نمارکي نه دمحمد صفرخواريکښ ژباړه
ترتيبول
څنګه چې سړی ځای جترتيبوي هغسې څملي.
(دکار) اوزار
اوزارنوي ښه وي.
قاعده، قانون
هيڅ قاعده له بېدويي(استثنا)پرته نه وي.
اورښت
اورښت اومېلمه ښه دي،خوچې بې وخته رانه شي اوډېروخت تېرنه کړي.(سوېډن)
اورښت اوپرخه برکت دی،يخ اوکنګل هم يوبرکت دی.
کروندګراورښت غواړي ،لاروی وچه هوا.
که خدای وغواړي،هرباداورښت راوړي.(انګلستان)
که دلته اورښت نه شته،بل ځای کې به اورېږي.(پيدرسيو)
باران څاڅکی څاڅکی اورېږي،خوبياهم چکړې جوړوي.(يوګوسلاويا-صرب کروات)
هره ورځ لږلږباران،سيندونه جوړوي.(افريقا-ګېوابو)
له څاڅکي څاڅکي سمندرحوړېږي.(افغانستان-پښتواودری-ژ.)
کم اورښت هم لمدول(لندول) کوي.(لرغونی يونان)
اورښت اوري ،هرڅوک به يې يوه ورځ حس کړي.(دامريکامتحدايالتونه-دتورپوټکومتل)
دباراني بالاپوښ قدردباران په ورځ وي.
لوندکس له اورښته نه ډارېږي.(يوګوسلاويا-سلواني)
زيات اورښت مرمرخوري.(انګلستان)
له هرې ورېځې باران نه اوري.
په ځنګل کې دوه ځله باران کېږي.
له باران وروسته لمرراځي.
له اورښت وروسته کبل زياتېږي،له شرابووروسته چټيات.
توپان ډېرکم وخت بې اورښته وي.(سوېډن)
دسمندرغاړې لړې دهسکې ځمکې باران دی.(افريقا-اوويمبوندو)
۲۳۱
دشړک باران درمندنه ورکوي.(دامريکا متحدايالتونه)
دناوې په تاج چې اورښت وشي شتمنه کېږي.(سوېډن)
په کشيش چې باران اوري ،دکليسا دغګوپه غږونکي څاڅي.(سوېډن)
په ملاچې ورېږي په چړي څاڅي.(افغانستان-پښتو-ژ.)
چې دلېټۍ باران و،له کم عقل سره کاچوغه نه وه.(المان)
شمېرل
چاته چې شمېرل نه وي زده نه شتمن کېږي.
حسابي کول
څوک چې له کوربه پرته يې شماري(حسابې کوي)، ښايي بيا يې وشماري.(فرانسه)
حساب،دحسابۍ پاڼه
ښه حساب دوستي زېږوي.
کله چې حسابي بايدترسره شي،دوستي پاي ته رسېږي.(ايرليند)
رای(۱)
کومه رای،چې بيده وي داوبوبهيريې له ځان سره وړي.
سفر
دشتمن سفردګارسون (درستوران چوپړی)له پاره دڅښاک مانالري.(فرانسه)
مسافرت ددوزخ وړاندوينه کول دي.(شوروي اتحاد-ترکمني)
مسافرت له مرګ سره لږواټن لري.(فرانسه)
په يواوږدسفرځان په پام کې کړکی ونيسه(کم باره اوسه).(انګلستان)
ستړی مسافرکه اس ونه لري،ښايي خرته هم خوشاله شي.(انګلستان)
که غواړې چې ژرورسېږې ،نوپه زړه لارسفروکړه.(برما)
هغوۍ چې سفرکوي،دهغه مشرنه چې په کورکې وي ډېرڅه ويني.(افريقا-کرو[په لايبرياکې يوډله خلک .ژ.])
ترټولواوږدسفرزموږ دخپل ځان دننه دی.(ايسليند)
مذهب
ستاله پاره ستامذهب،زماله پاره، زما مذهب.(قران)
پاک
پاک ژرپرېمينځل کېږي.
دپاک له پاره هرڅه پاک دي.(لاتين)
له پاکې چينې پاکې اوبه بهېږي.
۱-خرچنګ ډوله کوچنی سمندری ژوی چې له پوټکي اړولووروسته خوړل کېږي.
۲۳۲
که تپ (دتشناب)پاک نه وي څه چې په کې اچوي تريوېږي(خرابېږي).(لاتين)
کله چې يې مېړه لته دکلم په دېګ کې پېداکړه مېرمنې وويل:«شکرچې پاکه وه».
پاکي
پاکي ډېرښه ديکوردی.(دنمارک-يوليند)
ګدۍ چې خپل دخوب کميس دکرسميس شپې له پاره پاسترکړويې ويل:«پاکوالی ښه صفت دی».
سود
سودهغه چينجی دی چې ميده مېده جوول کوي.(ناروی)
سودهغه سورې دی زموږدخوب په مهال غټېږي. (سوېډن)
سودنه بيده کېږي.
درناوي
درناوي له لېرې نه غټ وي.(لاتين)
حق اوناحق
حق له قانون نه مشردی.(شوروي اتحاد-ايستونيا)
حق بايدحق وي.
يوحق وي بل بڼسټليک وي.(پيدرلول)
يوهغه دی چې حق لري،بل هغه چې حق ترلاسه کوي.
ستره محکمه زياتره ناحق وي.
حق واوره ،حق ووايه نوحق به ترلاسه کړي.
څوک چې اوچتې چغې وهي،همېشه په حق نه وي.
هرڅوک په خپل حق ولاړدی زه په خپل.
ته په حق يې،ته يې بايدمسووليت واخلی.
هرڅه حق غواړي له ګدۍ اوغل پرته،ګدۍ اولادنه غواړي اوغل پانسي کېدل.
حق دنېزې په څوکه دی.
څومره چې ته غټ يې هومره دې حق .(المان)
ِغټ حق غټ ناحق وي،له دې امله فضيلت لرل مهم دي.
ناحق ،نوی ناحق پېداکوي.(ايسليند)
درواغ ،درواغ زېږوي. (افغانستان -پښتو-ژ.)
يوناحق بل ته بلنه ورکوي.
ناحق هرکله ناحق وي ،که څه هم زيات خلک يې حق وبولي .
سل کاله ناحق يوه ګړۍ حق کېدې نه شي.
سړی هم کولی شې بدناحق وګڼي.
۲۳۳
عدالت
عدالت هغه دی چې واکمنان يې غواړي.(رومانيا)
عدالت نه ډوبېږی اونه سوزېږي.(شوروي اتحاد-اوکراين)
عدالت خلک لوړوي،خوګناه دخلکورسوايي ده.(بيبل)
په عدالت سره قانون پياوړی کېږي.
ښه ده چې په عدالت لږترلاسه کړی،تردې چې په بې عدالتۍ زيات ترلاسه کړی. (بيبل)
عدالت کوونکی ترسرلاندې دګټې بالښت ږدي.(فلپين-تاګالوګ)
نيم عدالت پوره بې عدالتي ده.(سوېډن)
چاو،درز
تردې چې له پامه وغورځېږې،چاودېدلی ښه دی.
رودوس(ديونان يوښار)
دارودوس دی،دلته بايددانګونه ووهې.(لاتين)
سپرېدل
يويې زين کوي،بل پرې سپرېږي.
چې زين کوي يې،په هغه ورځ يې سړی هميشه نه ځغلوي.
ځغلوونکی سپور زړه پېغله غواړي.(سوېډن)
خپل اس څنګه چې غواړي ويې ځغلوه.(شوروي اتحاد-اوکراين)
ډېربدسپرېدل هم له پلي تګ نه ښه دي.(عربي)
هغه چې په ځوانۍ کې داس پرملا سپرېږي،په خپل زړښت کې په پښوګرځي.(ايتاليا)
په سپرېدوپوهېدل بسنه نه کوي ،سړی بايدغورځېدل هم وکولی شي .(مکسيکو-اسپانوي)
کله چې سړي هيڅ اس نه لري،پرسېرلي سپرېږي.(رومانيا)
څوک چې پراتي(پيل) سپوروي،دسپي له غپانه ډارېږي.(هند-تيلوګو)
څوګ چې پر پړانګ سپوروي ترې دانګلی نه شي.(چين)
سپورستړې کوونکې کږ ه لار نه پېژني.(چين)
شتمني
شتمني هلته ځغلي،چېرته چې سره زراوسېږي.
شتمني له احمق خاوندسره ځان په خپله ځان ښکاره کوي.(يوګوسلاويا-بوسنيايي)
په شتمنۍ چې کارکېږي،له منځه نه ځي.(دنمارک-لولېند-فالستر[ټاپو-ژ.])
شتمني ژمنې دي.(سوېډن)
شتمني زوم ته ښکلااووياړبښي.(سوېډن)
۲۳۴
ژرترلاسه شوې شتمني فاسده وي.(بيبل)
په شتمنۍ کې دبېوزله هلاکت شتون لري.(روسيه)
زما زويه سره زردې شتمن کوي،خودپوهې له پاره په سختۍ مرسته کوي.(اسپانيا)
ويې ګټه دمري په څېر،ويې خوره دبادارپه څېر.(افغانستان -پښتو)
په پرانيستي لاس شتمني نه راټولېږي.(دنمارک-يولېند)
څوک چې دنورڅه غوښتلوهوس ونه لري،پوره شتمني لري.(ايسليند)
شتمني هغه مړۍ(خواړه) ده چې شېطان ورته خلک وربولي.(فليپين-تګالوګ)
شتمني اوبېوزلي دواړه خپل شېطان لري.(سوېډن)
شتمني له غوسه ناک سره مرسته نه کوي.(بيبل)
وريجې
کله چې شولې وږي نيسي سرټيټوي،کله چې سړی شتمن شي سرلوړوي.(جاپان)
رټل
رټل اوستايل سړی هوښياروي.
رټل ماشوم ښه کوي.(پېدرلول)
رټل ماشوم هوښياروي.(سوېډن)
دګيدړله لکۍ نه رټنه ښه ده.
څوک چې په رټنه کې ممسکي کوي خپل زوی يې بدايسي،هغه چې زوي ورته ګران وي په وخت يې نفس پاکوي.
رټنه پښې نه ماتوي.
ترټولونرمه رټنه ډېره خرابه خوله کوي.
څوک چې غايب وي په اسانۍ سره يې رټلی شې.(دنمارک-يوليند)
هغه په خپلې کونې پسې رټل تړي.(فريزي)
زيات خلک خپله شارټي.(انګلستان)
متروکه داس له پاره اوقېضه دخرله پاره اورټل دکم عقل له پاره.
زيات رټل قوي خواړه جوړوي.(پيدرسيو)
سيال
څوک چې په ځان مين وې سيال نه لري.(انګلستان)
غورځول
غورځول(ورانول) له جوړولواسان دي.
هوساينه/استراحت
ښه ده چې لږله هوساينې سره ولرې،تردې چې له کړاوسره زيات وي.
۲۳۵