عبدالرحمن فرقانی
د څه باندې دريو لسيزو را پديخوا افغانستان دګن شمېرهېوادونودسياليو ډګرګرځېدلي؛ د افغانستان په کشاله کې ښکيل هېوادونو هر يو په خپل وار سره په کړېدلي او ځورېدلي او ستومانه افغانستان کې په يوه ډول نه
يوه ډول دخپلو استعماري، اقتصادي او استراتيژيک مصلحتونه د تر لاسه کولو په لټه کې دي، که يوه لور ته د لوېديځ استعماري ځواک د افغانستان د طبيعي زېرمو د هضمولو په لټه کې دي، بل لور ته سېمه ييز هېوادونه د افغانستان د خاورې او اوبو د خپلو په تمه دي.
خو هغه څه چې په پيل کې د افغانستان اوسني د ملي يوالي حکومت وسره مخ دي، هغه د افغانستان کړېدلي ملت ته د تل پاتې سولې او هر اړخيز ټيکاو را منځته کول دي، چې د حکومت مشرتابه د خپلو انتخاباتي سياليو پر مهال د افغانستان د ولسونو سره پرې ژمنتيا ښودلې وه.
سوله داسلامي معتقداتو څخه يو ارزښتناک او برخليک ټاکونکی معتقد دی، د انساني ټولنو د ټيکاو او ثبات لپاره سوله يوه اړينه اړتيا ده. اسلام تل د نزاع په حالت کې د طرفينو تر منځ په سوله باندې ټينګار کړی، آن تر دې چې د مسؤوليت له مخې د متنازعو طرفينو تر منځ سوله کول يې له اسلامي او ديني وجايبو څخه يوه وجيبه ګڼلې ده، چې بايد مسلمانان يې پر ځای کړي.
خو د متنازعو طرفينو تر منځ دسوله د ټينګښت لپاره تر هر څه وړاندې يو اغيزمن مصلح(منځګړي) ته اړتيا وي، تر څو د نزاع (کړکيچ)دواړه اړخونه ورته واک وسپاري او پرې اعتماد ولري.
د منځګړي تر ټولو مهمې ځانګړتياوې دا دي:
• د نزاع د طرفينو اعتماد تر لاسه کړي
• د نزاع طرفين بايد ورته واک وسپاري
• د نزاع د هواري لپاره دعادل حل د وړاندې کولو وړتيا ولري
• د نزاع په هوارولو کې د طرفينو حقوق تامين کړي
• په را منځته شوې نزاع کې طرف واقع شوي نه وي.
د افغانستان په کشاله او معضله کې تر د وړاندې هم د سولې هلې ځلې د پخواني حکومت له اړخه تر سره شوې، خو هغه ټکي چې د يوې ريښتنې سولې د ټينګښت لپاره ورته اړتيا لېدل کېږي، هيڅ کله په پام کې نه وو نېول شوي، آن تردې چې په حکومت کې ځينو کړيو خو د سولې د ټينګښت لپاره د سولې د مفهوم خلاف دريځ درلود او تل يې د زور، اجبار او اقصا په مفهوم ټينګار کړ، په د معنا چې مخالفين بايد لومړي د زور او جګړې له لارې کمزوري شي تر څو د سولې پروسې ته غاړه کېږدي، او دا هغه بې ځايه دريځ ؤ، چې د سولې د ټينګښت په لار کې اغيزمن نه واقع کېده، بلکې نور يې هم د جګړې اور ته لمن وهله.
د مخالف اړخ د اقصا او له منځه وړلو سياست تل د سولې په پروسه کې هدف ته د رسېدو سياست نه دي پاتې شوي، بلکې د تاريخ په اوږدو کې د ټيکاو او سياسي ثبات په ټينګښت کې مضر واقع شوي دي.
د سولې د ټينګښت لپاره چې د سولې د عالي شوری ميکانزم ايجاد شوي ؤ د واقعي سولې د اساساتو خلاف ميکانزم ؤ، د نوموړې شوری په جوړښت کې د افغانستان په کشاله کې هغه ښکيل اشخاص او بهيرونه مطرح شوي وو، چې تر دې وړاندې په يوه ډول نه يوه ډول د جګړې مسؤوليت دوي ته ورګرځي.
خو د ملي وحدت تر عنوان لاندې د اوسني حکومت په را منځته کېدو سره په افغانستان کې د تل پاته سولې د ټينګښت لپاره نوي فرصتونه اوامکانات را منځه ته شول، چې که نوي حکومت پرې په سمه توګه پانګونه وکړي ، کېداي شي د افغانستان د ځورېدلي ملت لپاره يې دتل پاتې سولې پيغام راوړي.
لومړي: امنيتي او دفاعي تړون:
دا سمه ده، چې د ننني عصر د غوښتنو سره سم هېوادونه د خپلو اقتصادي، سياسي او استرتيژيکو مصلحتونو لپاره دې ته اړتيا لري تر څو د نورو هېوادونو سره بېلابېل تړونونه لاسليک کړي، خو نوموړي تړونونه بايد د طرفينو په ګټه او د طرفينو د ګټو په خوندي کولو کې ګټور ثابت شي.
يو له دغو فرصتونه څخه د امنيتي او دفاعي تړون لاسليکول ؤ، چې پکار وه، په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره ورنه ګټه پورته شوې وي او په داسې ډول ترتيب شوي وي ، چې لږ تر لږ د افغانستان د ملت لپاره د بهرنيو يرغلونو څخه د دفاع او د کورني امنيت د ټينګښت په موخه روښانه ميکانيزمونه پکې تدوين شوي وی، د الفاظو پر ځاي د افغانستان پر وړاندې د امريکا التزامونه څرګند او روښانه وی، يوازې د غندنې، درناوي او تجهيز په ټکو بسنه نه وي شوې، د عمل او اجرااتو ميکانيزم پکې ټاکل شوي وي.
د امريکا غندنې به د د بهرنيو تجاوزونو پر وړاندې د افغانستان په څېر د ناتوانه بې وسه هېواد څه درد درمل کړي؟ يوازې غندنه به د نوموړو يرغلونو مخه څرنګه ډب کړي؟، دا راز عمل عکس العمل ته اړتيا لري، چې افغانستان د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې ورته اغيز من ځواب نه شي ويلي، وپه دې اړه د افغانستان څخه د دفاع په محور کې د خپل ملاتړي چې دفاعي تړون يې ورسره لاسليک کړي عمل او کړنې ته اړتيا لري، نه هم هغه ديپلوماتيک دريځ ته چې د الفاظ تر برېده منحصر وي.
د افغانستان د ملي حاکميت د درناوی اصل هم چې په نوموړي تړون کې پرې تصریح شوې ده، پخپله د دغه تړون مواد نقض کوي، که چېري د امریکا شته فوځي ځواک د افغانستان د اساسي قانون خلاف کړنې تر سره کوي، دا پخپله د افغانستان ملي حاکميت ته سپاکاوی دی...
د تجهيز هيڅ ډول مقدار او څرنګوالي واضح نه دي، چې څومره الوتکې، ټانګونه او نور نظامي تجهيزات به د افغانستان په واک کې ورکوي.. د اډو په مقابل کې د مشخص مبلغ يادونه نه دي شوي، چې څومره مبلغ به د افغانستان د خاورې د استعمال په مقابل کې افغانستان ته ورکوي.. د اډو حدود مشخص نه دي، چې په کومه کچه مساحت به د اډې د جوړولو لپاره استعمالېږي..او داسې نور..
پکار وه، چې نوي حکومت نوموړي تړون په افغانستان کې د سولې د تينګښت په لار کې توظيف کړي وي، ځکه په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان لومړيتوب سوله ده او د ملي وحدت د حکومت د ژمنو مطابق بايد تر هر څه وړاندې سوله تامين شي.
دا سمه ده، چې د ولسمشر ورستي سفرونه د يوه غوره تشخص په پايله کې تر سره شول، ټول هغه هېوادونه چې ولسمشر ورته سفرونه درلودل، په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې رغنده ونډه لري شي، خو هغه څه چې تر دې وړاندې د سولې په ټينګښت کې په افغانستان کې ورته اړتيا لېدل کېږي، هغه د سولې اړوند د حکومت استراتيژي او سياست دي، چې بايد بدلون ومومي، د مخالف د نه منلو سياست د سولې په ټينګښت کې ناکام ثابت شوي، په کار ده، د سولې لپاره په افغانستان کې هغه ورک منځګړي پيدا شي، چې تر دې دمه يې د سولې په پروسه کې حضور نه دي موندلي، د مدني ټولنو په مرسته چې د افغانستان د ملت سره ښې اړيکې ټينګولي شي، بايد نوموړي منځګړي، را منځه ته شي، هغه منځګړي، چې د نزاع دواړه اړخونه پرې اعتماد ولري، دواړه اړخونه ورته واک وسپاري او د دواړو اړخونو تر منځ د سولې د ټينګښت وړتيا پکې موجوده وي.
د کومه ځايه چې د افغانستان کشاله د ډېرو د تعبير سره سم بهرني بعد هم لري، نو پکاره ده، د سولې د ټينګښت لپاره بهرني منځګړي هم شتون ولري، تر څو د افغانستان د سولې د ټينګښت په موخه خبرو اترو ته تسهيلات فراهم کړي، د بحث کړلو زمينه چمتو کړي او د ډېرو په باور افغانستان په دې اړه دوه اغيزمن او موثر انتخابونه لري، چې يو د ترکيې هېواد دي او بل هم چين دي او نوموړي هېوادونه د ځينو مصلحتونو له کبله په افغانستان کې د سولې د ټينګښت سره علاقه لري او د خپلې مرستې څخه يې ډاډ وړاندې کړي دي.
اقتصادي مصلحتونه:
دنړۍ په کچه افغانستان د ډېر ښه موقعيت څخه برخمن دی، د منځنۍ او جنوبي اسیا او د عربي خلیج د هېوادونو په زړه کې پروت دی، له دې کبله د نړۍ په اقتصادي وده کې رغنده ونډه لرلي شي، او تر دې هخوا د افغانستان تر ځمکه لاندې ډېرې داسې طبيعي زېرمې پرتې دي، چې د نړۍ د اقتصادي ماشین لپاره ..... دي، له دې امله د ځینو سيمه ییز او لرې پرټو اقتصادي هېوادونو مصلحتونه په لاندې ډول د افغانستان سره تړاو مومي، چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت لاندې مصلحتونه د سولې په ټینګښت کې د فشار په ډول استعمالولی شي:
• سعودي عربستان:
چې په اسلامي نړۍ کې د خپل اقتصاد او اسلامي مقدساتو له کبله خپل ژور اغيز او ونډه لرلي شي، د پاکستان سره د سعودي عربستان استراتيژيکې اړيکې توانېدلي شي، د افغانستان د ټيکاو لپاره موثرې واقع شي، له بل لوري سعودي عربستان د افغانستان د نظام له مخالفينو سره هم څه داسې تارونه لري، چې و کولاي شي د تل پاتې سولې په رامنځته کولو کې ترې ګټه پورته شي.
همدا راز سعودي عربستان غواړي د ايران په وړاندې په افغانستان کې خپل عمق ولري، چې تر دې وړاندې نوموړي عمق متضرر شوي او ايران توانېدلي د ځينو کړيو او شرايطو له مخې په افغانستان کې نفود ولري، که چېرې د سعودي عربستان لپاره په افغانستان کې د نفود شرايط چمتو شي، چې حتما به سعودي عربستان ته مادي او اقتصادي ګټې ولري، د بيلګې په توګه د چين توليدي ماشين ته به دسون د موادو بازار ومومي، نوله دې ځايه هرو مرو به سعودي عربستان پر خپل استراتيژيک ملګري پاکستان باندې فشار وارد کړي، تر څو د سولې لپاره په افغانستان کې ريښتنې ګامونه پورته کړي..
چين ، امريکا او هند:
ډېري سياسي شننونکي په دې باور دي، چې افغانستان د هغې ايديالوژيکې جګړې تر څنګ چې د روسي يرغل څخه پيل او د ترهګرۍ تر ځپلو پورې يې ادامه موندلې ده، دا ځل د يوې نوې سيالۍ ډګر ګرځي، داسې ښکاري، چې افغانستان هغه لور ته په حرکت کې شوي، تر څو د نويوځواکونو د نفود د کړکيچ ساحه وګرځي، او دا ځل نوموړې سيالي يوه څه متفاوته ده، ځکه تر دې وړاندې هغه کشمکشونه چې د افغانستان خاوره يې شاهده وه، ايديالوژيکه بڼه درلوده، خو اوس موږ په افغانستان کې د دو داسو راتلونکو لويو ځواکونو د نفود د کشمکش پر وړاندې يوو، چې استعماري عقليت نه لري او يوازې د خپلو اقتصادي پراختيا او ودې په موخه د خپل نفود لپاره هلې ځلې په لاره اچوي او هغه نوي اقتصادي ځواکونه دقيقا د چين او هند هېوادونه دي او د نوموړو هېوادونو په څنګ کې ترکيه هم يو هغو هېوادونو څخه دي، چې په سيميزه توګه ځانته ونډه غواړي.
امريکا له پيله د چين د اقتصادي پراختيا او ودې څخه اندېښمنه وه او ده، او غواړي په هر ډول چې شونې وي، د چين د پرمختګ مخه ډب کړي او له دې ځايه دخپل استراتيژيک ملګري "هند" لپاره زمينه چمتو کوي تر څو د چين د نفود په سيمه کې پرمختګ ولري او د نفود کړۍ يې پراخه شي.
امريکا غواړي، چې هند په يو ډول د امريکا د بديل په توګه په افغانستان کې حضور ومومي، او په دې سره غواړي هغه پاکستان ته چې تر ډېره برېده د خپلو استراتيژيکو پلانونو د پلېکېدو په برخه کې پرې د ښه ملګري او متحد باور نه لري، او آن تر دې چې د امريکا د دفاع وزير خو پاکستان د ترهګرو د پټنځاي په توګه پېژني، نو له دې مخې د هند حضور په افغانستان کې او په تېره بيا په هغه سيمه کې چې د اسلام آباد لپاره د انديښنې وړ او د خطر څخه ډکه سيمه ګڼل کېږي، لوي ګواښ دي.له بل لوري امريکا غواړي هند ته په افغانستان کې په دې موخه وده ورکړي، چې په سيمه کې د چين د پراختيا او ودې مخه ډب کړي.
يوازې د افغانستان جيو سياسي موقعيت چين دې ته نه دي اړ ايستلي، تر څو په افغانستان کې د يوه کارنده او فعال ځواک په توګه حضور پيدا کړي، بلکې نور داسې عوامل او لاملونه شته، چې تر ټولو روښانه او په زړه پورې لامل پټرول دي، چې د امريکا جيولوژي سرچينو د بيلونونو ډالرو په بيه په افغانستان کې اټکل کړيدي، تر څو پټرول ته تږي چين په افغانستان کې حضور پيدا کړي او په خپل ګاونډ کې د پټرولو چينېو ته لاس رسي پيدا کړي او په حقيقت کې چين له څو کلونو راهيسې دا هڅه کوي، او د امريکايانو سره په نوموړي ډګر کې سيالي کوي او سربېره په دې چين اراده لري تر څو د افغانستان د معدنياتو په ډګر کې هم په ټول قوت ونډه ولري، چې د "مس عينک "څخه يادونه کيداي شي او دا دقيقا هغه څه دي، چې د نړۍ اقتصادي ځواکونه اړ باسي، تر څو د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمو څخه د خپل اقتصادي او توليدي ماشين په کار واچوي.
يو بل لامل چې چين هڅوي، تر څو په افغانستان کې حضور پيدا کړي، هغه دا دي، چې چين افغانستان ته د منځني ختيځ د سيمې لپاره د هغې کړکۍ په توګه ګوري، چېرې چې د انرژۍ لوې سرچينې شتون لري، سره له دې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګډه پوله لري او دا هم د چين او هند تر منځ بله د سيالۍ سيمه ده. او هلته هم امريکا غواړي هند ته په دې موخه ونډه ورکړي، تر څو د چين مخه ډب شي.
چين، پاکستان او افغانستان:
افغانستان د چين لپاره تر نورو ګاونډيو هېوادونو څخه د دريو لاملونو له کبله ډېر اهميت او ارزښت لري:
• د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمې لا تر اوسه په خپل طبيعي ډول لاس نا خوړلې پاتې دي، او افغانستان د خپل سياسي هويت په لټه کې دي او چين داسې هېواد دي، چې د افغانستان سره په تير لنډ کړکيچن تاريخ کې ستونزه نه لري، آن تر دې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې هم د افغانستان سره ستونزه نه درلوده، بلکې د افغانستان سره يې د ستونزو پر مهال د روسي يرغل پر مهال مرسته کړې ده، په دې سره د چين لپاره په افغانستان کې شرايط ډېر مناسب دي، تر څو خپل حضور او د نفود کړۍ په کې پراخه کړي.
• د چين د پخواني او غوره ملګري پاکستان حضور په ياده سيمه کې د افغانستان په ولسي انځور کې او چين دلته د هند او پاکستان له دښمنۍ څخه ګټه پورته کولاي شي، او همدا راز د پاکستان او امريکا تر منځ د باور او اعتماد فضا ورځ تر بلې کړکيچنه کيداي شي، نو له دې مخې په افغانستان کې د پاکستان د نفود او حضور څخه چين ګټه پورته کولاي شي.
• د چين ليوالتيا د ورېښمو د لارې پرانيستلو ته، چې د امريکا د وريښمو د نوې لارې د پروژې ضد پروژه ده، کومه چې امريکا غواړي، د سويلۍ او منځنۍ آسيا بازارونه د افغانستان سره وتړي او په زړه پورې خبره دا ده، چې تاريخ له پېړيو وروسته په دې سیمه کې تکرارېږي او په دې سره به افغانستان داسې مرکزيت ومومي، چې د ټولې نړۍ ګټې او مصلحتونه به پرې وټړل شي.
افغانستان او پاکستان:
د پورتنيو توضيحاتو له مخې استدلال کولي شو، چې په هيڅ ډول پاکستان ته دا د زغملو وړه خبره نه ده، تر څو هند د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې پراخ نفود ومومي، د افغانستان په مقداراتو باندې واکمن شي او بلاخره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي، له دې کبله کېداي شي، دا ورته د منلو وړ ده، تر څو چين په افغانستان کې نفود ولري او د هند د نفود مخه ډب کړي او د سولې په ټينګښت کې د چين فشارونو او وړانديزونو ته غاړه کېږدي.
په سيمه کې بدلونونه او د سيمې د هېوادونو دريځونه او نوې مادي ګټې افغانستان ته هغه د فشار ميکانيزمونه په لاس ورکړي،چې پورته مو ورته اشاره درلوده، که چېرې په سمه توګه وکارول شي، پاکستان ـ چې د افغانستان د سولې په لړۍ کې هغه ورکه کړۍ ده، او تر دې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله موږ افغانان نه يو توانېدلي، چې هغه نښلونکې کړۍ وموموـ به دې ته حاضره شي، تر څو د افغانستان د سولې په ټينګښت کې پرېکنده اقدامات په لاره واچوي.
والله اعلم.
عبدالرحمن فرقانی