د ملي مشارکت حکومت که سهامي شرکت؟‏

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

نصرت الله وفا

په ریښتیا هم چې په اوسني نظام کې له مشروع او نا مشروع لارو واک ته رسیدل د سیاست په مانا ده ، شرق به له غرب او شمال به له جنوب سره وصل کړم ، دا ښار به په ترانزیت بدل کړم او روابط سالاري به له منځه یوسم ، تقرر به د تخصص

په اساس ترسره کړم ، فساد به له منځه یوسو او داسې نورې................ هغه ژمنې وې چې اشرف غني احمدزي د خپل ټاکنیزو کمپاین پرمهال کولې. په حقیقت کې ښاغلي هم ولس تیریسته او په همدې پلمه یې ځان واک ته ورساوه.
په لومړیو څو ورځو کې ښه په درز کې روان وه او جدي پریکړو ته یې هر افغان هرکلی وایه خو دا هر څه د یوې لنډې مودې لپاره وه ، او
س پوه شو چې افغانستان یوه پیاوړي او قاطع رهبر ته اړتیا لري ، داسې چا ته چې وکولای شي ټول په ځان راټول او کار ترې واخلي.
منم چې ښې طرحې او ښه پلانونه به ولرې خو د افغانستان دی دلته د طرحو ترڅنګ د هغو په عملي کیدو فکر کول پکار دي او فکر کوم دا هر څه یو خوب لیدل وه ، که په ریښتیا هم هغه طرحې او پلانونه چې د غني د کمپاین پرمهال اعلانیدل عملي شي نو بې له شکه چې افغانستان به په یوه ریښتیني اقتصادي، ټرانزیتي او سوداګریز هیواد بدل شي.
د کابل بانک د قضې څیړل په ریښتیا هم یوه جدي ستونزه وه خو دوسیه داسې وڅیړل شوه چې یوازې دوه تنه زندان ته ولیږل شول او پاتې نور نر غوندې سرې سترګې ګرځي.آیا په ریښتیا هم یوازې همدا دوه تنه د کابل بانک په قضیه کې ښکیل ول ؟ که نه داسې کسان هم شته ستا په څنګ کې ناست دي .
ولسمشر غني پر دې ټینګار کاوه چې روابط سالاري به له منځه یوسي او تر دې وروسته به ټولې مقررۍ د لیاقت او تخصص په اساس ترسره شي ، خو متاسفانه چې له پخوا څخه اوس روابطو ته ډیره ترجیع ورکول کیږي چې بیلګې یې عملآ وینو.
له لومړۍ ورځې بیا تر اوسه یې ټول هغه کسان په دندو ګمارلي چې له ده ښاغلي سره یې په ټاکنیز کمپاین کې منډې ترړې وهلي آیا په ریښتیا هم دوۍ تخصص لري؟ آیا په ریښتیا هم دوۍ کافي تجربه لري؟
د امنیت شورا له مشاوریت څخه نیولي بیا د ولسمشر غني تر سلاکارانو ټول هماغه (زوړ ملا زړې تراویح). دا هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شان په یوه حلقه کې راګیر شو او لا له اوسه ترې لاره ورکه ده ، دا دی د دوو میاشتو په تیریدو سره په دې ندی توانیدلی خپله کابیني وټاکي او د آټکل له مخې کیدای شي په نوې کابینه کې هم تر ډیره پخوانۍ څیرې معرفي شي.
+واک ته په رسیدو سره یې په خپله اعلان وکړ چې قضایي سیستم کې پراخې ستونزې او درغلۍ شتون لري خو د دې خبرو سربیره یې هم د هماغه سیستم او ادارې مشر د غازې امان الله خان په مډال ونازوه ، که د افغانستان په قضایي سیستم کې په ریښتیا هم ستونزې وې نو بیا دې ولې د افغانستان د غازې مډال د هماغې ادارې مشر ته ورکړ؟
له تیرو څو اوونیو راهیسې د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کیږي او آن تر دې چې د لویو ښارونو تر څنګ ارګ هم ګواښي. د سیاسي واک پر ویش ناندریو نه یوازې دا چې په روان امنیت وضعیت تاثیر کړی بلکې د خلکو ورځنی ژوند او کاروبار هم تت کړی دی .
نصرت الله وفا