عاشق الله اخلاص يار / پکتيا
د پکتیا ولایت یو شمېر مدني ټولنې ، قومي مشران او دیني عالمان د یحی خېلو ولسوالۍ د وروستۍ پېښې په تړاو د پکتیکا ولایت د سیمه ایزوچارواکي د استعفا او ددوی د محاکمې غوښتنه کوي دوی د یاد ولایت چارواکې په بې غورۍ تورن وي .
د پکتیا اوسیدونکو ، مدني ټولنو او قومي مشرانو ، دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې چې د لويې پکتیا د فرهنګي مرکز له لورې د یخی خېلو ولسوالۍ د پېښې د غندنې په موخه په ګردېز کې جوړه شوې وه.
د مدني ټولنو مشران او ځايي اوسیدونکي وايي چې د پکتیکا ولایت مسولين د امنیت په برخه کې سم مسولیت نه اداکوي ، او د امینت په ټېنګښت کې پاتې راغلي دي
د لويېکتیا د فرهنګي مرکز مشر سید جمال الدین آصف خېل وايي ، د پکتیکا ولایتي مسولين خېله دنده په سمه توګه نه اجرا کوي دوی باید ددندو ګوښه شي .
دآصف خېل په وینا، څلور میاشتې وړاندې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په پېښه کې بې غوري کړي دی دده په خبره ، د لندۍ ددرېمې نېټې د یخی خېلو ولسوالۍ د پېښې اصلي مسول د پکتیکا محلي چارواکې دي . دیني عالم قاري خواجه الدین ځاځي ،وویل، دد پکتيکا يحيی خېلو ولسوالي پېښه که هر چا ترسره کړې وه د اسلام خلاف عمل وو ځاځي زیاته کړه (( اسلام داسې کړنې غندي ، ددمسلمانانو عمل نه دی )) د نوموړي په وینا، ځايې ادارې باید د خلکو امنیت د تامين لپاره له وړاندې تدابېر ونېسي هغه وویل موږ په یاده پېښه کې د پکتیکا چاروکې پړه ګڼو او ولس ته باید ځواب ووايي.
د پکتیا د قومونو د مدني ټولنې مشر حبیب الله مستعان د یخی خېلو په وحشانه برېد کې ګاونډي هېواد پاکستان ، او افغان دولت ګرم بولي هغه وايي، پاکستان زموږ دښمن دی دوی دداسې ناوړه پېښو مسولیت لري .
ده وویل، د افغانستان د ملي امنیت اداره باید دداسې پېښو مخنیوی له وړاندې وکړي د واقعې د رامنځ ته کېدو څخه وروسته ددوی معلومات خپرول کومه مانا نلري هغه وايي، ((که چېرې ملي امنیت دومره معلومات درلودل چې په دغه پېښه کې د حقاني شبکه لاس لري نو بیا یی ولې د مخنیوي لپاره تدابېر نه نېول کېږي ))
مستعان وویل ، د پکتیکا سیمه ایزو چارواکو په وخت سره لازم اقدامات نه دي دوی موږ او د افغانستان خلکو ته مسوول دي .
د سلیمان غر د کلتوري ټولنې مشر عاشق الله اخلاص یار وویل ، دغه کړنې د نړیوالو استخباراتو له خوا پلان کېږي او نور افغان په دې پوه شي چې دا اسلامې عمل نه دي .
ده زیاته کړه ، که د پکتیکا چارواکې خپلو دندو ته متوجه وای داسې پېښې نه رامنځ ته کېدې .ده وویل، موږ د پکتیا مدني ټولنې ، قومي مشران د پکتیکا د سیمه ایزو چارواکو محاکمه غواړو
هغه وویل ((اسلام د سولې دین دی داسې اعمال چې هغه د مسلمانانو ترمنځ د فتنې او کرکې لامل ګرځي مردودوي ،))
د يکشبنې په ورځې د پکتيکا په يحيی خېلو ولسوالۍ کې په ځانمرګي بريد کې چې د واليبال د لوبې په ميدان کې وشو، نږدې ۶۱ کسان شهيدان او له ۶۰ زیات ټپيان شول.