افسانہ _ د جانان کوڅه

زیرمتون
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

(تاج رحیم)
         بس کار برابر شو کنہ ۔ کور می ورلہ اولید۔ کوسہ می ورلہ اوپیژندلہ ۔ اوس بہ ئے لیدو کتو لہ زم رازم۔ د چم گاونڈ پہ خلکو می سہ کار نشتہ۔ پرہ دے خلک چا خوشالہ کڑے دے؟ زما پہ بل چا  سہ غرض نشتہ ۔

زما مطلب جانان دے ۔ او جانان زما دے ۔ د چم گاونڈ وزگار خلک ورک کہ ۔ کہ بد راتہ گوری او کہ خہ راتہ گوری ۔
         چی د ھغے د کور د خوا نہ را  وگرزیدم نو درے ھلکان چی د شکل صورت نہ د کوسے بدماشان خکاریدل ما پسے شو خو زہ گڑندے گڑندے د کوسے نہ را اوتلم او پہ لوئے سڑک روان شوم ۔  زر د بکٹ گنج بازار  تہ ننوتم او د بازار پہ پیادہ گنڑہ گورہ کی گڈ وڈ شوم ۔ نو دا  ھلکان پہ شا او گرزیدل او لاڑہ ورک شول ۔  ما شکر او ویستو ۔  پہ قلارہ روان شوم ۔ او کور تہ می زان پہ خیر  را اورسولو۔ ٹولہ شپہ می زڑہ ڈیر نا قلارہ وہ۔ د ھغے خائستہ مخ بہ می مخے مخے تہ کیدو ۔ زڑہ بہ راتہ وے چی خوشالہ شہ جانان دے بیا موندلو ۔ ولے بل زڑہ بہ راتہ وے جانان دے موندلے چرتہ دے بس او دے لیدو او  بیقرارہ ئے کڑم ۔ خوب می د سترگو الوتے وہ ۔ ٹولہ شپہ کلہ پہ یوہ ڈڈہ کلہ پہ بلہ ڈڈہ کیدم قلارے چرتہ راتلو ۔ کہ خدائے خیر کڑے وی او سبا شی نو بیا بہ د جانان کوسے لہ زم ۔ اوس خو داسے خکاری چی دغے کوسے تہ تلہ راتلہ بہ زما د روز کسب وی ۔ خو  د کوسے دغہ ھلکان دے خدائے غرق کڑی  زما د لارے ازغی شول ۔ نورہ می سہ یرہ نہ وہ خو دوئی درے دی او زہ یو یم ۔ د یو یو سرہ بہ زہ پوھہ شم خو دا د خر بچی وزگار دی او درے واڑہ پہ یو زائے گرزی ۔او د ٹولو سرہ پہ یو زل ماریزہ لگہ گرانہ غوندے دہ ۔ دوئی سہ پالواناون خو نہ دی۔ پہ صحت خو ترنہ زہ خہ یم ولے ما چرے بدماشئ نہ دہ کڑے، لگ ڈیر تعلیم یافتہ یم نو د دے زناورو نہ زان  ساتل پکار دی۔
          ھغہ شپہ می پہ ڈیرہ گرانہ تیرہ کڑہ ۔ چی سحر کیدو نو سترگے می پٹے شوے ۔ ولے خوب می کچہ غوندے وہ ۔ چی سترگے پہ می پٹیدے نو دغہ بدماشان بہ رانہ چاپیرہ وو۔ ما وے چی پہ ویخہ بہ ترنہ زان خلاص کڑم خو پہ خوب کے ورسرہ سہ اوکڑم۔  یو سوچ می راغے چی دوستی ورسرہ جوڑہ کڑم ۔ وائی چی دے حاجت وی نو خر تہ ھم پلار وئیلو کے  سہ بدی نشتہ ۔ خو کہ یو وے نو بہ می ورتہ پلار وئیلے وہ ولے زان لہ درے پلاران خو نہ شم جوڑولے ۔
       یو سو ورزے می صبر اوکڑو ۔چی نور صبر رانہ او نہ شو نو بیا پہ دغہ کوسہ ورغلم ۔ ایستہ اورتہ می خہ اوکتل ۔ ھلکان می او نہ لیدل نو زڑہ می ڈاڈ شو او د جانان کور پلہ روان شوم۔ ولے د کوسے مئینز کے چی کوم وزگار بوڈاگان ، چرسیان او نوڑہ زیان ناست وو ھغوئی راتہ داسے بد بد پہ کتو شو ۔ لکہ چی راتہ وائی ” ته د کوم نسل زناور ئے چی دے کوسے لہ راغلے“
د جانان د کور پہ خوا تیر شوم ۔ قدم می پہ ورو کڑو خو سوک می او نہ لیدل  ۔ زڑہ می وے چی یو چکر  پہ کوسہ بیا او وھم چی پہ دے کے ھغہ ھلکان چرتہ د یو گوٹ نہ را پیدا شول او زما پہ ڈڈہ را روان شو۔ ما وے خدائے دے خیر کڑی راگیر شوے یم ۔ د تیختے د پارہ می زان تیار کڑو ۔ بلے ڈڈے تہ شوم او ل پہ گڑندی گڑندی قدمو روان شوم چی د کوسے سر تہ شوم نو پہ منڈہ شوم او زان می بازار تہ او رسوو ۔ چی پہ بازار ور دننہ شوم نو زڑہ می پہ ٹکاؤ شو چی د خطرے باھر شوم
          یو پنزہ ورزے می نور صبر اوکڑو خو نور صبر رانہ او نہ شو نو بیا د جانان پہ کوسہ ورغلم۔ ما وے خدایا تہ  می مددگار شہ ۔ کنے ددے چم دا ھلکان او وزگار  خلک می د وچے دشمنان شوی دی او ماتہ تیار ناست وی چی کلہ بہ رازم چی دوئی ماپسے شی ۔
          یو خوا بل خوا می نہ کتل ، نظر می نیغ د جانان پہ کور وہ ۔ چی د وزگارو پہ خوا تیریدم نو یو اوٹوخیدو، بیا بل خپلہ مرئ سپا کڑہ دریم ھسے کخ کخ اوکڑہ ۔ ما یو تہ ھم او نہ کتل او نیغ روان وم ۔ چی د توتی پہ پنجرہ می نظر پریوت ۔ د یوے ونے سرہ زوڑندہ وہ ۔  خوا لہ ئے ورغلم ورتہ اودریدم ” توتي چوری خورے؟“
نو توتی سمدستی جواب راکڑو ” توتي چوری خورے۔ توتی چوری خورے ۔ نہ ستا چوری نہ خورم ۔ زہ ورک شہ بیا دلتہ مہ رازہ“
او بيا په زوره زوره پہ دے ګردان شو ” دا سڑے بیا راغے دا سڑے بیا راغے دا سڑے بیا راغے“
ما وے سه په غضب مي زان اخته کړو . ما دے شي ته ولے د چورئ ست اوکړو. . دہ خو ٹول چم پہ سر واغست ۔ زر زر د ھغہ نہ تیر شوم ۔ خو د ھغہ پہ اواز د کوسے ٹول سپی را ویخ شول او کلہ پہ جمع او کلہ وار پہ وار پہ غپا شول ۔ بیا سہ گورم چی یوہ خر ریڑہ ولاڑہ وہ نو خر  ھم زما د راتلو پہ خپل خوگ اواز  کے اعلان اوکڑو۔ بندیان خو بندیان وو دا زناور ھم زما پہ راتلو خوشالہ نہ دی ۔ او زما جانان دے چی  ایلہ دروازے تہ ھم خکارہ نشو چی اوگوری دا سوک راغلے دے ۔
        یو سو قدمہ می اغستی وو چی یو گڈ می مخے لہ راغے ۔ پہ لاس می ورتہ اشارہ اوکڑہ چی پس شہ لار  راتہ پریدہ چی تیر شم ۔ نو گڈ ھم بد اوگنڑل ۔ لگ پہ شا شو سر ئے کتہ کڑو او پہ ما راسم شو ۔ زہ ترنہ زر د مخے نہ پہ ڈڈہ شوم او دے پہ خپل زور کے تر لرے لاڑ ۔ بیا را اوگرزید او بل وار لہ پہ منڈہ پہ ما راغے ۔ بیا می ترنہ زان بچ کڑو او د جانان د ور مخے تہ یوہ پوڑئ برہ او ختم ۔ گڈ ماتہ بد بد اوکتل خو روان شو لاڑ ۔ ما وے شکر دے چی پہ ٹکرہ ئے نہ یم وھلے کنے پہ زمکہ بہ ئے را غورزہ ولے وم ۔ دا ٹول وزگار  چرسیان چی پہ دے باغیچہ کے نندارے تہ ناست دی ۔ ماپورے بہ ئے خندل او خوشالیدل او زہ بہ بے عزتہ شوے وم ۔ خو خدائے خیر کڑو ، د گڈ د غصے نہ بچ شوم ۔ پہ دے سوچ کے پہ پؤڑو ولاڑ وم او  دروازہ لگہ غوندے لرے وہ ۔ نو د دننے نہ یو غٹ چرگ را اوت ۔ سر لہ ئے جٹکہ ورکڑہ او پہ بانگ لگیا شو چی پہ ما ئے نظر پریوت نو بانگ ئے پہ نیمہ کے پریخود، د سٹ وزرے ئے اودرولے او پہ ما راغوٹہ شو۔ دا خہ وہ چی ما جیکٹ اچولے وہ  د جیکٹ نہ د زالم بچی سمہ ٹوٹہ او شوکولہ ۔ کہ ما جیکٹ نہ وے اچولے نو زما د مٹ نہ بہ ئے د غوخے ٹوٹہ وڑے وہ ۔ د کوسے نہ می باھر تہ منڈہ کڑہ ۔ بانگی راپسے ھم لگہ منڈہ او وھلہ خو بیا اودرید ۔زہ اونہ دریدم زان می د بکٹ گنج بازار مینز تہ او رسولو۔ بس دومرہ می یقین راغے چی د دے کوسے بندیان دی کہ چرسیان دی کہ بدماشان دی ، کہ خرہ دی کہ پسان دی، سپی دی کہ چرگان دی ٹول زما پہ دغے جانان مئین دی او زہ ورتہ رقیب خکارم ۔ او دے کوسے تہ می پہ اسانہ  نہ پریدی۔
        پہ بد حال کے می زان کور تہ را اورسؤلو ۔ شکر می ویستو  چی پہ خیر کور تہ را اورسیدم ۔ ساہ می لا نہ وہ اغستے چی مور راباندے یو بد زیرے اوکڑو ” صابر خانه خبره مي درله پخه کړه . او د واده ورز ھم مقرر شوه . او دا پہ تا سہ چل شوے دے ۔ دا نوے جیکٹ دے ولے   شلیدلے دے ۔ د چا سرہ دے جنگ جگڑہ خو نہ ده کڑے؟“
          ” مورے ما ستا سره سه بد کړي دي چي ته مي ھم دشمنه شوے ”
صابر خانه دا ته سه اوتے بوتے وائے“
”مورے زما نه به دے تپوس خو کڑے وہ کنہ۔ لیدلے قدرتہ می نہ دہ او تا د وادہ ورز ھم مقرر کڑہ“                   
” دا می لا نوے  واؤریدہ ۔ وائی زما نہ بہ دے تپوس کڑے وہ ۔او لیدلے  ئي ھم نہ دہ ۔ بچیہ د وادہ نہ مخکے خو پنجابیان ھم ناوے نشی لیدے ۔ مونگ خو پختانہ یو۔ دا پہ تا سہ چل شوے دے ؟ “
 او بیا ھغہ ورز راغلہ چی ما خکلے نوے سوٹ واچؤ ۔ نوے سپلے پہ خپو کڑے ۔ او پہ سر می دگلونو د ھارونو نہ ڈکہ کلہ پہ سر کڑہ پہ موٹر کے کیناستم او د خپل جانان، د خپلے مینے، د خپل عشق جنازے لہ روان شوم۔ یو کوسے مخے تہ موٹر اودرید، بس ھم اودرید ٹول براتیان راکوز شول ، زہ مخکے او ٹول راپسے ورستو ۔ یو ے کوسے تہ روان شو۔ لگ غوندے راباندے سر اوگرزید ۔کوسہ راباندے اشنا اشنا غوندے اولگیدہ۔ یو دوہ قدمہ نور تلے وم چی ھوش کے شوم ۔ وئ دا خو د ھغو چرسیانو ،  بدماشانو کوسہ دہ۔ دا خو د ھغہ سپو، د خر گاڈی، د گڈ او د بانگی کوسہ دہ ۔ زر می پہ مخ د ھارونو پلؤ راواچؤ ۔ ھسے نہ چی ھغہ بدماشان می اوپیژنی او راپسے شی ۔ دا خو بہ کار وران شی۔ پوھہ شوے نہ یم چی سہ وخت باغیچہ کے ولاڑ تمبو تہ ننوتی یو ۔ او بیا ناست یو او سومرہ وخت تیر شوے دے ۔ چی شیر گل پہ ترخ کے او ٹومبلم او راتہ ئے اوے ملا صیب لہ جواب ورکہ کنہ ۔
 د سه جواب؟““
” وايه کنه چي قبول ده“
” خا . قبول ده“
ٹولو خلکو لکه چي د شکر ساه واغستو . نو بيا زه پوهه شوم چی دا خو زما وادہ دے او نکاح اوشو ۔ کنے زہ خو پہ سوچ کے لگیا وم د گڈ د ٹکرے نہ می زان بچ کوؤ ۔’’
درے ورز پس مي د ملا صيب نه تپوس اوکڑو چی  ما خو بے خیالئ کے قبول وئیلی وو نو دا نکاح شوے دے او کہ نا؟ ملا صيب رانه پنزہ سوه د کفارے فیس واغستلو او فتوه ئے راکړه چي نکاح شوے دے۔ ھیس غم او فکر مہ کوہ۔ د نکاح نہ پس چی دے سہ کڑی دی ھر سہ جائز دی۔ نو ما ورتہ او وے ۔ ملا صیب خدائے دے خوشالہ ساتہ ۔ ھر سہ پہ خیر  پورہ شول او مونگ ھم پہ خیر کورتہ راواپس شو ۔ او چی خبر شوم زما ناوے ھم زما ھغہ جانان دہ نو د خوشالئ می گڈا تہ ڈیر زڑہ اوشو خو د مور د یرے می دغہ پروگرام کینسل کڑو۔
       تاسو بہ وائیے چی وادہ اوشو او کیسہ خلاصہ شوہ ۔ کیسہ خو خلاسہ شوہ خو داسے پہ اسانہ ترنہ زہ چرتہ خلاس شوم ۔ پہ دریمہ ورز راتہ مور او وے چی ناوے د  پلار کورتہ بوزہ ۔ خہ می ورتہ اوکڑہ خو چی بیا می ھغے کوسے تہ خیال شو، چرسیان او گڈ او بانگی می رایاد شو نو انکاری شوم ۔ ما وے د خزے مخکے بہ بے عزتہ شم ۔ مور راتہ ڈیرہ زورنہ اوکڑہ خو زہ لا نہ ڑم نو ھغے پڑونے پہ سر کڑو او ورسرہ لاڑہ۔
        دوہ درے ورز پس راتہ مور بیا اوے ۔ اوس لاڑ شہ ناوے دے راولہ ۔ ما ورتہ اووے زہ خو ھغے کوسے تہ نہ زم ۔
                     ولے نه زے . سپي دے چيچي ؟
هغے کوسه کے تش سپي نه، هر سه چيچل کوي ۔ تہ لاڑہ شہ او رائے ولہ ۔ زہ نہ زم ۔
مور رالہ سم وچ جواب راکڑو ۔ چی ما درلہ وادہ کڑہ ، کور تہ می درلہ راوستہ ۔ اوس کہ ستا نہ دہ پکار  نو ناستہ دے وی د خپل پلار کرہ ۔ زہ ئے درلہ نہ راولم ۔
زڑہ کے می زان تہ او وے ۔ صابر خانہ اوس راگیر ئے ۔ د تیختے لار دے نشتہ ۔ زان ورتہ ٹینگ کہ ۔ پہ بکٹ گنج ورغلم او یو مزبوط سوٹے می واغستو۔ ما وے کہ اوس سوک مخے لہ رازی نو بلہ خبرہ بہ نہ وی ۔ د ہغہ سر بہ وی او دا سوٹے بہ وی ۔
         چی کوسے تہ ور او گرزیدم نو پہ سوٹی می موٹے جوخت کڑو ۔ ایستہ اورتہ می اوکتل ۔ نو ہغہ ھلکان می پہ نظر شول او ھغوئی ما پلہ رامنڈہ کڑہ ۔ ما ورتہ زان تیار کڑو او زڑہ کے می اوے ۔ ھلکہ صابر خانہ د جھاد    وخت درباندے راغے ۔ یا بہ زما لاس خپے مات وی یا بہ د دے بدماشانو سرونہ د وینو سرہ وی ۔
         یو ھلک د ورایہ اواز اوکڑو  ۔ پخیر خان جی ، پخیر۔ بل اواز اوکڑو ۔ ستاسو لیدو تہ پہ طمع ولاڑ  وو۔ او مخکے یو او بیا نور ٹول راغاڑہ وتل ۔ او زما د سوٹی لاس نیم اوچت شوے پہ نیمہ کے اودرید۔ او د لاس پہ زائے می ورتہ سر او خوزؤ ۔ او وڑاندے روان شوم ۔ پوھہ نشوم چی پہ باغیچہ کے ناست یو مشر  راباندے اواز اوکڑو ۔ پخیر  زلمی خانہ ۔ شکر دے چی راغلے او ورستو ورپسے یو چرسی کوگ ووگ کیدو ، سر ئے خوزؤ  او خولہ ئے چینگہ کڑے وہ لکہ ھغہ ھم ماتہ پخیر راغلے وائی ۔ چی د توتی پنجرے لہ او رسیدم نو زڑہ می وے ۔ دے پنجرے تہ لاس ور دننہ کڑہ او دا توتی د سٹ نہ اونیسہ او باھر ئے را اوباسہ۔ د دے نہ اول چی دے چغہ کڑی چی دا سڑے بیا راغے نو ورلہ پہ دے سوٹی مکوخہ ماتہ کڑم ۔ پہ سوچ وم چی توتی راباندے مخکے شو  او
اواز ئے راباندے اوکڑو ۔ پخیر خان جی، پخیر ، پخیر ، پخیر ۔ ۔  ۔  ۔  ۔  ۔
زما لاس پہ ھوا کے ولاڑ پاتے شو ۔ پہ دے کے د خر  ھینڑا می پہ غوگو شوہ ۔ او ورسرہ  سپو خپل خوگ غزل را واغست ۔ او دے کے گڈ می خوا لہ راغے او زما سرہ ئے زان اوماگہ او بیرتہ لاڑ ۔ چی زہ د دروازے مخے لہ او رسیدم نو بانگی  د دروازے نہ مخکے سر را بھر کڑو چی زہ ئے اولیدم نو باھر را اوتلو او پہ بانگ ئے راباندے کڑل ۔ د ھغہ د بانگ پہ اواز  د کورہ زنانہ دروازے تہ شوے او زہ  ئے د لاسہ او نیولم او دننہ ئے  راخکلم ۔
          زہ حیران پریشان چی دا زہ پہ ھغہ کوسہ کے یم یا چرتہ بلے دنیا تہ رارسیدلے یم ۔ د دے کوسے بندیان، توتی، خر ، سپی ، گڈ او بانگی پہ ما مخکے خطا شوی وو او اوس ئے او پیژندلم ۔یا زما پہ نیت مخکے ھم پوھیدل۔ ھر چل چی اوشو دوئی اوپیژندلم خو ما لا زان  نہ دے پیژندلے ۔

******