دټولې نړۍله دوه سوه ژبوڅخه له پنځه زره کلونوراهيسې ۹۰۰۰متلونه او مقولې- ۴۹مه برخه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له دنمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه

دهغه ګيدړبايدزما بته نه چيچي.
هغه داسې مکاردی لکه ګيدړ.
هغه دغوږترشا يوګيدړلري.
سور
سهارسور(مست) ماښام مړ.(دنمارک-شيليند)
سره ږيره دشېطان هګۍ ده.(سوېډن)
هغه دهيڅ څيز له پاره سره ويښتان نه لري.


سره ويښتان اودوچ عرعرونه (ستن پاڼې بوټی چې دپرګيوغوندی داني نيسي )په ښه ځمکه کې وده نه کوي.
سره ملهم(سره زر)ټول ټپونه رغوي.(سوېډن)
سوروالی(له شرم)
سوروالی يادګناه او ياخرابې تربيې نښه ده.(انګلستان)
 انسان په خپل خرابۍ ترخپلې کمزورۍ کم سورکېږي.(فرانسه)
څوک چې سورکېږی،خامخا ګناهکاردی.(فرانسه)
څوک چې ډېرګناهکاروي کم سورکېږي.
ښځې له حيا(دفضيلت له رنګه) سرې کېږي .(يونان)
سپينه جنۍ(نجلۍ)چ//ط کله شرمېږي سره کېږي،نورې چې کله سرې شي شرمېږي.
په تورتم کې هيڅوک نه سره کېږي.
سره واين(شراب)
سره واين دزاړه هلک له پاره ډېر ښه سوغات دی.(المان)
کونه
که هرڅو ځان تېرباسې ،کونه هرکله شاته وي.(ناروې)
هرڅنګه چې ځان وڅرخوې،کونه بياهم شاته وي.(دنمارک-شيلېند)
په يوه کونه سړی پردوه اسونونه شي کېناستی.
زيات وخت  زما کونه وسولوه،ترڅومې مې زړه ته راشې.(دنمارک -فيون)
دغټوکونوله پاره غټ پتلونونه.(سوېډن)
اس دپردی کونه دې خپله،چې نن يې نه ځغلی نوکله.(افغانستان-پښتو[ژ.])
۲۴۱
سخت،ځيک
هغه  نامهربانۍ سخت ځواب ورکړ.
له نرموسره بايد ځيګه هم واخيستل شي.(انګلستان)
چيغه
په ځنکل کې چې څنګه چيغه وهې هماغه رازځواب راځي.
سلا،مشوره
سلا چې دهرچاله خواوي بايدسپکاوی يې ونه شي.
دکوچني سړي سلاسپکاوی نه دی.
دښځې مشوره سپکاوی نه دی.
ديوې ښځې مشوره کم وزنه وي،خويوازې يواحمق فکرکوي ترهغې ښه پېداکړي. (اسپانيا)
له خپلې مېرمن سره تل سلا کوه،خوتل دهغې اپوټه(برعکس) کارکوه.(روسيه)
له ليوني نه سلا اخله،خوژرترې تښته،(دنمارک-يولېند)
له هغه چا نه هيڅوخت سلا مه اخله چې ځان ترنوروهوښيارګڼي.(فلپين-تګالو)
مشوره له هرچا اخله خوخوښه خپله کوه.(شوروي اتحاد-اوکراين)
دسلاپوښتنه کوه ،خو کارله خپل عقل نه اخله،(زړه يهودي)
چاچې له مخکې نه پرېکړه کړي وي دخلکوښې مشورې نه مني.(پورتګال)
څوک چې نه يې عملي کوي بې شمېره مشورې اخلي.(فرانسه)
څوک چې دچاسلانه اخلي دژوندپه سخت وخت کې يې زده کوي.(سويلي افريقا-ايسکهوسا[دسويلي افريقا يوه رسمي ژبه ده چې نږدې اووه مليونه وګړي پرې ګړېږي .ژ.])
څوک چې مشوره نه مني،له هغه سره مرسته نه شي کېدی.(انګلستان)
که ښه مشوره دې په کاروي له زوړسړي نه پوښتنه وکړه.(انګلستان)
له هغه چاسلامه اخله چې زوړوي،له هغه چايې واخله چې دژوندتودې سړې يې لېدلي وي.(افريقا-هيريرو)
له بت نه دتجربه کارسړي سلاښه ده.(افريقا-اشانتي)
که دهوښيارسړي مشوره دې واخيسته هم به دخپل زونداوهم دخپلې مېرمنې واک ولرې.(شوروي اتحاد-کريمياتاتاري)
ښې مشورې نه خوساکېږی،کله چې کورته وچې راځي.(دنمارک-يولېند)
ښومشوروته هرڅوک غوږنيسي ،له هغوپرته چې ورته ډېره اړه لري.(المان)
ټولې مشورې چاته په يوځل نه راځي.(افريقا-سوماليا)
کله چې څوک مشوروته اړه نه لري ډېرې ورته پېداکېږي.(دنمارک-لوېديزيولېند)
کله چې کارشوی وي مشوره ناوخته راځي.(چين)
مشوره اومالګه چاته بې غوښتنې مه ورکوه.(ايتاليا)
۲۴۲
دمېوې ونې ته دګوردم(دغټې ونې تنه)دخېژولومشوره اسانه ده.(شوروي اتحاد-ګرجستان)
بل ته مشوره ورکول ډېراسان اوځان ته ډېرسخت دي.(زړه يهودي)
له مرګ پرته دهرڅه له پاره مشوره شته.
هلته ښې مشورې ډېره لوړه بيه لري.(فريزي)
ښې مشورې کم پېدادي بېکاره مشورې هرځای پېداکېږي.(المان-لوکزامبورګ)
هغه نجلۍ چې چې واده يې کوه وويل:«ښه مشوره راکړه خودامه وايه چې واده مه کوه».(فريزي)
خوسا،سخا
خوسا توب نورپاي ته رسېږي.(پيدرلال)
خوساهګۍ څوک نه شي خرابولی.(انګلستان)
خوساهګۍ جنګولی شې خوخوړلی يې نه شی.
خوساهګۍ مه جنګوه!(افغانستان -پښتو.ژ.)
خوساهګۍ پوره کېک خرابوي.
خوساهګۍ اوګنده کوچ له يوبل سره ښه جوړېږي.(سوېډن)
 چې هپڅ خواړه درته وي پاتې،نيم خوساهم ښه دی.(سوېډن)
ټولې خوساغوښې يورازخوندلري.(چين)
بې لارېتوب
له بې کورۍ نه بې لارېتوب ښه دی.
زين
له اس ورکېدونه،زين ورکېدل ښه دي. (اياليا)
هغه  پرزين ناست دی زين لټوي.(فرېزي)
زينول
سړی هميشه په هغه ورځ اس نه ځغلوي،په کومه ورځ چې زين کوي يې.
سړی يې بايدله سپرېدومخکې،زين نه کړي.(دنمارک-شيلېند)
سينګار
هغه يوخراب څيزدی،بايدسينګارشي.
وينا،ويل
څنګه چې ويل کېږي،هغه رازبايدترسره شي.
له وينا ترعمله سترټوپ دی.
نرم،ارام
ارامې اوبه بېړۍ بندرته په احتياط رسوي.(سوېډن)
۲۴۳
څوک چې يې په ارامۍ ترسره کوي،ډاډه يې سرته رسوي.(ايتاليا)
چې څومره يې په ارامه ترسره کوي،هومره يې دوام ډېروي.
په اسانۍ
سړی په اسانۍ سره په جيب کې لاس موټی کولی شي.
غېچي ،بياتي
پڅه غېچي ګنډونکی کږوي (کاږه غوڅول کوي).
هغه په غېچي کې ناست دی(په محورکې ناست دی).
له قبرنه مخکې،هيڅوک سپېڅلی نه شته.
مالګه
مالګه دځان ستاينه نه کوي چې خوږه ده.(افريقا-ګا)
مالګه هغه وخت چې ورته ضرورت وي دتوکوخوندخرابوي.
مالګه نه خوساکېږي.(عربي)
اشپزه چې مينه شي سوپ کې مالګه زياته وي.(سوېډن)
 هغه غوښه چې مالګه ونه لري ښه ده چې سپوته وغورځول شي.(عبري)
له مالګې اولمرنه بل هيڅ په دردنه لګېږي.(لاتين)
بې خواړواومالګې هيڅ خبرې سمې نه دي.(روسيه)
مالګه اوډوډۍ اننګي سره کوي.(سوېډن)
هغه ديوې هګۍ له پاره مالګه نه لري.(پيدرسيو)
په اوبوکې دحل شوي مالګې پورته څاڅکي نه کوي.(اندونيزيا-سوندانيزي)
مالګه برټپ مه دوړوه.(يهودي)
له کمې مالګې سره.(لاتين)
څوک چې دلګ لګ په لکۍ مالګه اچوي،هغه يې نيولی شي.
ټولول،جمعول
څه چې په دقت راټول شوي وي،په هوښيارتيا به وساتل شي.
له يوښه راټولولووروسته زيات وختونه يوښه ويشل راځي.
نږدې کېدل(کورداری)،مقاربت
له يوې زړې مېرمنې سره نږدې کېدل سپږې اواوږده ويښتان درکوي.(عربي)
له يوځای کېدو(مقاربت)وروسته ټول ژوي اغېزمن کېږي.(لاتين)
هغې له يوځاې کېدو(مقاربت) پرته زېږولی: هغه له خوړلوپرته چاغه شوې ده.(اکدي[اکدي ژبه په پخواوختونوکې داشوريانواوبابليانو منځ کې رواج وه،ړومبنۍ سامي ژبه ده ،ليک يې مېخي وچې له سومري ژبې اخيستل شوی .ژ.])

۲۴۴
يووالی،پيوستون
له ښه پيوستون سره کمزوران يې ګټلی شي .(ناروې)
هغوۍ داسي سره يودي لکه دالمارۍ په يوروک کې دوه سپږې.
دوۍ داسې نښتي لکه نخودپه يوپلي کي.
که ته له کارغانوسره يوځای نه وی،نوډزبه درباندې نه کېده.(سکاتليند)
خبرې
 په خبرومېلمه نه مړېږي.(روسيه)
رضايت
څوک چې غلی دی راضي دی.(لاتين)
چوپتيا درضايت نښه ده.(افغانستان-پښتو.ژ.)
وجدان
وجدان درواغ نه وايي.
وجدان له موږټولوډارن جوړوي.(انګلستان)
وجدان هيڅ غاښونه نه لري،خوبياهم مېده مېده جوول کوي.(روسيه)
وجدان دواړه،هم وکيل اوهم ګټونکی قاضي دی.
يوبدوجدان هيڅ څارنوال ته اړه نه لري.(فرانسه)
وجدان دزروګټونکو هومره برابرارزښت لري .(لاتين)
بدوجدان دلېوه غاښونه لري.(سوېډن)
خراب وجدان تل ډېرې پلمې لري.(هند-هندي)
خراب وجدان دسترګوله لارې لېدل کېږي.
يوښه وجدان دخدای سترګه ده.(روسيه)
يوښه وجدان په تالنده اوبرېښناکې هم بيده وي.(انګلستان)
يوښه وجدان يونرم بالښت دی.(المان)
ښه وجدان ښه خوب راولي.(سوېډن)
ښه وجدان سړي ته روښانه څېره ورکوي.(سوېډن)
دوجدان ارامي دټولو هغه بديو دردونه اراموي چې کېدای شي پرتاګوزاروکړي .(ايتاليا)
وجدان خپله دهغوکسانوله پاره خرڅلاوتياردی، چې دهرڅه له پاره چنې وهلوته چمتودي.(ايتاليا)
پاک وجدان دخرابې حافظې پربنياد.
شګه،شګې
دااړينه نه ده چې سحرا(سارا)ته شګې وېوړل شي.
په ساراکې شګې ارزانه وي.
۲۴۵