قاری حلیم
مولوی خالص چې د ظاهرشاه په څیر ځیني نااهله ده ته هم بابا وايي نوموړی د روسانو خلاف فعال رول و لوبلو خو ددې ترڅنګ چې ملا هم و مولوی هم ؤ شاعر هم ؤ لیکوال هم ؤ خو بیا
يي هم د حسد او کینې ژوره تشه پکې له ورایه ښکاریده دده عادت ؤ چې په ننګرهار کې يي له ځان پرته بل نه خوښیدو خو له نیکمرغه وسه يي نه کیده د روسانو د یرغل په مهال د افغان ملت ځینو بادرده وطندوسته شخصیتونو لومړیو کلونو کې وپتیله چې وسلوال مقاؤمت کې ونډه واخلي خو له بده مرغه د مولوی خالص د قومندانانو لخوا تقریبآ دري سوه ۳۰۰ کسان د خوګیاڼیو شاء و خوا کې ډیر په بیدردې شهیدان شول کله چې د ځینې باسیواده څیرو لخوا دا مسله مولوی صاحب مخ کې کیښودل شوه نو دده ځواب داسي وو.
افغان ملتیان کور ته راغلل او ژړا يي راباندې وکړه،چې د خالص مجاهیدنو د دوی څه د پاسه دوه سوه ګوندي غړي وژلي دي دوي ویل زموږ ګوندیانو هم د هپل ملي هوډ له مخي د نورو په شان د روس په ضد وسله راواخیسته،خو د خالص قومندانانو،هریوه ځان ته سیمې جدا او خپلې کړې وې او بل څوک يې نه پریښودل پلان يې جوړ کړې و،په یوه شپه ظالمانو زموږ په کلو برید وکړ او ډیر يې رانه ووژل،اوس مو خالص بابا ته عریضه ورکړه، چې ورسره مخ شوو نو هغه وویل تاسو د افغانستان لپاره جنګیږئ، خو موږ د مځکې بندګان نه یو د اسلام دپاره جهاد ، ستاسو مقابله د روس سره ده او زموږ د کفر سره، د افغان ملت کوم مشر په هند کې د بي بي سي سره مرکه کې د تره کي مترقي پروګرامونه تاید کړي دي ، خالص ویل چې دی خپله هم یو وخت افغان ملتی و، خو هغه وخت لا دې ګوند په ځان د سوشل ډیموکراسۍ ټاپه نه وه لګولې او ایډیالوجي يې سوچه افغاني وه، د سعد الدین شپون له کتاب څخه ).
مولوی صاحب خالص د خپل ژوند داسي پړاؤ کې واقیع و چې د انساني ضرورت د تر سره کیدو په وخت کې هم د دوهم کس مرستې ته محتاج و کله چې د امریکا یرغل وکړ مولوی خالص خپل معاون حاجی دین محمد ته تنظیمي واک له یو شمیر سپارښتنو سره وسپارلو چې دغه وخت دده زوی انورالحق مجاهد ، حاجی صاحب قدیر او قومندان معلیم اول ګل هم موجود وو ، دوي ته يي موقته اداره کې د کار کولو وصیت وکړ زوی ته يي هم ریاست ورسیدو او معلیم اول ګل ته هم د غنډ قومندانی دوي پخپلو میلمنو (عرب جنګیالیو) تورۍ بوړې کې د امریکا د الوتکو تر شدید بمبارد لاندې جنګی اشر وکړ د چا غوښې ډبرو کې ونښتې د چا ونو کې څوک وتښتیدل تیراه ته واوښتل ځینې يي ونیول شول ، میرمنې يي ډک مینیبس خالص فامیلیو کې چور کړل شوې خو کله چې موقته اداره کې د واک په سر د شمال ټلوالې ته ډیره برخه بیله شوه نو معلیم اول ګل مقام له لاسه ورکړ انورالحق مجاهد د امنیه قومندانې غوښتنه رد شوه پاکستان کې هم وضعیت بدل شو نو خپل پلار يي د علاج په پلمه د شپې له مخۍ د قچر په شاء بار کړ تر تورخم واوښتل د جلال الدین حقانی ورور له یو ستر کاروان سره له خوست کابل ته وخوځیدو چې هغه حامد کرزی ته د مبارکي ګلان غاړه کې ور واچوي چې نن ورته مرتد او د صلیب نوکر وایي خو په لویه لار کې د امریکا د الوتکو تر برید لاندې راغلل څه ووژل شول او څه بچ شول دا پورته هغه دلایل و چې دغه ګروپ د پاکستان د آی اس آی غیږ کې سقوط وکړ او نن د افغانستان د ولس په وژلو کرايي جنګیالي دي.
انورالحق مجاهد د تورې بوړۍ په نوم محاذ پرانیستو په خرپ او ترپ حملو، د ننګرهار د مخورو په ترور او بمی بریدونو يي پیل وکړ خو ددط ترڅنګ يې له حاجی دین محمد او قومندان حضرت علی سره هم اړیکه درلوده د قومی مشر حاجی زمان غمشریک د شهادت سبب هم د مولوی خالص د قاتلانو کار و وژونکی د همدوي و ، تر څو د سر کسان له مخۍ لرې کړې او میدان خپلو ملګرو ته تصفیه کړې ، د پاکستان فوځ دده ټول کړه وړه څارل بالاخره يې د ننګرهار او مشرقی په قراردادي وژنو له مولوی طحه او مولوی کبیر سره شخړه راپیدا شوه کله چې يې بادار د ټولو کړنې ترازو کړې نو د حاجی دین محمد په ذریعه له دولت سره دده اړیکو يې کریډټ راکم کړ او د زون مشری مولوی کبیر ته ورکړل شوه او والی مولوی طحه مقرر شو خپله د خالص زوی فوځ بندی کړ بیا د سوله د شورا د مشر صلاح الدین او حامد کرزی په غوښتنه له قید نظربندې ته ولیږل شو پیښور کې دیره شو د کور مصارف ای اس ای ورکوي او ننګرهار کې په بریدونو سربیره د مالدارو خلکو په تښتولو او برمتو کې پراخ لاس لري له همدز درکه ښه غوړین عاید لري ، د ننګرهاریانو په وژلو مولوی کبیر او طحه سره په سیالې کې لویدلې تر څو ای اس ای ته باور زیات کړې دا دوهم ځل ده چې جلال اباد کې په بانک برید کوي او مظلومان وژني ، د ابراهیم په نوم یو نفر چې اصلآ حسین خیل دی د پاړاچینار په لویه لار کې د ای اس ای لخوا دې ته ګمارل شوي چې هغه افغانان ور په ګوته کړې چې دولت سره يې د کورنیو غړي په غټو څوکیو کار کوي ، د ننګرهار د تیرې هفتۍ وحشی برید هم همدې ډلۍ کړی والله که نه داعش کړی او نه بلې ډلۍ د طالبانو خوارج مشرتابه او چڼي يې ددې مسؤلیت لري ، دوي دلته څلور هدفه لري.
اول: د اي اس آی د وفادارې لپاره ثبوت وړاندې کول.
دوهم: داعش چې ددوي نوی رقیب ګڼل کیږي بدنامول.
دریم: د خپلې جنګي وصول نامې او برنامې له مخۍ د افغانستان باسیواده او اهل کار شخصیتونه او ملي سرمایه له منځه وړل.
څلورم: عام ولس کې وحشت او ډار خورول چې له خپل هیواد سره له مینۍ زړه توري شي.
مولوی خالص د زمکو به غصب کې هم تر نورو کم نده د فارم هډۍ فاملیو زمکه يې غصب کړه او پخپلو کسانو يې وویشله، دده ځیني مینه وال وايې چې خالص بختور و مکه کې دفن شو خو دې پوښتنې ته بیځوابه دي چې هلته څنګه او کله لاړ؟ ډیر خلک وايې چې باړه کې يې دفن کړ او مړی يې هم لسو کسانو خاورو ته وسپارلو.
پوښتنه لرو چې خالص ملا زموږ له وژنو څه سود او سکون تر لاسه کوې ؟ اوس د جلال الدین حقانی د عربۍ میرمنۍ زامن راباندې امیر ټاکي.
د ننګرهار برید داعش نه بلکه طالبانو کړې ای اس ای سپینکالیو ته تور کالي ور واغوستل ، هغه ورځ یو طالب پلوه وايې چهاردی کې مولوی صاحب ویل چې داعش خوارج دي او وخت ورنکړئ مرګ يې روا دی ، ما ورته وویل تاسو ته د چا مرګ نده روا ؟ ویل يې ملت مرتد شوی باید یو میلون پاتې شي نور ټول ووژل شي.
قاری حلیم