بسم الله الرحمن الرحيم
الكترونيكي تذكرې او د امريكا له لوري د افغان ولس د دين او ملي هويت بل سپكاوى
امريكايانو د الكترونيكي تذكرې طرحه د كابل چارواكو ته وسپارله، هغوى ئې وگمارل چي همدا تذكرې توزيع كړي، د تذكرې په دې طرحي كي په ډېري بې شرمۍ سره د افغان مؤمن ولس د دين او ملي هويت سپكاوى شوى، په تذكرې كي له يوې
خوا دا نه دي ښودل شوي چي د تذكرې حامل يو افغان دئ، پښتون دئ كه تاجك كه بل قوم او ملت ته منسوب!! له بلي خوا د اسلام سپكاوى شوى او هغه ئې په داسي تاريخي دوران پوري تړلى ښودلى چي د اوښانو كاروانونه د خلكو د سفرونو وسيله وه، د تذكرې په هغي برخي كي چي د اسلام نوم راغلى؛ تر شا ئې د اوښانو د كاروان انځور كاږل شوى!! د تذكرې انځور داسي دئ:
امريكا د افغانستان د دائمي اشغال او د دې هېواد د شتمنيو غارتولو او له جيوپوليتيك موقعيت ئې د خپلو استعماري موخو لپاره گټي اخيستلو تر څنگ غواړي افغانان له خپلو دوو اساسي ارزښتونو پردي كړي: له اسلام او ملي هويت، د همدې لپاره ئې له دين او ملت وتلې وطن پلوري څېرې او پردي پالي ډلي د اقتدار پر كرسۍ كښېنولي او د دوى په خوله او وسيله هم اسلام ته سپكاوى كوي او هم زموږ د ملي هويت په ضد پراخي هڅي، هغه مزدوري ډلي چي د افغان او افغانستان له نامه سره حساسيت ښيي او په تذكرې كي د افغان د نامه له ذكر سره مخالفت كوي؛ دوى د امريكايانو له لوري استخدام شوي، امريكا دغه ډلي د خپلو وسلو، پيسو او مزدورو رسنيو د پراخو تبليغاتو په زور پر افغان ولس تحميل كړې.
امريكا خپلو استعماري موخو ته د رسېدو په لار كي اسلام د اساسي خنډ او مانع په توگه مومي او په دې پوهېږي چي تر څو افغانان د آزادۍ، عزت او سرلوړۍ له دې ستر او اساسي عامل جلا نه كړي نه په خپله او مخامخ پر افغانستان حكومت كولى شي او نه د خپلو مزدورانو له لاري، تر هغه چي د افغانانو د يووالي ديني او ملي ارزښتونه سپك او متنازع فيه نه كړي نه افغانان ايل كولى شي او نه په افغانستان او سيمي كي خپلو استعماري موخو ته رسېدلى شي.
ټول ښه پوهېږي چي له يو شمېر ذليلو او پردي پالو كرغېړنو څېرو پرته د افغان ولس غوڅ اكثريت پر اسلام مين او پر خپل ملي هويت او افغانيت فخر كوي، امريكا د همدغو رټل شوو ناافغانو څېرو په خوله غوغا جوړوله او د مزدورو رسنيو له لاري ئې د هغوى په آدرس خپلو زهرجنو تبليغاتو ته افغاني رنگ وركولو او دې ته ئې لار اواروله چي د تابعيت په تذكرې كي هم د افغانانو ملي هويت تر پښو لاندي او نفي شي او هم ئې دين ته سپكاوى وشي. دا دئ د دوه سره حكومت په رامنځته كولو سره ئې دا كار وكړ.
موږ په داسي حال كي چي د امريكايانو له لوري دا د اهانت او سپكاوي رذيلانه اقدام په كلكه غندو، افغان سرلوړي ولس ته وايو: تر څو چي په هېواد كي بهرني ځواكونه وي او اقتدار د هغو ډلگيو په واك كي چي اشغالگرانو پر افغانستان وتپلې؛ تل به د سپكاوي او تذليل دا لړۍ روانه وي، نه به ستاسو سر، مال او عزت خوندي وي، نه ديني ارزښتونه او نه ملي نواميس.
مرگ پر امريكا
مړه دي وي د افغان ولس د ديني او ملي ارزښتونو دښمنان
سرلوړى دي وي افغان مؤمن ملت
حزب اسلامي افغانستان
20 قوس 1393