مسلمان ډوله جاهلان!!

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالباري عارض
مسلمان ډوله جاهلان چاته خطاب دۍ؟ طالبانو ته نه وایی ځکه هغوی ایډه لوژیک افراطیون بلل کیږی بلکه هغو کسانو ته خطاب دۍ چی د اسلام سپین نقاب یی پر خپلو تورو او کرغیړنو مخونو ځوړند کړیدۍ .

مسلمان ډوله جاهلان هغه مقوله ده چی د عالمانو د شورا مشر د فرخندی پر قتل د اعتراض اړوند استعمال کړه . ایا تاسو تصور کولای سۍ چی ولی هغه ښکلۍ کابل ،هغه د علم او فرهنګ زانګو ، هغه د منورینو، روښان اندو او تحصیل لرونکو مسکن د وحشت، بربریت او جنایت قربانی کیږی؟ کله د پغمان بربریت، کله د کابل په ښار کی په رڼه ورځ د پولیسو په وړاندی صحرایی محکمه او د فرخندی وژل. دا ټوله په کابل کی، د هیواد د دفاعی او امنیتی ځواک په مرکز کی، د هیواد په پایتخت کی، تر هغه هم مهمه دا چی د فرخندی د وژنی په لمړنی غبرګونو کی د دولت منځنی سطحی چارواکو په یو ډول پر فرخندی قاتلانه برید ستاینه وکړه او یا هغه یی موجه وبللۍ ( خانم حسن زاده د اطلاعات و فرهنګ وزارت معینه، د کابل امنیه قوماندان او حکومتی چارواکۍ د وزیر اکبر خان مینی د مسجد مُلا)
هو! دقیقی څیړنی ته لنډه اشاره،  کیدای سی پورتنی سوال ته ځواب وګڼل سی. څو لسیزی وړاندی کابل فقط د درو څخه تر پنځو سوه زرو پوری خلګ په خپله غیږه کی ځای کړی وه شواهد ښیی سربیره پر هغه چی اوسیدونکی یی د مختلفو ژبو او ملیتونو لرونکی وه خو د تعلیم ، تربیی، او تحصیل څخه برخمن وه په ښاری اخلاقو هم په کافی اندازه سامبال وه ، د ښاریانو ترمنځ لوی رقابت د اخلاقی معیارونو د جګوالی،سیاست، وطن دوستۍ او تحصیل د لوړوالی په برخه کی ؤ. اما هغوی څه سول ؟ او کابل ولی د ویری او وحشت په مرکز بدل سو؟ یقینا اکثریت د پخوانی ساکنینو څخه  د همدی مسلمان ډولو جاهلانو له ویری هیواد پریښود ویره یی لرله چی د لوړ تحصیل او عالی اخلاقو لرولو په تور ونه ځورول سی او یا ونه وژل سی. پر ځای یی یو ډیر تعداد مسلمان ډوله جاهلان چی د اسلام پاک او سپیڅلۍ نوم د خپلو شرارتونو او فساد د دوام لپاره کاروی، د سیلاب په ډول کابل ته راغلل، د چور او تالان په پایله کی یی ثروتونه ترلاسه کړه او د سیلاب په شان تعلیم ،تربیی او تحصیل له کابله فرار وکړ.
له بله اړخه داسی ګنګوسی هم سته چی ګواکی نا امنۍ په پایتخت کی د رجعت غوښتنکو عناصرو غبرګون دۍ د ډاکتر غنی د تحول د برنامی په وړاندی، پر ولس تحمیل سوی قوماندانانو د ځان لپاره ورځ تر بلی په دولت کی امکانات محدود وارزول نو ځکه د ټیکاو د له منځه وړلو په لاره کی هر امکان لټوی او ګټه ځنی پورته کوی د هرات ولایت امنیت همدا مسلمان ډوله جاهلانو په وروستیو کی ټکنی کړیدۍ هغه که د تروریستی اعمالو له طریقه وی یا د زهر اګینه تبلغاتو له طریقه وی. په هر صورت د کابل وروستۍ پیښه دا ضرورت په ګوته کوی چی د مدنی حرکتونو ، رسانه ای تبلیغاتو او ممبرونو له لاری باید همدا جاهلان د وخت په تیریدو اهلی کړل سی،تعلیم او تربیی ته را وبلل سی ، د واقعی اسلام څیره یی په ذهنونو کی منعکسه سی او د نننی ښاری ژوند په ارزښتونو پوه کړل سی ، دوهمه لاره هم داده چی مسلمان ډوله جاهلان بیرته هغو سیمو ته ستانه کړل سی چی راغلی دی. شاید دا ډول واقعات وروستۍ هم نه وی له همدی کبله د خلګو په زړونو کی تر بل هر وخت ویره ډیره سویده هیڅوک ځان خوندی نه احساسوی په خاصه توګه ښځی و ویرول سوی،رجعت غوښتونکی هڅه کوی هغه نیمه او ناتوانه دموکراتیک بنسټونه چی په ډیر ربړ منځ ته راغلی دی له منځه یوسی او پدی ډول د ناامنۍ او جګړو ډګر تود کړی.
   داسی بریښی لکه د شاه دو شمشیره علیه رحمه د زیارت او مسجد دننه او دباندی یو جنایی بانډ د ناروا تجارت په منظور جوړ سوۍ وی ددی باند غړی ملایان،موذن،طالبان، د زیارت دننه او دباندی سوالګران، تعویز نویسان او څو څوړه ور لومپینان د څارګرانو په حیث، دی. ولسی غوښتنی داسی دی چی نوموړۍ بانډ له منځه یووړل سی او مسجد د(فرخنده علیه رحمه) په نوم و نومول سی. تر څو د مسلمان ډوله جاهلانو څخه د کابل د پاکولو په لاره کی لمړنی ګام پورته سی او د دوهم ګام په توګه د کارته سخی زیارت او پل خشتی جامع جومات په دقت وڅارل سی او د اړتیا په صورت کی لازم کارونه ترسره سی.