ګرانه مخلصه وروره او قدرمنی سپیڅلی خورې :
اسلام علیکم و رحمته الله و برکاتو.
آفرین په تا چی تر اوسه په مادي او معنوي لحاظ بدل نشوي، ځکه په ریښتینی ډول ستا د جوهر جورښت د سرو زرو دی.
زمونږ هیواد کي انقلابونه، بدلونونه، طوفانونه په ترځ کي ډیري خلکو رنګونه بدل، وجدانونه بیده، ضمیرونه ککړ او نفسونه ورباندي غالب کړل او حتی خبره دومره سپین سترګي ته راورسیدله چی نن ورځ هم په خپلو بدو اعمالو باندي په عام او خاص مجلسونو کي یادونه او ویاړ کوي.
ته هرڅوک چی یی، په هر ځاي کي چی یی او په هر مقام او منزلت کی چی یی ستا د زمری په شان پیاوړي او ويښ وجدان ته میلیارد آفرین وایمه !!! چی په ډیرو بدو حالاتو، خلکو، چاپیریال او ټولنه کی د الله تعالی ( ج ) یاد په زړه کي هر شیبه ساتلي، په ډیره میړانه د ځان نه مقاومت ښودلي، ځان دی پاک نفسه او خپل اصلیت دی اصیل ساتلي !!!
ته ځکه نن اتل یی چی د بدو خلکو ښکار نشوي او د دوي په بده لاره ولاړ نړی، دوی غوښتل تا هم د خپل ځان سره د کنعان په کشتی کی سپور کړي او په پایله کی ته هم غرق شی.
د نیکو خلکو کاروان کوچینی شوی دی په افغانستان کی.
یو هیواد په مخلصه او پاک نفسه خلکو ودانیږي.
خدای ( ج ) دی وکړی چی دا کوچینی د ښه خلکو کاروان چی شعار یی ( علم ، عمل ، تقوأ او پرهیز ) دی په دی لوی کاروان چی شعار یی ( جهالت ، ناپوهي ، تګي او برګي ) ده غالبه او بریالې کړي او د دوی د اصلاح سبب هم وګرځي.
او ګران وطن افغانستان سوکاله، سمسور او پرمختللی هیواد لکه د اندونیزیا او مالیزیا هیوادونو په شان شي.
په درنښت
وحیدالله ببرکزي ځدراڼ