ملا عبدالسلام ضعیف
په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
کله چې دنولس سوه اتیایمېلسیزې په جریان کې دهغه وخت د شوروي اتحاد جمهوریتونه دامريکادیرغلګرپه څیرپه خپلوشومواهدافوکې دناکامۍ اثارولیدل ، داسي تګلاره یې مخي ته کړه چې دافغانانوپه منځ کې دنفاق اوشقاق تخم
وپاشي، هغوی دقومي کنډکونوپه نامه هغه کسان مسلح کړه چې ددوی دشومواهدافوله پاره یي لبیک ووایه،دوستم یودهغوافرادوڅخه وو چې ددغومليشوپه سیسټم کې دخپل قوم په نامه دیوه کنډک مشرسو.
عبدالرشيد دوستم، په لنډوخت کې ځان روسانوته ډیر ورنږدې کړ، کرارکرار هغه دخپلوملیشولمن دجوزجان څخه ترسر پل،فاریاب اومزارپوري ورسوله،نوموړي دروسانوپه مرسته ډیری هغه قومندانان چې په سېمه کې موجود، یاقومي مشران اوبانفوذه کسان و له منځه یوړل، اویایې دسېمې څخه په یوه اوبل نامه فرارکړل،هغه په ډیرو جنګونوکې چې دشوروي اشغال ترسیوري لاندې کیدل یو ډیر مهم جګړه مارجوړسو،په ځېنوولایتونوکې به هغه جنګونه په ټېکه (قرارداد) اخستل اودهیوادپه ګوټ ګوټ کې به هغه جنګي عملیات کول، تردې چې دوه ځله دهغه بدنامه ګلم جم ملیشه دمجاهدینوسره دجنګ له پاره کندهارته هم ولاړل، د دوستم ملیشو چې دګلم جم،جوزجاني ملیشو اوافغان شوروي ملیشو په نامه هم یادیدل په نهایت ډول وحشي اوبي زړه سوی ټوپکوال و،په همهغه وخت کې يې په ظلم کې ډیرشهرت درلودی،دوستم یودهغوټوپک ماروڅخه دی چې په درولسیزوکې یې په لسګونوزره افغانان وژلي دي، په ټولوجنګونوکې لتاړو،دروسانوپه دستور سره دروسانودوتلوسره یوځای هغه دډاکټرنجیب دحکومت په وړانديد ملیشو لومړی جګړه مار و چې دبغاوت لاره یې ونیوله، هغه ددغه فرصت څخه په استفادې دشمال په پنځوولایتونوباندې قبضه وکړه ، ترهغه وروسته د مسعودپه پلوي دحکمتاراوبیادحکمتیارپر پلوي دمسعود اواسماعیل خان دډلوسره وجنګیدی،دکابل په ورانولوکې یې مهمه ونډه درلودله،درباني دحکومت په وخت کې هغه په شمال کې ځانته جلا اومستقل حکومت درلود،هرڅه یې له مرکزي حکومت څخه بېل او جلاو،دپیسو ځانګړې کرنسي اوبودجه یېدرلودله،سیاسي روابط اوتعلقات یې له افغانستان څخه بهر خپلواک و،د شمال ولایتونو دولتي عوایدیې پخپل واک کې و ،تقريبادهیواددشمال پنځه ولایتونه دده ترواک لاندې او دده د خوښې حکومت پکې و،تردې چې دطالبانو په ورتګ سره یې پاچاهي ړنګه ، دوستم ازبکستان ته وتښتېدی او بیا ترکيې ته ولاړ.
په هیوادباندې دامريکایانو دیرغل له برکته یوځل بیا دوستم دیرغلګرودپیاده قوت په توګه راپيدا، او د بهرنیانو په مستقیمه مرسته اوس دادی داشرف غني په مرسته دارګ ترماڼۍ پوري ورسیدی.
نوموړی له څه مودې راهیسې بیا ځل تر دې نامه لاندي چې دطالبانوپر وړاندې دحکومت ننګه کوې دنظامي ځواکمن کیدوله پاره هلې ځلې پېل کړی دي ،دهیواد دشمال په ځينوولایتونو کې بیاددغه فرصت څخه په استفاده ، غونډې اوجلسې کوي، په ځینوسېموکې یې نظامي هڅي هم پېل کړی دي، هغه قومندانان اوافرادچې دده دمليشوپخواني پاتې شوني وه، یوځل بیا يې په دې نوم سره منظم اومسلح کوې چې ګواکې د حکومت په ملاتړ له طالبانو سره جګړې ته يې اماده کوي،کیدای سي داهم کټ مټ هغه لوبه او تګلاره وي کومه چې روسانودخپل ناکامۍ په وخت کې په کارواچوله، اوس چې امريکایي ښکیلاک په خپلوموخوکې ترډیره پاتې راغلی، دوی هم غواړي چې دروسانو ناولي اودوینوډکه تګلاره د دوستم او دوستم ته ورته کسانو په وجود کې په کار واچوې، ولي په دومره توپير سره چې داځل د مليشویاقومي کنډکپه نوم نه، بلکې دمحلي پوليسورپه نوم.
دوستم هم په خپل وخت کې له دغېتګلارې څخه د خپل ځان په ګټه استفاده کول غواړي،زماپه نظر داهغه خطرناکه پروسه ده چې ګران هیوادبه يوځل بیا د ۹۰ مو کلونو بدغوني او خونړي حالت ته وروګرځوي، او یو ځل بیا به د هغې له خطره او وینو ډکې تجربې تکرار وسي.
دوستم چې پخوانۍ تجربه سوې څیره ده، نوي څیره نه ده، دهغه دا ډول تکراري تجربه به داشرف غني له پاره کټه مټ دنجیب وروستۍ ناکامه تجربه وې، چې د همدې دوستم له خوا څخه له پښو وغورځول سو، د هیوادله پاره به د۹۰مې لسیزې دانارشۍ بل تریخ پړاو وي،بلکې ترهغه به هم ډیر ناوړه اوخطرناکه تجربه وي،کیدای سي چې دنږ دې اولیري غلیمانوهغه شومې دسيسې یوځل بیادعمل ډګر کې پیاده سي چې په لسګونوزره بې ګناه افغانانو په هغه کې خپل ژوند دلاسه ورکړ، زیاتشمیر افغانان دنژادي تعصباتوپر بنیاد دکورونو اوجایدادونو پرېښودلوته اړسول.
دوستم دشوروي اتحاد داشغال په وخت کې دروسانوله پاره د هغوی د خوښې د خدمت اودمسلمانانوپه بې رحمه وژنوسرهد تفحصاتو د عادي کارکوونکې له دندې څخه ترجنرالي پوري ورسیدی، دروسانودوتلوسره یوځای هغه دډاکټرنجیب دحکومت پر وړاندې دبغاوت لاره ونیوله، د نجیب دحکومت واګې یې ورسستې کړي.
د صبغت الله مجددي له خوا څخه دقدرت اوهمکاری په تمه بیا هم دوستم ته د سترجنرال اوخالدبن ولیدلقب ورکول سو.
زماپه نظر داسي تجربه سوې جنایت کارته داسي فرصت بیاورکول چې هغه څه تکرارکړي چې نه یې غوږونه داوریدو اونه یې ژبه دویلوحوصله لري په حقیقت کېپه شمال کې دهغوبې وزلوافغانانوسره ډیره زیاته جفا او ظلم دی، چې غني ته یې ددې له پاره رایه ورکړي وه چې ګواګې جهاني مفکربه هغوی ته سوله او سوبه راولي، او د خپلسرو وسلوالو له ظلمه به يې خلاص کړي، دستونزوپه وخت کې به يې مرسته او لاس نیوی وکړي.
زه په دې نظریم چې کله به هم دوستم دسولې، ټیکاواوامنیت له پاره په صداقت سره کارونه کړي او نه به هم له غني سره وفاداره پاتې سي.
دوستم بیادقدرت او ځانګړې قوت لرلو له پاره هلې ځلې کوې ، دانه چې په یواځي ډول به ددې کارله پاره هلې ځلې کوې، بلکې دګاونډیو هیوادونو استخباراتي کړۍ به هم دکومک لاسونه ورته ور وړاندې ګړي ، چې بیابه یې مهار کول دغني او دهغه دادارې له کنټرول څخه وتلی کاروي.
غني په لوی لاس ځانته قبرکېندې، کیدای سي انجام یې نجیب ته ورته وي، که غني پر دې تمه وې چې دوستم به ده ته وفادارپاتې سي، لومړی دي دنجیب اوبیا درباني اوحکمتیار تاریخ وګوري،که پر دې تمه وې چې دوستم به د خپل ځان په ګټه استعمال کړي ، نولادوړاندې هغه ددې ډګرپه لوبوکې تر غني څوچنده مهارت لري.
ښه به داوې چې دداسې توطيومخه دناسور ترجوړیدو مخکې ونیول سي، که په وخت يې مخه ونه نیول سي، بیابه دیو لوی ناورین سره لاس اوګریوان سي، د هغوبې چاره افغانانو ژونداوراتلونکې ته هم پام وسي چیرته چې د دوستم او دده دملیشوله لاسه داسي ډول کړول کیږي او داسي جنایتونه کيږي چې د ویلو او هیر ولو وړ نه دي.
دخپلواک او ازاد هیواد په هیله