افغاني سوله او نوې انګیرنې

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال: أحمد سعید "كاموال"
یو ځل بیا طالب لورې د افغانستان حکومت سره د سولې اړخ ته هڅول کیږي، او پدې سلسله کې د پاکستان حکومت د مخکې په څير د دواړو طرفونو لپاره د غونډې کوربه و، خو خبره دلته ده چې ددغې صلحې

میکانیزم به څرنګه وي، آیا طالبان د فشار په نتیجه کې دغې صلحې ته ورهڅول کیږي او که هغوی په دې اړه حریت او آزادي لري؟!.
په دې اړه بیلابیلې آوازې او مختلف ګنګوسي اوریدل کیږي، ځینې وایې چې پاکستان حکومت د خپلو مجبوریتونو په اساس اوس طالبان مجبوروي چې د صلحې میز ته یې د افغان حکومت سره کښینوي، او په نتیجه کې پاکستان حکومت د افغانستان څخه خپل امتیازات ترلاسه کړي او په مقابل کی یې وکولای شي افغان حکومت ته د هغه دښمن(طالبان) تسلیم کړي ترڅو د ډیورنډ کرښه ورسره ومني او لاسلیک یې کړي، نو پردې اساس که طالبان خوښ وي که خپه د پاکستان حکومت به دا کار کوي.
خو که چیرې پاکستان خپلو اټکلونو ته د طالبانو له لورې مثبت ځواب ونه مومي نو بیا به حالت یوڅه ترینګلی شي او دا هم شونې ده چې طالبان د پاکستان خاورې پریښودلو ته اړه کړای شي، اوس ددې انتظار دی چې طالبان به کوم دریځ راخپلوي، که چیرې ځينې طالب مشران د پاکستان د فشار لاندې راغلل بیا به ددې انتظار وي چې آیا د طالبانو رهبري شوری او مشرتابه به په دې اړه کوم دریځ وړاندې کوي.
داسې بریښي چې اوس طالبان د یوه ستونزمن حالت سره لاس او ګریوان دي، مونږ که د طالبانو  تیر تاریخ ته لنډه کتنه وکړو نو دا به راته جوته شي چې هغوی په خپل دریځ او موقف کې تل آزاد اوسیدلي او د چا تر اثر لاندې ندي راغلي، خو دا هم باید له نظره ونه غورځوي چې پاکستان هم طالبانو ته ډیر محتاج دی، او دواړه له یو بل سره مشترکې موخې لري.
پاکستان غواړي مرکزي آسیا ته د افغانستان له لارې د تجارت پرامنه لار ومومي، که طالبان له دوی خوابدي شول نو د دوی دا هدف او غرض د خطر سره مخامخ کیدلای شي، له دې امله دوی تل کوښښ کوي د طالبانو سره یې ټکر رانشي، ځکه دوی نه غواړي طالبان مجبور کړي خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر نورې لارې چارې ولټوي.
 داسې راپورونه هم شته چې طالبانو پاکستان ته ځينې شروط وړاندې کړي، ترڅو له پلې کیدو وروسته یې د صلحې خبرو ته آماده شي، او هغه شروط د پاکستان لپاره ډير ستونزمن بریښي، طالبان د پاکستان له حکومته د ځینو هغو بندیانو مطالبه او غوښتنه کوي چې پاکستان وژلې دي، او دا په دې معنی چې طالبان د ضعیف موقف څخه خبرې نه کوي، بلکې د قوي اړخه د مذاکراتو پروسې ته راننوتي!.