له جرمني ژباړه: اشرف جاوید
بری د زړورتیا ماشوم دی
«ایرېښ کاستـن»جرمنی
د بری غرور زیانمن دی
«کارل آمېري»جرمنی
بری انسانان زیانمنوي، نه ماتې
«ا لبرت کاموس»فرانسوی
بری ته د رسېدو لاریوه ستوې نه ده
«کلوس کلاګیس»جرمنی
څوک چې يوڅه وي، ټول یې په وړاندې ولاړوي،ځکه هغوۍ هم یو څه غواړي
«ریشارد شوکل»اطریشی
له هرې تېروتنې زد ه کړه ، یو بری دی
«مالکوم فوربوس»امرېکایی
کله چې اعلان بریا نه لري، بايد توکي بدل شې
«اېډګارد فوریه»فرانسوی
لوړتیا روستۍ تېښته د ه
«مېخایل دوګلاس»امرېکایی
بری خپله ډیرښه غچ دی
«مېخایل دوګلاس»امرېکایی
کله کله يوه ځانکړې ستونزه د حل پرمهال زږېږې
«کلوس کلاګېس»جرمنی
څوک چې زیانمنو افکارو سره لوبې کوي، ماتې خوري
«کلوس ګلاګېس»جرمنی
ډیرې ستونرې خپله د حل لارمومې، که سړی یې لاربنده نه کړې
«ویلیام سلوآنه کوفېن»امرېکایی
څرنګوا لی(کیفیت)مانا د مشتري رانیونه ده،نه د توکو بېرته راړونه
«هرمانتېتڅ»جرمنی- یهودی
څوک چې بری غواړې، لږڅه ځنډنی دی
«ترومن کاپوته»امرېکایی
کله چې ماتې ونه وینې، بری هم نه شې لېدلې
«اډوارډ کېنېډي»امرېکایی
پېژندويي هغه پیرويي ده، چې په کراره یې ترلاسه کولی شې
«کلوس کلاګېس»جرمنی
بری انسانان نه بدلوي،بلکې بربنډوي يې
«ماکس فرېش»سویسی
تېروتنه ښه مرغي ده،سړی یوځل بیا هرڅه په هوښیارۍ ترسره کوي
«ګرافیتي»ایټالیایي انځورېزه هنر
بری یوه ځانګړنه ده
«اکسېل سیزارسپرېنګر»جرمنی
له بريو څخه ترماتو ښه زده کړه کېږې
«ګوستاف شترېزمن»جرمنی
ویاړنه کې نېمګړتیاوي ښې پټېږې
«سلامت سپاره» يهودۍ
څوک چې پرخپلو تېروتنو پښېماني وښیې، کولی شې په نويو ځان منځېز(متمرکـز) کړې
«کلوس کلاکېس» جرمنی
دسپلېن د بری ډیره اړېنه برخه ده
«ترومن کاپوته»امرېکایی
ماتې د ډیرو بریالېتوبونو بنسټ جوړوي
«فېدرېکو فابیو»اېټالیایی
ستونزي چې د هماندې اند توګې زېږېدلې وي، په هماغه اند توګه نه حلېږې
«انشټاین» جرمنی
يوه کږه وږه هم د وتون لار ده
«لااوتسه»چینی
څوک چې د بری ښه درملنه وکړې، سپی غوندې ورپسې ځغلي
«مارک ټیوین»امرېکایی
دا به لویه بدمرغي وي، چې تل بری وغواړې
«نېکولاې ما کیاویلی»اېټالیایی
لاره موخه ده،خو کله کله موخه پرلاره وي
«پیښ ویبر»سویسی
ترچلوټی بری د درناوی ماتې بهتره ده
«سوپوکلیس»يونانی
له شکه پرته هېله مند کېږه مه او بې هېلې شکمن کېږه مه
«اوسیوس انایوس سنېکا»اېټالیایی
بری ډیرپلرونه لري:ماتې بیا یو یتېم اومېندل شوي ماشوم دی
«ولفګنګ مېشنېک»جرمنی
هربری چې موږ یې ترلاسه کوو، ځان سره دوښمن زیږوي
«اوسکاروېلډه»اېرلېنډی
غیرضروري څېزونو تېرېدنه د بری لپاره ډیراړېن دي
«الېس مکنزی»سکاټلنډی
زموږد کړنې موخه باید بری نه، بلکې د کارپایله وي
«ګوستاف فلوبیرت»فرانسوی
ځواک یې باید وغواړې، کله یې چې نه غواړې ،ځواک نه دی
«اممانویل کانت»جرمنی
څوک چې د نه ویلو زړورتیا نه لري، د هو ویل یې ارزښت نه لري
«کورت شومخر»جرمنی
بری د لوړغرڅوکې ته رسېدا ده
«کلوس کلاګېس»جرمنی
بری یوسوغات دی،چې په سخت کارکې تاوشوی دی
«ارنست فرستل»اطریشی
پاې