په لوګر کې په لومړي ځل د زیار په نامه ناپيلې اونیزه خپره شوه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په لوګر کې په لومړي ځل د زیار په نامه اونیزه خپره شوه، په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د زيار مدني ټولنې د غړو په نوښت زيار اونيزه له چاپه را و وته. دا اونيزه چې ناپيلې ده د زیار مدني ټولنې د غړو په شخصي

لګښت به تر دې وروسته په دومدار ډول چاپيږي. د زیار مدني ټولنې غړي ژمن دي چې د خلکو د ريښتيني غږ په توګه په رسنيزه برخه کې هم خپل ناپيلی او مدني غږ پورته کوي او ددې ولايت د ستونزو، لاسته راوړنو په اړه به خلکو ته معلومات ورکوي. په زيار اونيزه کې سياسي ، اقتصادي، طبي او سپورتي ليکنې هم خپريږي څو له دې برخې هم د لوګر پتمن ولس خبر وي. زيار مدني ټولنه چې نيږدې درې کاله کيږي په لوګر کې فعالیت کوي تل يي کوښښ کړی دی د حقايقو په ویلو سره د خلکو د مدني حقوقو د لاسته راوړلو په موخه خپله مبارزه جاري وساتي. هیره دې نه وي چې تر دې وروسته به دا ګڼه په دومدار ډول چاپيږي چې نه يوازې په چاپي بڼه بلکه پر لیکه يي هم هره ګڼه د افغان ځواک په ويبپاڼه کې لوستلی شی. زیار مدني ټولنه هوډ لري څو په تدريجی ډول دا اونیزه نورو ولايتونو ته هم ورسوي او ډيری محرومې سيمې تر خپل پوښښ لاندې راولي.
 په درنښت
 د زيار مدني ټولنې دارالانشا