د فرخندې سېځل د انسانیت سېځل دي

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

    Vereniging Afghaanse Juristen in Europa
________________________________
د ۲۰۱۵ کال د مارچ ، ۲۰ د ۱۳۹۳ کال د حوت د میاشتې ۲۹
د فرخندې سېځل د انسانیت سېځل دي
په ښار کې نوم د ناموس  پاتې نه شو      نظم او قانون ته دريځ پاتې نه شو

د افغانستان بې وزلو او پاک زړو خلکو تېر کال  د شهید سردار او د هغې د کورنۍ په مطلومانه شهادت پیل او  د اسلام په نقاب کې د لنډغرو په یو بوږنونکي  جنایت ،چې د يوې معصومې او بې دفاع انجيلۍ   فرخندې  تر وړاندې يې تر سره کړ، پای ته و رسوه.


دا د افغانستان په وینو لړلې تراژدي او د ماتم پر ټغر ناست ملت غم لړی  داستان بیانوي چې د افغاني شئووناتو پر خلاف د بنسټ پالنې د آفت او د غيرانسانې او غیر اسلامي ذهنیت  د څلورو لسیزو د جګړې په زغملو سره ، جهادي ، طالبي، داعشي بنسټ پالي ټولنه مسموموي او د افغانستان د تاریخي دښمنانو په یوه پلان شوې توطیه کې د خپلو استعماري مقصدونو دپاره  د ټولنې پر وګړو استحمار (خر کيدنه)  تحمیلوي.  ددغه نړیواله ترهګرو ناوړه پایله ، په کافر او مسلمان  د اسلامي افغانستان د ريښتنیو مسلمانانو  ویشل دي. په عمل کې عربي ارعابیون د خپل تور زړه په شان تور بیرغ له ځانه سره وړي چې هماغه زنګ وهلې وسله او پخوانۍ نسخه چې په وروستیو کلونو کې يې څو ځله آزموېلی څو ډار او بربریت پر هیواد خپور  او د ټولنې مادي او معنوي شتمني له منځه یوسي او د پرمختیا پر لاره د افغانستان امکانات له منځه یوسي.  
د معصومې فرخندې په وژلو او سوزولو سره د افغانستان د پرزېدلو د خطر زنګ په غږېدو راغلی دی. باید د ژور لید پر اساس ددغه پېښې پراختیا و څېړل شي. د شهید فرخندې سره چلند ، زموږ ټولنیز وجدان او عقلانیت آزمایښت لاندې نیسي.
د قانون د واکمنۍ نه شتون، کمزوری دولت، د ټولنیز او اقتصادي بحران زیاتوالی ، د وزګارانو  لښکر، سیاسي بندښت ، د دولت په دستګاه کې دوه لاسي توب ، د دښمنانو د پلان د تر سره کېدو زمینه ګڼل کېږي.  

په اروپا کې د افغانانو د انجمن ، په داسې حال کې چې دغه عمل په شدت سره غندي ، ددغه پېښې له  وحشي ، ټيټ صفته او نامرده عاملانو څخه خپله کلکه کرکه څرګندوي:

۰- څو له اساسي قانون څخه چې د اسلامي هیوادونو په منځ کې تر ټولو اسلامي قانون دی ، په دفاع کې غوڅ اقدام وشي. په دغه برخه کې نه پاملرنه د قانون د واکمنۍ د جنازې د لوستلو مانا لري  چې د دولت شتون په هغې پورې تړلی دی او دا په دې مانا دی چې هغه کسان اجازه تر لاسه کړي  د حقوقو د ساتونکي ارګانونه، پولیس، څارنوالۍ، قاضي او محکمې له پامه ولوېږي او دوي عمل و کړي..
څرګنده ده چې د منل شویو نړیوالو اصولو پر بنسټ جرم او جزا او د اسلامي شرعیت اصول چې په اساسي قانون او د جزا په قانون کې لیکل شوي دي ، د اولسمشر په ګډون هیڅ څوک حق نه لري د قاضي او محکمې پرځای چلند وکړي.
.
- لنډغره جنایتکاران چې د دغه دهشتګره جنایت په تر سره کولو سره يې د خلکو پر دین او عقیدې ملنډې وکړې ، د قانون منګولو ته وسپارل شي څو د واکمنې محکمې د حکم له مخې د« پغمان » د پېښې په څېر په سختې جزا محکوم شي.

- د پولیس موظفه کسان چې د ساده لیدونکو په څېر يې د جنایت تر وړاندې بې توپیره پاتې شوي، له دندو لرې او څارنوالۍ ته وسپارل شي.

- هغه دولتي مسوولین لکه د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت بې فرهنګه معینه ، د سنا د جرګې سناتور او د کابل د پولیسو ویاند ..... چې دا جنایت يې تائید کړ او جنایتکاران يې پر حق ګڼلي ول ، د قانون منګولو ته وسپارل شي.
- د حج او اوقافو وزارت د وزیر اکبرخان د جومات کم سواده ملا له خپلې دندې لرې او نوموړي چې قراني اصول تر پښو لاندې کړي او جنایتکاران يې له جنایته معاف کړي او بغاوت او د عامه نظم ګډوډي يې هڅولې او د داعیشیانو د راتګ  دپاره يې پر لاره اوبه شیندي ، د قانون منګولو ته وسپاري. (فاعتبروا یا اولی الابصار).
 

- په اروپا کې د افغانانو انجمن د ملګرو ملتونو سازمان، اروپايي اتحاديې او د بشر د حقوقو  نړیوالو سازمانونو ته په مراجعې سره غوښتنه کوي څو د بشر د حقوقو ددغه تراژدۍ تر وړاندې د جنایتکارانو د محکومیت او محکمه کولو په خاطر د افغانستان د خلکو  د اعتراض غږ د  اوچتولو په برخه کې مرسته وکړي.
په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو ټولنه مدني ټولنې، ټولنیزو، فرهنګي، سیاسی بنسټونو ، د قانون د واکمنۍ ساتونکو او دینداره خلکو ته په مرجعې سره په ټینګه غوښتنه کوي څو په ګډو هڅو سره د د ټولنې د داعیشي کېدو او د عربي  بنسټ پالنې د طاعون ، دیوبندي او قم   تر وړاندې اقدام وکړي.
په احترام


په اروپا کې د افغان حقوق پوهانو ټولنه
www.hoqooq.eu;

 


                              Vereniging Afghaanse Juristen in Europa
________________________________________
20 مارچ 2015 مطابق 29 حوت 1393
سوختاندن فرخنده ،سوختاندن انسانیت

ز ناموس در شهر نامی نماند       به ساز و به قانون مقامی نماند
( اکبر نامه)

مردم مستضعف و پاکنهاد افغانستان که سال آغاز سال را  با شهادت مظلومانه سردار شهید و خانواده اش آغاز کرد، با جنایت هولناک اوباشان که نقاب دفاع از دین را بررخ میکشند، در برابر دختر معصومه بی دفاع ما ، فرخنده جنت مکان به پایان میرسانند.

 این آغاز و انجام تراژیدی خونبار افغانستان و داستان غم انگیز ملت به عزا نشسته افغان را بازگو مینماید  که به تحمل چهار دهه جنگ با آفت بنیادگرائی و تاعون ذهنیت غیر انسانی و غیر اسلامی بر ضد شئونات افغانی ، بنیاد گرایان جهادی- طالبی – داعشی تار و پود جامعه مسموم ساخته میشود و در یک توطئه پلان شده دشمنان تاریخی افغانستان استحمار را بخاطر مقاصد استعماری بر افراد جامعه تحمیل مینمایند. پیامد ناگوار این شرارت پیشه گان بین المللی ، تقسیم مسلمانان پاکنهاد کشور اسلامی افغانستان به کافر و مسلمان میباشد. فی الواقع ارعابیون عرب بیرق همانند دل سیاه شان را حمل مینمایند که همان سلاح زنگزده و نسخه قدیمی را که در صد سال اخیر چندین بار آزمایش گردیده تا توحش و بربریت بر کشور مستولی و هستی مادی و معنوی جامعه معدوم و افغانستان چانس رفته به شاهراه ترقی را نداشته باشد.
با سوختاندن فرخنده معصومه زنگ خطر سقوط مجدد افغانستان به صدا در آمده است. باید  با بصیرت عمق پهنای این واقعه به بررسی گرفته شود. برخورد با فرخنده شهید ،وجدان اجتماعی و عقلانیت مارا محک میزند.
نبود حاکمیت قانون ، دولت ضعیف، تشدید بحران اقتصادی و اجتماعی ، لشکر بیکاران ، انقطاب سیاسی، دو دسته گی در دستگاه دولت زمینه ساز تحقق پلان دشمنان پنداشته میشود.

انجمن حقوقدانان افغان در اروپا در حالیکه به شدت وقوع این حادثه ننگین را تقبیح مینماید، نفرین بی پایان خود را به عاملین وحشی، دون صفت و نامردان ابراز داشته و با تاٌکید از رئیس جمهور افغانستان میخواهد  :

-تا در دفاع از قانون اساسی که اسلامی ترین قانون در میان کشور های اسلامی پنداشته میشود، اقدام قاطع نماید. سهل انگاری در زمینه خواندن جنازه حاکمیت قانون است که هست و بود دولت در گرو استقرار آن میباشد و به مفهوم اجازه دادن به افراد و گروه های است که با نادیده انگاشتن اورگانهای حراست حقوق ، به عوض پولیس ، سارنوال، قاضی و محکمه عمل مینایند.
اظهر من الشمس است که بر طبق اصول جهانی قبول شده جرم و جزاً و اصول شرعیت اسلامی که در قانون اساسی و قانون جزای کشور تسجیل یافته است، هیچ شخص به شمول رئیس دولت حق ندارد به عوض قاضی ومحکمه عمل نماید.

-جانیان اوباش را که با ارتکاب این جنایت دهشتناک دین و آئین مردم را به تمسخر گرفته، به پنجه قانون سپرده تا بر طبق حکم محکمه ذیصلاح همانند " حادثه پغمان" به اشد مجازات محکوم گردند.

-موظفین پولیس که به مثابه ناظران ساده انجام این جنایت با اغفال دهن بوجی را گرفته اند، از وظایف شان سبکدوش و به سارنوالی معرفی گردند.

-آنعده مسئولین دولتی اعم از معین بی فرهنگ وزارت اطلاعات و فرهنگ ، سناتور مجلس سنا و سخنگوی قوماندانی پولیس کابل .... که انجام جنایت را تاٌئید و جانیان را بر حق خوانده اند، به پنجه قانون معرفی گردند.

-وزارت حج و اوقاف به سبکدوشی ملای کم سواد مسجد شریف وزیر اکبر خان اقدام و نامبرده را که به تحریف اصول قرآنی ، جانیان را بری الذمه خوانده و بغاوت و اخلال نظم عامه را تشویق و جاده را برای ورود داعشیان آبپاشی مینماید، به پنجه قانون بسپارد (فاعتبروا یا اولی الابصار).

-انجمن حقوقدانان افغان در اروپا با مراجعه به سازمان ملل متحد ، اتحادیه اروپائی و نهاد های بین المللی حقوق بشر تقاضا مینماید تا در برابر این تراژیدی حقوق بشر صدای اعتراض شان را بخاطر محکومیت و به محکمه کشیدن جنایت کاران بر مردم افغانستان را کمک نمائند.

انجمن حقوقدانان افغان در اروپا با مراجعه به جامعه مدنی، نهاد های اجتماعی ، فرهنگی ، سیاسی، پاسداران حاکمیت قانون و مردم با دیانت با جدیت میخواهد که تا با اشتراک مساعی در برابر داعشی ساختن جامعه و طاعون بنیادگرائی عرب ، دیوبند و قم اقدام نمایند.

با احترام


انجمن حقوقدانان افغان در اروپا

www.hoqooq.eu;