عبدالرحمن فرقانی
افغانستان هغه هېواد چې تل د تاریخ په اوږدو کې د لوېدیځ ا و ختیځ د استعمار له نظامي یرغل سره مخ شوی، خو د دریو لسیزو راپدیخوا د داسې خونړیو جګړو او کشالو سره لاس اوګریوان دی، چې په لړ کې یې
خپل ټولې معنوي او مادي شتمنۍ او سیاسي ثبات له لاسه ورکړې او په پای کې د تل پاتې سولې او سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ټیکاو ته سترګې په لاره دی.
که څه هم چې د افغانستان دعظمت څخه په ډکو او لوړو غرونو د روسانو د ماتې او د سره لښکر تر وتلو وروسته د ډېموکراسۍ ټیکداران د المان په پون ښار کې سره راټول شول تر څو د افغانستان لپاره دډېموکراسۍ له اصولو سره سم یو ډېموکراتیک نظام رامنځته کړې، کوم چې د دوی په اند افغانستان ورنه محروم دی، هغه نظام چې افغانانو ته یو پرمختللی ، سوکاله او نیکمرغه ژوند په برخه کړي، هغه نظام چې د خلکو له اړخه د خلکو لپاره سوکالي، نیکمرغي او ..... راوړي، هغه نظام چې د دوی په اند د هېواد ټولو اتباعو ته په یوه ډول حقوق تضمین کړي!.
خو په حقیقت کې د هغو افغانانو په حق کې چې بشریت یې د کمونیزم له وحشت او بربریت څخه وژغوره، لویه جفا تر سره شوه، او نوموړې جفا دقیقا هماغه د دېموکراسۍ نظام ؤ، چې د بون په ښار کې د ډېموکراسۍ د ټېکدارانو په مشرۍ د امتیاز پاللو او مصلحت پاللو پر بنسټ د هغو کړیو څخه رامنځته شو، چې په افغانستان کې د نظامي ځواک څخه برخمن او یا په حقیقت کې د نظامي ځواک څخه برخمن وګڼل شول او نور هغه ډېر اړخونه چې په یوه ډول نه یوه ډول د افغانستان د ملت له جوړښتونو څخه شمېرل کېدل محروم پاتې شول. هغه کړۍ چې هغه مهال یې نظامي ځواک درلود او یا یې پتیله چې نظامي ځواک لري او یا د سمت، قوم او ژبې او مذهب پر بنسټ خپل نفوذ درلود د بون په حکومت کې مظرح شول. او هغه نورنظامي ځواکونه چې د اشغالګرو ځواکونو سره جنګېدل له دغه حکومت څخه محروم شول.
دیری افغانان په دې باور دي، چې په بون کې د افغانستان لپاره د حکومت جوړښت په حقیقت کې د هغو بیوزله افغانانو پر وجود باندې یوه بله کړونکې ضربه وه، چې د کمونزم څخه د بشریت د ژغورتیا په موخه یې ستره سرښندنه وړاندې کړې وه...که څه هم چې د ډېموکراسۍ تر شعار لاندې افغانستان ته د ډېموکراسۍ د پلېکېدو تګلاره او پروسه راغله, خو په حقیقت کې د ريښتنې ډېموکراسۍ سره یې په زرګونو فرسنګه واټن درلود، په تېرو دیرلس کلونو کې ډېمکراسي په ریښتنې توګه په افغانستان کې بنسټېزه نه شوه، ځکه چې ډېموکراسي د غیر مشروع یا په بل عبارت غیر قانوني لارې څخه افغانستان ته مخه کړې وه، تر اوسه لا د افغانانو زخمونه د روسانو د ظلم او ستم له کبله نه وو، روغ شوي، چې لوېدیځ د غیر مشروع لارې څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه راغي، د دیرلس کلونو له تېرېدو وروسته یې د ترهګرۍ شواهد د افغانستان له پولو بهر وموندل، او د لوېدیځ د ټولو امکاناتو سره سره افغانستان په دېرلس کلونو کې د ثبات او ټیکاو څیښتن نه شو!.
پاکستان او د سولې بهیر په افغانستان کې..د ملي وحدت حکومت نوی پیل:
پاکستان چې د تروریزم سره په مبارزه کې د امریکا لومړی درجه ملګری ګڼل کېده، پخپله یې د بېلابېلو پلمو پر بنسټ په افغانستان کې خپل استراتیژیک او جګړیز عمق په وېرونکي ډول پلاټه، او تل یې د افغانستان د خلکو له برخلیک سره لوبې کولې. په تېرو دېرلس کلونو کې د افغانستان حکومت په مکرر ډول هلې ځلې په لاره واچولې ، تر څوپه افغانستان کې د تل پاتې سولې په ټینګښت کې د پاکستان ملاتړ تر لاسه کړي، خو په دې موخه بې وسه پاتې او په پای کې یې پخپله بې وسۍ اعتراف وکړ او د سولې ګنجۍ یې د امریکا او پاکستان څخه تر لاسه نه کړه!.
د ګڼ شمیر سیاسي محللینو په اند، هغه څه چې وضعیت په دواړو اړخونوکې، د ډېموکراسۍ د بهیر دسمون په اړخ کې او د سولې د ټینګښت په اړخ کې په افغانستان کې سمولې شي، هغه د نوی حکومت تشکیل ؤ، چې ډېرو خلکو د ډېموکراسۍ د سمون او د سولې د ټینګښت لپاره یو ریښتنی فرصت ګڼلو. له همدې کبله د افغانستان په وروستنیو ټاکنو کې د خلکو ګډون ډېر بې ساریه ؤ، اکثریت ښځینه وو او نارینه وو په ټول ټاکنو کې د ګډون مظاهره وکړه. او په دې باور وو، چې هغه څه چې د بون په ښار کې په افغانستان کې د ډېموکراسۍ د تمثیل لپاره تر سره شوي و، به سم کړي. د ډېموکراسۍ بهیر به د سمون لور ته په حرکت کې کړي. خو له بده مرغه چې په دې اړه هم د ډېموکراسۍ لویو ټیکدارانو یو ځل بیا د افغانانو له برخلیک سره لوبه وکړه او د خپل هوس سره سم یې د افغانستان سیاسي برخلیک انځور کړ، د افغانانو زړورو رایو ته یې درناوی و نه کړ، د ډېموکراسۍ اړوند یې د افغانانو باور یو ځل بیا زیانمن کړ.
په هره توګه د ډېموکراسۍ د ارزښتونو او اصولو په خلاف د یوه سیاسي جوړ جاړي په پایله کې د ملي وحدت تر نامه لاندې حکومت را منځته شو، له کومه ځایه چې د افغاني ټولنې دهنیت ګڼ شمیر فشارونو دې ته چمتو کړی ؤ، تر څو هرهغه څه چې را منځته شي هغه د مجبوریت له امله ومني، خلکو دغه ډول یو حکومت چې په نړۍ کې د ډېموکراسۍ په چوکاټ کې تر دې وړاندې نه ؤ، پېژندلی ومني، کوم حکومت چې د حکومتدارۍ لپاره یې له وړاندې مشخص میکانزم او تصور شتون نه درلود او کېدای شي له همدې امله د حکومتدارۍ په چارو کې نوموړي حکومت اوسمهال له ستونزو سره هر شیبه مخ کېږي، ځکه د یوه نورمال دیموکراتیک حکومت لپاره له وړاندې د قانون د حکم سره سم مشخص تصور موجود وي، د صلاحیتونو او واکونو څرنګوالی پکې څرګند وي، خو اوس د افغانستان د ملي وحدت حکومت د حکومتولۍ د چارو لپاره څرګند تصور نه شته، د کابینې د تشکیل، د سلاکارانو د تقرر، څخه نیولې د واکونو او صلاحیتونو تر ویش پورې هر څه نوې او مجددې موافقې ته اړتیا لري.
د ملي وحدت د حکومت په راتګ سره د افغانانو سره نوي هیلې او آرزوګانې پيدا شوې، د سولې د ټينګښت څخه نیولې تر هر اړخیز سیاسي ټیکاو پورې، او ټول مني چې نوی حکومت د خپلو ژمنو سره سم د سولې د ټینګښت لپاره په سیمه ییزه کچه اغیزمن ګامونه پورته کړل، د ولسمشر د سفرونو تمځایونه په دې اړه ډېر دقیق او اغیزمن وو، څرنګه چې د ډېرو سره دا باور او یقین را ټوکېدلی ؤ، چې ګواکې د سولې لپاره سیمه ییز بستر چمتو شوی، خو آیا نوموړی بستر ریښتنی دی؟ او یا دا چې یوه بله خطرناکه لوبه د افغانستان د بربادۍ لپاره د پاکستان له لوری په لاره اچول شوې ده؟.
پاکستان.. د سولې ټینګښت که دې داعش د پروژې تطبیق؟
پاکستان چې د یوې اوږدې مودې څخه راپدیخوا د افغانستان سره د سولې په ټینګښت کې ریښتنې مرسته نه کوله، په دې وروستیو کې حاضر شوی، تر څو د سولې په تحکیم کې د افغانستان سره ریښتنې مرسته تر سره کړي او په دې اړه اغیزمن ګامونه پورته او ملموسې کړنې په لاره واچوي! د پاکستان استخباراتي موسسې په پرلپسې توګه د افغانستان سیاسي ادارې ته ډاډ ورکوي، چې د سولې په ټینګښت کې به له افغانستان سره ریښتنې مرسته کوي! خو کومه پوښتنه چې په دې اړه د هر افغان ذهن ته لاره مومي، هغه دا ده، چې څه شی لامل شوي، تر څو هغه پاکستان چې په هیڅ ډول نه حاضرېده، چې د افغانستان سره د سولې په راوستو کې ريشتنې مرسته ولري، په ټول عزم او یقین سره حاضر شوی ، تر څو د افغانستان له حکومت سره دحقیقي مرستې لاس اوږد کړي، د ښکاره بدلونونو د رامنځته کېدو څخه پرته څه باعث شول تر څو پاکستان په دې اړه خپل چمتوالی وښیي، او نوموړي بهیر ته لبیک ووایي!؟.
په سرکې مو د پاکستان په استراتیژۍ کې د دغه بدلون لامل په څرګند ډول نه شو موندلی، خو په دې وروستیو کې په سیمه کې ځینې بدلونونه د دغې استراتیژیک بدلون شواهد کرار کرار رامنځته کوي:
كه لږ ځیر شو، په دې وروستیو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې د داعش د حضور خبرونه د رسنیو له لارې په مستند او غیر مستند ډول خپرېږي، او د نوموړي حضور د تامین لپاره د هغو بهرنیو (بریتانوي)کړیو نمونه هم اخیستل کېږي، چې د طالبانو د ځینو کړیو سره یې له وړاندې اړیکې درلودې او د دې سره جوخت د لوېديځ لوړپورې چارواکې هم د دغه حضور تایید کوي ! .
د داعش د تشکیل او جوړښت اړوند بیلا بېلې شننې او تحلیلونه شتون لري، په پیل کې خو ډېری شننونکي په دې اند وو، چې د داعش پروژه یوازې د منځني ختیځ لپاره یوه سیمه ییزه پروژه ده، او بېلابېلې استخبارتي کړۍ نومړې پروژه خپلو اهدافو ته د رسېدو په موخه تمویلوي، خو اوس بیا دا تصور پر دې باندې کرار کرار بدلېږي، چې ګواکې دا د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه واحده پروژه ده، او د داعش حضور په افغانستان او پاکستان کې دا وروستنی باور تاییدوي. په هره توګه موږ په دې لیکنه کې نه غواړو تر څو د داعش او د داعش د تمویل کونکو اهداف وڅېړو، بلکې موږ غواړو دې ته اشاره ولرو ، چې هسې نه چې پاکستان په افغانستان کې له یوه لوری د داعش پروژه تطبیق کړي او له بل لوری په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په پلمه پر طالبانو شرایط سخت او امکانات کم کړي، تر څو افغانستان ته راواوړي او په افغانستان کې د داعش په لیکو کې جذب شي، او د افغانستان حکومت د پاکستان کړنې د سولې د ټینګښت لپاره وګڼي. او د پردې تر شا پاکستان د داعش پروژه لاسلیک کړې وي.
خو هغه څه چې موږ افغانانو ته په دې برخه کې متوجه کېږي، هغه زموږ خپل برخلیک دی، چې باید موږ پخپله خپل برخلیک وټاکوو، که بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې خپل جګړیز ماموریت په سولې ییزو کړنو او د ښوونې او روزنې په چارو بدل کړی دی، نو موږ ته هم پکار ده، تر څو بین الافغاني جګړې ته د پای ټکی کېږدو، او له دې وروسته پخپل منځ کې د جګړې لاملونه وڅېړو، د پردیو د جګړو ابزار و نه ګرځو، پخپل منځ کې د تفاهم او روغې جوړې اسباب و پلټو او د پردیو د دسیسو او توطیئو ښکار نه شو، او د یوه متحد ملت په توګه د افغانستان لپاره د خدمت کولو جوګه شو.
الله تعالی دې افغانستان د معاصرو پیچلیو دسیسو څخه وژغوري، او د افغانستان پر ځورېدلي او کړېدلي ملت تل پاتې سوله ولوروي. امین یا رب العالمین.
عبدالرحمن فرقانی