفاع کوو .

پنځم : په هيواد کې د وروڼو قومونو (( پښتون ، تاجک ،ازبک ، هزاره ، پشه ايي ، ايماق )) اونورو څخه داساسي قانون په رڼا کې ننګه او ملاتړ کوو ، او هيچاته هم اجازه نه ورکوو چې نور مونږ په قبيلو وويشي او خپل افغانيت راڅخه واخلي .

شپږم : مونږ ټول افغانان يو او دا اجازه هيڅوک هم نلري چې دقومونو په نوم دې نور ګټې وکړې ، په افغانستان کې شته وګړي مسلمانان او افغانان دي ، دوی ترهګر ندي او ددې خاورې دښمنان ندي، ددې خاورې دښمنان زمونږ ګاونډ يان دي .

اووم : په افغانستان کې شته قومونو ته هرډول سپکاوی غندو او له ټولو هېوادوالو غواړو چې نور دې دې خاورې ته ژمن پاتې شي او له سپکا ويو دې لاس په سر شي .

اتم : مونږ به دا اجازه نور پرديو ته ورنکړو چې دافغانستان پداخلي چارو کې لاس وهنه وکړي ، که چېرې پردي زمونږ په هيواد کې لاس وهنه کوي نو مونږ به هم ددوی په کورنيو چارو کې لاس ووهو .

په درنښت