ژباړه : عبدالملک پرهیز
له یو شمېر زده کوونکو څخه په آزموینه کې پوښتنه و شوه د نړۍ اوه عجایب ولیکي ... د نظر د اختلاف سره سره زیاتو کسانو لاندې عجایب و لیکل :
د مصر اهرمونه، تاج محل ، د (ګراند کانیون) په نامه په امریکې کې لویه دره، د سپېڅلي پیترس کلیسا ، د چین دېوال ، د نيکاراګوا اوبه ځړوبی .
کله چې ښوونکي د زده کوونکو پاڼې ټولولې ، متوجې شو چې یوې انجیلۍ لا خپل کار پای ته نه دی رسولی . ښوونکي له انجیلۍ څخه پوښتنه وکړه : آیا ستونزه لرې؟ انجیلۍ ځواب ورکړ : هو لږه ستونزه لرم ځکه د عجایبو شمېر ډېر زیات دی او زه نه پوهېږم کوم یو يې ولیکم؟ ...
ښوونکي وویل : هغه چې دې لیکلي دي ولوله. ګنې زه در سره مرسته وکړی شم ... انجیلۍ په شک سره داسې ولوستل: زما له نظره د نړۍ اوه ګوني عجایب دادي:
لیدل
آوريدل
لمسول
څکل
پوهېدل
ګران لرل
خندل
ټولګی په درانه چپتیا کې ډوب شو آن د ستنې د لوېدو غږ نه آوريدل کېده...!
هغه څه چې ساده او عادي نظر ته راځي ، هغه ته زیات ارزښت نه ورکوو ، د حیرانتیا خبره ده... موږ ته را یادوي چې د انسان په ژوند کې ارزښتناکه څيزونه د انسان په لاس جوړ شوي نه دي او موږ نه شو کولی هغه په بیه واخلو ، ځان دومره مه مصرو فوئ چې د هغې له څنګه بې توپیر تېر شئ.