شا تګ او پرمختګ!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

زلمی نصرت
زما هدف د چا توحین کول نه دی. زما هدف ځان ښودنه او یا هم چاته لاښوونه، نه ده.
زما مخاطب هغوی دی چی، له یوی خوا د بی طرفی چیغی وهی ،لاکن له بلی خوا سوړو او غارونو او تورو کوټو کی پټ سیاست کوی او حق و باطل سره بیلوی( هم زړه یی کیږی او هم ساړه یی).


زما مخاطب هغوی دی چی، د افغانستان د خلکو د سر نوشت په هکله بی تفاوته ، تماشا چی او یوازی او یوازی کتوونکی دی (خو بیا ځان سره وایی چی سیل بین عقل 40 وزیره داره).
زما مخاطب هغوی دی چی ،سیاست کول ورته د تشو بوسو بادول ښکاری ،خو کله چی د مقام او چوکی او امتیاز خبره را منځ ته شی، نو بیا شین شی له ځان زمری جوړوی او وایی چی زه خو بیطرفه یم ، چا سره ستونزه او لانجه نلرم . دجنایتکارانو سره هم کوم مشکل نه لرم، د هر چا سره جوړ راځم؟
زما مخاطب هغوی دی چی وایی، سیاست کول ښه کار نه دی ،سیاست کول روابطو باندی اغیزه کوی،زه نه غواړم چی سیاست وکړم او د سیاست پر سر خپل روابط دوستانو سره سست او خراب کړم.؟
زما مخاطب هغوی دی چی وایی،سیاست کول دهوښیارو خلکو کار نه دی،
هوښیار سړی اوسنیو شرایطو کی ځان له سیاست کولو نه لری ساتی.؟
زه بیا وایم چی: هغه ځوک چی ځانته هوښیاروایی، نو حتمن د ویلو لپاره یو څه خو به لری، اصلن دوی ته پکار ده چی سیاست وکړی ، کوم شی چی خورجین اوچانته کی لری و یی باسی او خپل د افکارو شته د خلکو سره شریک کړی.!
که هغوی چپ وی ،نو په طبیعی صورت سره سمه او رښتیا خبره خو بیا دا ده چی ، دا هغوی دی چی میدان نا پوهانو ته تش کړی ، او بیا دا نا پوهان دی چی خپل نا سم ، غیر انسانی او غلط افکار پر خلکو تحمیلوی . زه خو بیا د داسی کسانو موقف ته شا تګ وایم نه پرمختک.؟
د داشان کسانو به دوستی او دشمنی حساب کول سم کار نه دی. دا کسان کله کله د دشمن نه هم خطرناک وی.دا کسان ټولو حالاتو کی یوازی او یوازی خپل شخصی کټو ته ګوری او بس.
زما له نظره، هغه کسان چی خپل دزړه خبری کوی ، روښانه ، معلوم او ښکاره موقف لری. دا چی موقف یی سم وی او که نا سم، د احترام وړ دی نظر هغه چاته چی خاموشه او ښکاره موقف نه لری.