وکيلان د لړمې د بچيو پشان خپله مور خوري

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محبوب
اورېدلي به مو وي اويابه مو په خپلو سترګو ليدلي وي کله چې لړمه بچي وزېږي او بچي يې يوڅه را لوي اوپه خپلو پښو د ګرځېدلو شي نوبيآ خپله هغه مور چې دوی يې زېږولی دی خوري

يې، نن دافغانستان د ملت په انګړ کې د شته وحشيانو لخوا ورته عملونه کېږي چې دخپلې مور( هېواد ) په خوړلو پسې يې را خستې ده.
ډېری دولتي اراکين غواړي د ملت او دولت ترمنځ واټن دومره زیات کړی چې بيا یو د بل نوم هم وانه خلي اویا همدوی یو دبل پر وړاندې راپورته شي،ولس بېچاره د سنګسار په سزا محکوم نفر جوړ دی هرڅوک يې په طرف يوه تیږه ور شړي،دوست اودوښمن يې معلوم ندی خو دهريوه چې پرې لاس بر شي هغه يې په څټ کې په څپېړه وهي.
تېره ورځ مې له يوه ټلوېزيون څخه ديوه ولايت داوسېدونکي اواز اوریده چې ويل يې د اربکيانو له لاسه خپلو کروندوته نشي تللی ،که له کوره ووځي نو پاس په غونډۍ پوسته ده نو فوراً ډزېر پرې کوي،فصلونه يې له تندې وچېږي،پردي څاروي پکې مزې کوي خو دوی يې پوښتنه نشي کولای.
بل طرف بيا تېره ورځ له طلوع نيوز سره د بدخشان د پوليسو مشر جنرال بابه جان په خپلو خبرو کې داپه ډاګه وويل چې په دې ولايت کې د څو اونيو روانو خونړيو پېښو اصلي عاملين دولتي چارواکي او د ولسي جرګې او ولايتی شورا غړي دي،همدغه وکيلان دی چې هغوی ته امکانات برابروي ،ده زيآته کړه چې مخالفيتونه ددوی لخوا ۸۰۰ميله سپکه او درنه وسله ورکړل شوي همدارنګه د طالبانو يو قوماندان چې له افغان پوليسوسره په جنګ کې سخت ټپي شوی و د بدخشان دولایتی شورا رئيس لخوا کابل ته ددرملنې لپآره وړل شوی دی ،همدارنګه هغه مخالفين چې په دې ولايت کې استوګنې لري حتی د دولت لخوا يې د کورونو ساتنه کېږي.
جنرال باباجان دخپلو خبرو په ادامې سره وويل وکيلان چې تل يې د ددوی په کارونوکې لاسوهنه کړې په ښکاره ورته ګواښ کوي چې که هغه څوک چې دوی ورڅخه ملاتړ کوي دهر ډول جرم اووحشت کولو په صورت کې ستاسولخوا کوم ګواښ ورته متوجه شو ګيله به مو له خپله ځانه وي،همدارنګه دی وایی چې وکيلان دداسې خلکو حمايت هم کوي چې قتل وکړي او بيآ هغه شخص ونيول شي حتی دومره يې خلک وېرولي چې څارنوالي يې قضيه نه اخلي .
يواځې دا دوه ستونزې ندي چې موږ ورڅخه يآدونه وکړه دېته ورته په لسګونو بې کفايتی په دولت کې روانه  ده چې هېڅ څوک پرې غور نه کوي ائتلافي دولت هم د فيل غوږ کې ويده دی سرپرستان يې خوشي کړي دی او دهغوی چې څه زړه وي کوي يي وکيلان يې ورته پلاران کړي دي چې څه ووايي بايډ هماغه شان وشي اوکه ونه شي نوبيآ ورسره پوهېږي چې هېڅوک يې مخه نشي نيولي،نن په افغانستان کې ددوست او دښمن تعريف نشي کېدای داچې دوست مو څوک دی او دوښمن مو څوک دی ښکاره ده خو کاش د ويلو او په سزا او مکافاتو رسولو لپآره يې هم څوک وای.
د کورنيو چارو وزارت نوي وزير نورالحق علومي هم تيره ورځ له همدې ستونزو خپل زړه خوړ او يل يې چې ددوی دوستان يې په کارونوکې ګډون کوي چې له دوستانو څخه يې مطلب همدا وکيلان دی وکيلانو نن هريوه ځان رئيس جمهور کړی دی څوک نشته چې ګرېوان ته يې لاس ور واچوی او یایی په دې وپوهوي چې ته دهمدې ملت په رايه راغلی یی اونن په دې پسته څوکۍ ناست يې کنه چا درباندې څاروي هم نه څړول نو بیا نن ولې دهمدې ولس او هغه چا د وژلو لپاره مخالفينوته سلاح ګانې ورکوي ستا وجدان څنګه دا سې شوم کارونه منلای شي ته په کوم جرئت دا کار کوي،ددې هرڅه دليل څه شی کېدای شی چې دوی یی له خپل ولس سره دښمنان کړي دي.
سوال دلته پيداکېږي چې ولې دوه ولسمشران ددومره لویو پيښو مخه نشي نيولي آخر ددوی مطلب څه دی دوی څه غواړی چی ثابته يې کړي دوی خو نور ددې ملت وينه وځبېښله، ددوی هغه ژمنی څه شوی چې د کمپاينونو په وخت کې به يې د سوال کچکول غاړه کې وو او دملت سره ژمنی به يې پکې اچولې او رايې به يې غوښتې ولی نن دوی خپل وجدان ته نه ملامتېږي اخر دوی دهمدی لپآره دا دومره هلې ځلې کولې چې يواځې همدې څوکيوته ورسېږي؟