حبيب الله غمخور
د ملګروملتو دسرمنشی بانکي مون يې کور ودان چې دافغانستان په هکله فکر کوي !
زه نه غواړم دملگروملتو دسازمان عمومی سرمنشی بانکي مون ته لاررښودنه وکړم ،ځکه دعالی سياسي سواداوکاپي ترجربې خاوند دی . مگرديوه افغان په توگه داملي او انسانی مسوليت لرم دهغه ددې
وړانديزپه هکله چې نن یې : (( له هندوستان نه وغوښتل له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دغه جنګ ځپلي هیواد له ثبات سره مرسته وکړي او د جنوبي اسیا د قدرت د مرکز په توګه د مشرتابه رول ولوبوي.))خپل نظر څرگند کړم .
غواړم دې ټکی ته دښاغلی بانکی مون پام راواړوم چي په افغانستان کي سوله لمړۍ درجه پاکستان او په دوهمه قدم ايران ټکنۍ کړې . ايران به پرېږدو،رابسو دپاکستان رول ته ،پدي باوری يم چي بانکي مون په افغانستان کي دپاکستان دلاس وهنې اودافغان ولس سره ددښمنۍ په تاريخ پوره خبردی اوپدې هم خبردی چې پاکستانی چارواکي په هيڅ صورت ندی حاضر چې په افغانستان کي سوله اوثبات راسي اوياهندوستان دافغانستان دمسلې په حل کښي غوښن ځان ولري . پاکستان دخپل ټول لجوج سياست ترڅنگ هروخت کله چي افغانستان هندوستان ته نږدې کيږي خنډونه پېښوی اوپه علنی بڼه وايي چې موږ دهندوستان نفوذ په افغانستان کي نسو زغملاي،په ننگرهار اوکندهارکي دهندوستان دقونسل گيريو پرانستلوپر واړندي ددوي سياسي اواوپراتيفی غبرگون دهيچا هير ندي .نو ښاغلی بانکي مون څنگه له هندوستان څخه غوښتنه لري چې د افغانستان په امنیت کې مخکښ رول ولوبوي ؟؟؟
دادۍ اوس افغان چارواکو د هیواد په جنوب کې د داعش فعالیت رسماً تایید کړ .وايي چې په هلمند او زابل ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د فعالیت کوي اود راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان د حکومت جګپوړو چارواکو د دې ډلې حضور او فعالیت تایید کړ .دا داعشيان له کومه اوله کومې کرښې افغانستان ته راتيرسول ؟؟؟ داعش په عربی هيوادوکي دمعينو موخولپاره راوزېږېد اوهلته یې فعاليتونه پيل کړه .تردغه دمه داډله عرب ژبي وه اوهلته په مصر ،سوريه ،عراق ،اودترکې پر پټاره دکوردانوپرخلاف فعاليت کوي .دوي څنگه تر زابل اوهلمند،گيزاب ولسوالی ،کنړ اودپکتياترکليوپوري راورسېدل؟ کوم الوتکو اودچاپه مالی لي گښت دوي تردې سيمو راورسېدل ؟
واضح اولمرغوندی څرگنده ده چې دهمدې پاکستان او ايران له لاري افغانستان ته راورسېدل ،ځکه ددوي په وړاندي متاسفانه دافغان دولتی چارواکو غبرگون ساده لوحانه اوماشومانه وو. ماتېره شپه يوه ليکنه ډله ايزورسنيوته ولېږل چې ددي ناببره کډوالوراتگ تصادفي ندی .دادی پسله څوساعتو ثابته سول چي زما تشويش پرځاي وو.
ځکه خومې دملگروملتودسازمان دعمومی منشي بانکی مون څخه غوښتنه داده چې راسی ديوه علمی اوعملی سياسی پروسي پربنياد دافغانستان دستونزي دحل لپاره لاس پکارسو. هندوستان په افغانستان کي پدې بڼه چې نړيوال یې ترډله ايزورسنيو رسوی مخبت لرول نسی لوبولاي .
هندوستان دافغانستان په سياسی کړکيچ کي داډول دخالت نلري چې ولسوال افغانستان ته راولېږي اونه هم دافغانستان دوسله والو مخالفينوسره ښې اړېکي لري . فکرنه کوم چې که موږ دهندوستان څخه د افغانستان په امنیت کې مخکښ رول ولوبولو غوښتنه وکړو دابه معقول کاروي . پدې ډول هڅو په حقيقت کي پاکستان راپاروو اوددې افغان دښمنو تبرته لاستی ورکوو. داټول فساد په پاکستان کي دی اويوازي پاکستانی چارواکي پدې بايد مجبورسی چې د انسان اوافغان وژنې له سياست اوپدې پروسه کي دنړيوال تروريزم سره دمبارزې په نوم له نړيوالونه په ميلونوډالروترلاسه کولونه محروم سي . داڅو لسېزو داثابته کړه چي دسيمې دبدبختيواوټول بشری فساد اوناخوالو ،نژيوالي ترهگری مرکز پاکستان دی .