رښتیا څه ته وايي؟

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز
موږ هره ورځ د خلکو، پېښو او راز راز مسایلو سره مخامخ کېږو او دغه مسایل پر موږ اغېز ښندي او د هغو تر وړاندې دريځ غوره کوو. همدغه دريځونه سبب کېږي څو موږ د همدې مسایلو په اړوند قضاوت وکړو ، ځنې

څيزونه موږ ته سپین او ځنې تور ښکاري ، ځنې موږ ته رښتیا او حقیقت ښکاري او ځنې بر خلاف.
آیا څوک ویلی شي چې د هغه له نظره رښتیا او حقیقت څه دي؟ دې پوښتنې ته باید د خپل افکارو په ژوره کې ځواب پیدا کړو، نه په احساساتو کې  . زموږ فکرونه او اندونه موږ ته تل رښتیا نه وايي ، دا ريښتیا نه دي، زموږ حواس موږ ته رښتیا نه وايي، او دا بېخي واقعي نه دي ، نو څه رښتیا دي؟
ډېر کله ، زیات خلک هغه څه ته رښتیا وايي لکه څنګه چې دوی ترې پوهاوی لري  او لکه څنګه چې  دوی  يې تر وړاندې دریځ  نیولی وي او هغسې چې دوی نړۍ ویني . خو ایا په رښتیا همدا ريښتیا دي؟
 دا هغه ډول  رښتیا دي چې موږ  هر یو يې  په جلا ډول وینو او یا تجربه کوو .

آیا د رښتیا اړوند ريښتیا موندلی شو؟
دا کېدی شي رښتیا وي چې موږ دلته د ځمکې پرمخ ۶.۴ میلیارده وګړي ژوند کوو، او موږ هر یو، یو حقیقت یو.
خو آیا په ريښتیا دا یو حقیقت دی. او یا کېدی شي دوه کسان یوشان رښتیا ولري چې یو او بل ته ورته وي؟ خو هيڅکله هم په بشپړه توګه نه.
ولی موږ دا خبره کوو چې زموږ اندونه دروغ وايي او موږ تېر باسي او پر موږ ملنډې وهي ، ولې وایو زموږ حواس دروغ وايې او موږ تېر باسي.   
ساده خبره ده موږ د خپلو حواسو او اندونو په مرسته ځان پېژنو ، که څوک موږ ته یوه داسې  خبره وکړي چې زموږ د خفګان سبب شي، نو موږ هغه داسې ګڼو  چې هغوی موږ سره ښه نه دي او پر موږ  یو ډول قضاوت کوي، موږ يې نه خوښېږو او دا موږ پرېشانه کوي . خو آیا په ريښتیا دوی دا کار کوي،  کېدی شي موږ داسې و انګېرو او داسې احساس را ته پیدا شي، نو ځکه په خپل ځان کې په دې اړوند یو ډول غبرګون را منځ ته کوو.
نو ځکه ویلی شو چې دا موږ یو چې غوره کوو چې څنګه احساس و لرو، څنګه قضاوت وکړو، څنګه  فکر وکړو او څنګه چلند وکړو. که څوک موږ ته یو څه ووايي چې زموږ نه خوښېږي، په داسې حالت کې څه کوو؟ کېدی شي جنګ وکړو، یا په خپله مخه ولاړ شو ، کنځل وکړو، یا عصبي شو. کېدی شې زموږ د خفګان سبب شي، او په زړه کې غصه را پیدا شي، نو څه کوو؟

خو د قاعدې له مخې موږ داسې غبرګون ښایو چې ګناه پر نورو اچوو ، هغه یا هغې ماته داسې وویل، نو ځکه زه حق لرم داسې احساس ولرم ... خو دا زموږ خپل غوراوی دی. بېخي زموږ !
موږ خپله خپل احساس غوره کوو ، غوره کوو فکر وکړو نو په داسې حالت کې  هیڅکله  هم  له فکر ه دمخه ،احساس نه را منځ ته کېږي نو په دې حالت کې ريښتیا څه دي. آیا دا یو حقیقت دی چې هغه یا هغې داسې څه وویل چې زموږ نه خوښېږي، ایا دا د هغوی ګناه ده چې موږ غبرګون ښکاره کوو .
 
آیا په ريښتیا هم هغوی خپله ګناه مني کله چې موږ غبرګون ښکاره کوو؟
آیا دا مړانه لرو چې ژور وګورو ، په خپل ځان کې دننه ژور نظر وکړو او مسؤولیت ومنو ، یوازې د دې خبرې مسؤولیت نه ، بلکې د ټول هغه څه مسؤولیت  په سلو کې سل په غاړه واخلو  چې زموږ په ژوند کې پېښېږي ، د ټول هغه څه چې موږ يې وینو ، ټول هغه څه چې موږ يې تجربه کوو ، په دې اړوند چې هغه یا هغې ویلي دي، کوم چې موږ پرې غبرګون ښکاره  کړ ، نو په دې حالت کې  چمتو یو خپل باطني آرامښت تر لاسه کړو او چمتو یو خپله ريښتا بیا ووینو «زه» له ټولو هغه بندونو ځان خلاصوم پر کومو چې ټينګ تړلی یم.
ولې غبرګون ښیو ؟ آیا دا یو ارزښتناکه فکر نه دی چې په خپل ځان کې ژوره کتنه وکړو او پوښتنه وکړو ، ولې زه غبرګون ښیم او هر څه خرابوم کله چې زه یو غوراوی لرم.
هو ، موږ تل یو غوراوی لرو. آیا سمه نه ده په اړوند يې  فکر وکړو!
اوس موږ  کولی شې یو پړاو نور هم په ځان کې ښکته ولاړ شې . دا هر څه زموږ  دننه   پېښېږي . په  ځان کې ډوب شو او د احساساتو له واکه ځان خلاص کړو او بیا یو  پړاو نور هم په ځان کې ښکته ولاړ شو او ځان د هغه فکرونو له واکه خلاص کړو چې لرو يې.
دلته،  د ځان په ژورو کې موږ ريښتیا ته د رسیدو لاره پیلوو ، او له دې سره چې رښتیا څه دي اړیکه ټينګاو، خو نه د دنیا له ټول رښتیا سره ، خو په لومړي ګام کې له خپلې ريښتونی رښتیا سره اړیکه نیسو. موږ به ووینې چې ولې زموږ اندونه تل داسې چلند کوي  او ولې زموږ احساسات  داسې څرګندېږي لکه څنګه چې دي.
اوس موږ کولی شو خپل اندونه، احساسات او غبرګون و سارو . موږ به ووینو چې ايا دا ډول غبرګون چې څرګندوو یو وړ غبرګون دی.
دا د پوهې پړاو دی چې موږ ټول کولی شو ځان ورته  ورسوو که  غوښتي  مو وي. موږ تل په دغه مفهومونو پورې نښتي یو چې زه حق لرم ځان داسې احساس کړم څنګه چې مې زړه غواړي . خو دغه حق نه یوازې موږ ته آزادي نه را بښي بلکې موږ نور هم تړي.
نو ريښتیا هغه څه دي چې موږ  يې څنګه دلته او همدا اوس جوړوو ، دا زموږ غوراوی دی . هيڅوک د ريښتیا ادعا نه شي کولی  ، یا په بله ژبه، ټول د ريښتیا ادعا کولی شي ، ځکه ټول ريښتیا لري. دا آسانه خبره نه دی.
نو که موږ ريښتیا لرو ، ژور ريښتیا ، خو نه د نورو ټولو په اړوند، بلکې د خپل ځان په اړوند يې لرو، نو دا هر څه د فکرونو او احساساتو په بهیر کې پېښېږي.  
موږ کولی شو نور هم ژور ولاړ شو  ، خو زیاتو کسانو دپاره همدومره  ژور تیا بس ده  او  کله چې موږ په ځان کې ډوبېږو کېدی شي دا له بریده آوښتل وي  . خو فاکت داد ی چې موږ داسې یو پړاو ته رسېږو چې د هر څه سره موږ ځان یو او یو احساس کړو . موږ یو له بل سره یو یو.  له هغه وښو سره چې پرې ګرځو یو یو ، له ونو او ګلانو سره یو یو ، له هغه میز سره چې تر خوا يې ناست یو یو یو ، له هر څه سره یو یو. دا هغه پړاو دی چې موږ يې د « زه یم » په نوم نومولی شو  ، هلته یوازې موږ یو ، دلته بل هيڅ څوک مداخله نه لري،، یوازې موږ یو.
موږ په داسې لار یو چې هر څه یو شان خوځېږي او رپېږي ، هر څه په «موږ» کې منحل شوي دي.