محمدامین بســمل
ګرانوهیوادپالواو بشرپالو!
هغه ورځ راتلونکې ده چې د نړۍ پرمخ به هرجابراوهرمغرورخپله سزأ وویني او لیدلې یې هم ده.که موږدا نږدې او لرې ماضي ته لږڅه ځیرشو دا نورپرېږدو یوازې د مکارو اویرغلګروانګرېزانوله شرموونکو ماتو څخه راوروسته به ووینو، چې روسانو هم پخپل وخت خپله شرموونکې سزأ ولیده.
دا ژوند خو یوه ازموینه ده موږ دې درنې ازموینې ته الله تعالی ج رابللي یو، هغه خلق کړي یو اوهغه زموږ د کردارو اوافکاروشاهد دی.
داچې بن ادمان دخپلوجابرانه اعمالوپه ترسره کېدوکې ناکامیږي او له خپلې ناکامي څخه پند نه اخلی دا نوبیایوه بله ازموینه ده، چې په نتېجه کې یې عاملینوته الله تعالی ج لا ډېرې نورې سزاوې ورپه برخه کوي اوکوم څوک چې د یادو ناکامانو له انجامه پند نه اخلي اوپخپله هغوی ته ورته اعمال ترسره کوي داسې کسان دالله تعالی ج له خوراسختې سزأ سره حتی په دې دنیا مخامخ کیږي، چې بېلګه یې دسپینې ماڼۍ پروني او ننني واکمنان درپه ګوته کولای شم.
لکه په ړومبنیو لیکنو کې مې چې ذکرکړي وو دلته یې یوځل بیا تکراروم، چې د۲۰۰۱زکال د سپتمبر
نهمه په کومه چې(مسعود) والوزول شو اودسپتمبریوولسمه کله چې په امریکا کې دنیویارک ډرامه تر سره شوه یو له بلې سره تړاولري مانا دا چې که(مسعود)بچ شوی وای ممکین دنیویارک پېښه یا ډرامه هم ورسره ځنډېدلې وای.
په هرصورت دسپینې ماڼۍ سرکشو اوکفن کشو د ډبل بوش په مشرۍ او د ناکام انګرېزي توني بلیر په همکاري دیوې داسې اوږدې، ناکامې، شرموونکې اوتپل شوې جګړې پټۍ پرې کړه،چې دټول بشریت دنفرت سبب وګرځېده.
د۲۰۰۱ز کال د اکتوبرپه اوومه نېټه دا ناکامـــه جګړه په داسې حال کې پیل شوه، چې دجګړې پلمه په ختمېدو وه هغه دا چې سپینې ماڼۍ دافغانستان له اســــلامي امارته اسامه بن لادین غوښت په دې وخت کې د پردې ترشاخبرې روانې اولوړپوړي طالب چارواکي دې ته حاضر شوي وو، چې د سپینې ماڼۍ دا پلمه ورختمه اود اسامه په اړوند سازش وکړي خونقشه پخوانۍ نقشه وه سپینې ماڼۍ یې حتمي عملي کېدل غوښتل ځکه خو یې اسامه بن لادین دهمدې موخې لپاره له چاده ترجلال آباده رسولی و.
امریکايي جابرانو د اکتوبر په اوومه نېټه زموږپه ګران افغانستان، زموږپه خوږه خاوره په بل عبارت زموږ په ګرانه مورداسې بې رحمانه راکټونه وورول، چې هیڅکله به مې هېرنه شي.
هــــــــــــــــــو!
په جرمني کې تیاره ماښام و زه له کارڅخه راغلم کــورته ننوتم د تلویزیون په پرده راکټونه پرله پسې ښکارېدل، چې له سمندري بېړیو څخه بزدلو امریکایانو دخوشال خان، میرویس خان او لوی احمدشاه بابا په ټاټوبي وروورول.
د راکټونویوازې سپینه رڼا ښکارېده خوکله به چې زموږ په پاکه خاوره ولګېدل، دا دځمکې مخ به لکه د ورېښمنو یوه زرغونه ټوټه ښکاره شو.
هــــــــــــــــو!
دابه هیڅکله هېرنه کړم که نور نه وي په دا خپل قلــــــم به یې غچ واخلم.
دمګړۍ خو مې داپه وس ده، چې یو څه ولیکم او د تېرو کلونو په څېردا ځل هم د اکتوبرپه اوومه نېټه د یوې ورځې لپاره دخپل(نښــــتر)ویبلاک دخپرونې په مخ دماتم توره پرده راوځړوم.
دسپینې ماڼۍ نورې نارواوې به له خیره سره په بله لیکنه کې تاسو درنو لوستونکوته وړاندې اوهلته به په عراق تجاوز، دعربو دبهارپه خزان راوړونکې ډنډوره اوزموږدسیمې په طبعي زېرمودخېټې اچولو او نویو پلمو په سپڼلو ستاسو خدمت وکړم انشالله تعالی.
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/21121
ژوندی او خپلواک دې وي زموږ ګران افغانستان
مړه او برباد دې وي زموږ د خاورې ټول دښمنان