د ښوونځي جامې : لنډه کیسه :

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

لیکوال : عطا محمد میاخېل
د سهار د لمانځه له اداکولو وروسته له کور څخه بهر شو ، د پټیو په لور وخوځېد د شنو کروندو له لیدلو یې خوند اخیسته د پټیو په پولو یې ورو ورو قدم واهه ، له ځان سره یې وویل : ډېره ښه او

په زړه پورې هوا ده ، ډاکټران وایي : سهار له لمر خاته مخکې د شنو منظرو او کروندو کتل د انسان روح خوشالوي ، اندېښنې یې له منځه وړي او روغتیا ته ډېره زیاته ګټه رسوي ، څو شېبې وروسته لمر را وخوت او خپلې زرینې وړانګې یې په سیمه باندې خپرې کړې ، ده خپل لاسي ساعت ته وکتل ، ګوري چې شپږ نیمې بجې دي ، د کور په لور روان شو ، کورته لا نه و رسېدلی ، چې جان ګل کاکا په مخه ورغی ، ده پرې سلام وکړ هغه د وعلیکم له ویلو وروسته ورته وویل : چېرته تللی وې ؟ ده یې په ځواب کې وویل : په کروندو باندې وګرځېدم ، اوس کورته روان یم چې چای وڅښم  له هغې وروسته بیا خپلې دندې ته ځم ، چې راباندې ناوخته نه شي  ، جان ګل کاکا وویل : مخکې تردې ، چې کورته لاړ شې یوه خبره مې درته کوله هغه دا چې بله ورځ زما د زوی جاوید واده دی چې د نوموړي د واده  بلنلیکونه راته ولیکې ، زه خو ړوند یم په لیک ولوست باندې نه پوهېږم او په کلي کې هم ستا په څېر لوستي کسان نه شته ، د دوی ترمنځ د خبرو لړۍ لا پای ته نه وه رسېدلې ، چې   په ګرځنده ټیلیفون یې زنګ راغی خپل ټیلفون یې له جیبه راوویست او د هلو په ژبه یې ځواب ورکړ ، له هغې خوا ورته وویل شول : لالا چای تیار دی ژر راشه ، ده وویل : سمه ده دا دی درغلم د همدې خبرې په کولو سره  ټیلیفوني  اړیکه پرې شوه  ، کورته ورسېده ، کله چې کورته ننوت ، کوچنۍ خوریې ورته وویل : لالا چای مې تیار دم کړی دی  ژر یې وڅښه ناوخته ده  دندې ته ځې او که نه  ؟ ده وویل : هو ځم  نن ځکه را باندې ناوخته شوه چې په لاره کې له            جان ګل کاکا  سره په خبرو بوخت شوم ، مخکې تر دې چې  چای څښل پیل کړي کوچني وروریې وحید ورته وویل : لالا ! نن به ماته د ښوونځي جامې راوړې ځکه ، چې پرون استاد راته وویل : که چېرې سبا دې د ښوونځي جامې نه وې را اغوستې نو ټولګي ته د ننوتلو اجازه نه درکووم .     ده ورته وویل : سمه ده کله چې مازدیګر  له دندې څخه رخصت شوم ، نو بازار ته به لاړ شم او تاته به د ښوونځي جامې واخلم  .  
 جامې یې بدلې کړې ، هیندارې ته ودرېده ، په خپلو تورو وېښتانو یې ږمنځ را تیره کړه له دې وروسته یې خپل لاسي بکس واخیست او دندې ته د تګ په تکل له کوره بهر شو ، سړک ته چې ورسېده یوه سراچه ډول موټر ته یې لاس ورکړ ، موټر چلوونکي  خپل موټر ودراوه او له ده څخه یې د تګلوري پوښتنه وکړه ، چېرته ځي ؟ د ده د دفتر او د موټر چلوونکي تګ لوری یو وو ، نو موټر ته وخوت ، دندې ته ورسېده ، له دندې څخه چې کله بېرته را رخصت شو ، نو د ورور غوښتنه یې ور په یاد شوه ، چې ورته ویلي یې ول : لالا کله چې مازدیګر بېرته کورته راتلې نو ماته به د ښوونځي جامې راوړې ځکه چې استاد مې نن راته وویل : که چېرې سبا دې د ښوونځي جامې نه وې را اغوستي ، نو ټولګي د ننوتو اجازه نه درکوم .
دی هم په بېړه بازار ته لاړه او خپل ورور ته یې د ښوونځي جامې واخیستې او د کور په لور روان شو ، کورته لا نه و رسېدلی ، چې د یوې زورورې چاودنې غږ یې تر غوږو شو ، له ځان سره وویل : الله (ج) دې خیر کړي چاودنه خو ډېره زوروره وه  ، له چاودنې شېبه وروسته په ګرځنده ټیلیفون یې بیا زنګ راغی،ده په بېړه ټیلیفون له جیب څخه را وویست او هلو یې کړه ، له هغې خوا یې خور ورته وویل : لالا ژر راشه ژر ، په همدې سره  ټیلیفوني اړیکه پرې شوه . کله چې کورته را ورسېده ګوري ، چې ورور یې په وینو لت پت په  کټ کې پروت او یو سپین سان پرې غوړېدلی دی ، ده چیغې کړې په ورور مې څه شوي دي ؟
مور یې په ژړغوني غږ ورته وویل : ورور دې له خپلو ملګرو سره کورس ته روان وو ، کله چې کورس ته ورسېدل ، نو د کورس په مخکې یو ځانمرګی برید ترسره شو ، چې د وحید  په ګډون د کورس ډېرو زده کوونکو په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ .