د زده کوونکي له خوا د چټکه جګړه ایزه حرکتونو غوښته او د استاد سست جګړه ایز حرکتونه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د عبدالملک پرهيز ژباړه
یوه ورځ یو هلک د جګړه ایزو هنرونو استاد ته ورغی او ويې ویل : د امپراتور یو افسر دی او د ده  کورنۍ ځوروي او هره ورځ په یو نه یو ډول د دوی د تکلیف سبب کېږي...


هلک وویل د امپراتور د ګارد دغه افسر ډېر غښتلی جنګیالی دی او په ټوله امپراتورۍ کې داسې څوک نشته لکه ده غوندې جګړه ایز حرکتونه په دومره چټکۍ تر سره کړي نو ځکه هیڅ څوک ور سره د جګړی او مقابلې زړه نه کوي!
د دغه افسر لقب « برېښنا » دی ، زه څنګه کولی شم د هغه تر وړاندې له ځان او خپلې کورنۍ ننګه او ساتنه وکړم؟! استاد مسکی شو او ويې ویل : هغه مقابلې ته را وبوله او په مېړانه يې پر ځای کښې نوه!
زده کوونکي یوه ترخه موسکا وکړه او ويې ویل: څه وايې استاده؟! هغه لکه «برېښنا» دی تر برېښنا هم چټک ګوزارونه کوي، زه کله کولی شم په چټکۍ  سره پر هغه وارونه او ګوزارونه وکړم؟!
استاد په هماغه ډاډ او باور په آرامه لهجه وویل: هغه جګړې ته را وبوله او په مېړانه يې پر ځای  کښې نوه ! د چټکو ګوزارونو د زده کړې دپاره سبا راشه څو د چټکې جګړې چلونه در زده کړم!!!
سبا ته ځوان د زده کړې سپور تي جامې واغوستلې او د استاد مخې ته ودرېده.
استاد له ځایه پاڅېده او ورو يې خپل لاسونه اوچت کړل او په یو وخت کې د بدن، لاسونو، ملا او پښو داسې حرکت يې وکړ چې ته به وايې اوس هلک وهي . خو  دلته اصلي ټکی دا ؤ چې هغه  د ګوزار کولو حرکت ډېر سست ترسره کړ چې صفر ته نژدې ؤ او پر هلک د استاد ګوزار ، نژدې یو ساعت وخت ونیوه!!!
ځوان هلک د استاد دې حرکت ته هک پک حیرانه پاتې ؤ او بیا په بې توپيرۍ یو اړخ ته کی ناست ....
یو ساعت وروسته کله چې د استاد د ګوزارونو ننداره پای ته ورسېده ، هغه له هلک څخه غوښتنه وکړه چې همدغه ګوزار تر هغه هم په لږې چټکتیا ترسره کړي!!!
هلک د اعتراض په بڼه چیغه کړه چې د هغه رقیب د امپراتورۍ تر ټولو چټک جنګیالی دی ، استاد غواړي د چونګښې په  دغه ورو حرکتونو سره ماته د «برېښنا» سره د مقابلې لارې چارې وښیي؟!!!
خو استاد په باور سره وویل له هغه سره د مقابلې یوازنۍ لاره همدا ده او ته پر ته له دې بله لاره او چاره  نه لرې...
هلک له ناچارګۍ په ډېر ورو ډول جګړه ایز حرکتونه ترسره کړل ، استاد په نورو ورځو کې هم په همدې ډول ورو ورو نوي حرکتونه ور زده کړل چې د څو ثانیو حرکت به يې په څو ساعتونو کې ترسره کاوه . په پای کې د مقابلې وخت را ورسېده...
ځوان هلک د امپراتور د افسر مخې ته ودرېد او هغه ته يې وویل چې زما کورنۍ مه ځوروه او له دې کاره لاس واخله خو د امپراتور افسر په ډېر قهر او غصه توره را و ایستله او پر هلک يې برید وکړ!
خو د سرتېریو او د کلي د خلکو د حیرانه سترګو تر وړاندې هلک په یو حیرانوونکې چټکتیا سره افسر تر خپل ګوزارونو لاندې راوست او د سترګو په یو رپ کې يې ښاغلی «برېښنا» پر ځمکه وویشته!
ټول حيران شول او د امپراتور افسر له ډار او شرمه له کلي و تښتېده... ځوان هلک خپل استاد ته راغی او له هغه يې د خپلې چټکتیا د راز پوښتنه وکړه؟!
هغه استاد ته وویل: ای ستره استاده! ما خو ټول حرکتونه ورو ترسره کړل خو د ريښتونې جګړې په مهال  دا څه و شول چې زه دومره چټک شوم؟!
استاد په خندا وویل: ستا د بدن هر غړي د آرامه حرکتونو پر مهال د حرکتونو ټول جزییات زده کړل او د ريښتوني جګړې پر مهال ستا بدن په ازاده توګه ښه سم پوهېده چې کوم حرکت کله او څنګه تر سره کړي  او په اوتومات ډول يې حرکتونه په ډېرې چټکۍ ترسره کړل !
په حقیقت کې ستا چټک حرکتونه د زده کړې د وخت د ورو حرکتونو له برکته ول ، څومره چې ورو تمرین کوې هماغومره په واقعي حالاتو په مهال چټک حرکت کوې.
که په ژوند کې هم غواړې بریالی اوسې باید له بيړې او چټکتیا څخه کار وانخلې . یوازې په صبر، حوصله او زغم او لږ سرعت کولی شې د ژوند انه پر چټکو او پېچلو چارو واکمن شې.